سياست او روانې چارې
بیګانه افراطي جګړه مارن د سولې د لارې خنډ دي.
اتل
30.10.2013
السلام علیکم، وروڼو
د افغانستان د سولې شورا د لومړي ځل لپاره ومنله چې د طالبانو په لیکو کې د یو شمیر پردیو ملکونو افراطي جنګیالي د حکومت او افغاني طالبانو تر منځ د مذاکرو پر وړاندي اصلي خنډ دي.
ګرانو لوستونکو:
دا خبره ځکه د حقیقت نه لیرې نده، چې د خارجي جګړه مارانو، جنایت کارانو او ترورستانو یې په افغانستان څه. هغوی د افغانستان او افغنانو څه پروا نلري. دغه ترورستان لیرې هدفونه لري، او د افانستان نه لکه څنګه چې اُسامه بن لدن او دهغه دالقاعدې ډلې وکړل، په نورو ملکونو کې د ترورستي اعمالو دپاره د یوه مرکز په توګه کار اخلي.
دا ترورستان به خود د افغانستان د کشالې د سوله ایز حل سره مخالفت کوي، ځکه چې که د افغان کشاله حل شي، د هغوی ترورستي مرکزونه او د اوسیدو ځالې به ړنګې شي او دوی به بې اسرې پاتي شي.
متل دئ چې وایي [ سوزیږي هغه مځکه، چې اور پرې بل دئ].
دا لاندې مضمون خبریال چاپ کړیدئ:
====
افراطي جنګیالي د سولې پروسي ته خنډ دي
8 عقرب / لړم 1392, 3:23
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د افغانستان د سولې شورا د لومړي ځل لپاره ومنله چې د طالبانو په لیکو کې د یو شمیر پردیو ملکونو افراطي جنګیالي د حکومت او افغاني طالبانو تر منځ د مذاکرو پر وړاندي اصلي خنډ دي.
د دغې شورا د رپوټونو له مخې چې ډیری افغاني طالبان دې ته حاضر شوي چې له دوې سره په یوه دریم هیواد کې خبرو ته کښیني لیکن بهرني طالبان چې پر دوي پراخ اغیز لري نه پریږدي چې افغان طالبان د خپل راتلونکي په اړه خپلواک دریځ غوره کړي.
طالبان چې د حکومت پر مهال یي د پاکستان، سعودي عربستان او عربي متحده امارتو سره نږدې تعلقات لرل اوس هم ویل کیږي د دغو دریو ملکونو تر سخت اغیز لاندي دي.
دسولي عالي شورا غړي مولوي شهزاده شاهد وايي چې طالبان اوس دې پایلي ته رسیدلي چې د جګړې له لاري لانجه نه شي یوه مخه کیدای نو په کار ده چې د سیاسي مذاکرو لاره خپله کړي خو په دغه برخه کې نوي خنډونه رامخي ته شوي چې هغه پر افغان طالبانو د بهرنیو افراطي ډلو فشارونه دي چې له کابل سره خبرو څخه ډډه وکړي.
د نوموړي په خبره دغه کار د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ارتباطاتو د ټینګولو پر وړاندي نوي ننګوني را مخي ته کړي دي او روانه جګړه دغو بهرنیانو توده ساتلي ده.
شاهد: د طالبانوپه لیکو کې هغه بهرني طالبان دي چې له یوه سره سوله نه غواړي، د هغووي جګړه چې ده د افغانستان پر حدودو پوري محدوده نه د ه او هر چیرته چي د هغوي لاس ورسیږي بریدونه کوي او خپلي موخې تعقیبوي.
نوموړي د طالبانو پر لیکو کې نه همغږي او سولې پر عالي شورا د یو شمیر طالب قوماندانانو نه باور هغه نور خنډونه بولي چې د سولي بهیر یي ټکنی کړی دی.
افغاني طالبانو تر اوسه یو ځل هم په مخامخه توګه له افغان دولت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي ځکه هغوي څو ځله ویلي چي د سولي عالي شورا خپلواکي نه لري او دوي به له امریکایانو سره خبري وکړي هغه غوښتنه چي افغان دولت یی سخت مخالف دی او همدا مخالفت د دې لامل شو چې روان کال کابل د طالبانو لپاره په قطر کي پرانیستل شوی دفتر هم وتاړه.
افغان حکومت څه موده دمخه وویل چې دوي حاضر دي چې په یوه دریم هیواد کې چې هغه د سعودي عربستان، ترکیي او یا عربي متحده اماراتو کي وي له طالبانو سره د سولي خبرو ته کیښني.
خو دغي غوښتنې ته په ځواب کې مخالفي خوا تر اوسه د هو سر نه دی ښورلی او د شنه څراغ څرک هم نه لګیږي.
میرویس جلالزی
خپرونکی: خبریال@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي عقرب / لړم 8, 1392.on October 30, 2013.
طیب زابلی *
30.10.2013
داخبره سمه ده چی ځینی طالبان یا دالقاعدی غړی به له طالبانوسره وی
مګرداچی هغه دی پرطالبانو دومره اغیز ولری لکه پورتنۍ رسنۍ چې
یادونه کړی ده،دادمنلو وړنه ده،
ځکه چی هغه نه دزور له لاری پرطالبانو دومره اغیز لرلای شی،اونه طالبان بل کوم
داسی محبوریت ورته لری چی هغه دی پرطالبانو دومره اغیز ولری،
اتل
14.01.2014
طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
داخبره باید هیره نکړو، چې لاهم د عربي ملکونو نه طالبانو ته ډیرې زیاتې چندې راځي.
د بلې خوا، طالبانو د القاعدې د ابوحفض او نورو مفتیانو ددیني قیادت تر ږغ لاندې کلونه کلونه دعربو غلامي کړیده. طالبان نه غواړې چې د القاعدې لخوا منفي تبلیغ ورپسې وشي، ځکه چې طالبان، بیله هغې هم بدنام دي، خو که القاعده دومره ووایي چې طالبان داسلام په چوکاټ کې نه، بلکه د پښتو د کلچرد اثردلاندې اسلامی احکام تعبیروي او عملي کوی یې، طالبان په مذهبي لحاظ په عربو کې تباه کیږي، نه به دیني حمایه ولري او نه هم د چندو.
په بې نیازه رب دې سپارم.
بهير غورځنګ
15.01.2014
اسلام علیکم
اتل صیب په حقیقت کې بل څه روان دي په دې دولسو کالو کې به یې موږ خپله کله د القاده کله د حزب او کله د طالب په نامه وژولو منم چې په طالب کې هم عربي نړۍ ښه رول لوبوي خو په دې برسيره د سولي عالی شورا په خپله پاتي راغلي
د سولي لومړئ قدم به له سرچینو سره سوله وي خو متاسفانه چې همدا شورا چې یو لړ عالمان هم پکې ناست دې بیرته د هغو خلکو سره خبري کوي چې د مخ نه یې ددوی لاسونه سره کړي
او هغه خلک چې یواځي په لکۍ بند دي نور هم چيلنجونه ورکوي
ځکه یې زه همدا ادعا ددوی بهانه بولم[size=18:7c27c4d315][/size:7c27c4d315]
اتل
23.01.2014
بهیر غورځنګ وروره، السلام علیکم
زما نوم ستورئ نه، بلکه اتل دئ. د ستوري کلمه د هغو ستورو دپاره لیکل شوې چې د لیکوال د لیکنو د تعدد سره ارتباط لري.
وروره، سوزیږي هغه مځکه چې اور پرې بل دئ. نن سیا طالبان تروریزم پر مخ بیایي. دوی خلک وزني، او په ملک کې یې سوراوربل کړیدئ. د اجنبیانو ټوپک یې په اوږه ایښئ نه تور ویني، نه سپين. طالبان اساساً زموږ ملک ورانوي، موږ وژني، زموږ نسلونه یې د تباهۍ سره مخ کړیدي، زموږ اولادونه د تعلیم نه پاتې کوي، او ملک د بد بختۍ قهقرا ته بیایي.
په طالبانو کې کافي عاقل او میانه روان شته، خو د القاعدې اونور اړخونه طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې صلحه وکړي، خکه چې د هغوی غوا وچیږي، نه بیا بلاربیږي، نه لنګیږي او نه هم ورږه او شیدي ورکوي.
الله دې مل شه
pattang
23.01.2014
دغه
✙✙ سیا طالبان تروریزم پر مخ بیایي...✙✙
خو ستا د cia خلک دي چې د اصلي طالبانو رنګه بده کړي او اولسي
وګړي وژني ترڅوچې اولس او دازادي غورڅنګ سره بيل کړي !
داربکيانو جوړول مو بله بې ناموسي ده چې مخته مو اچولې ده !
[quote:899f98e210="اتل"]بهیر غورځنګ وروره، السلام علیکم
زما نوم ستورئ نه، بلکه اتل دئ. د ستوري کلمه د هغو ستورو دپاره لیکل شوې چې د لیکوال د لیکنو د تعدد سره ارتباط لري.
وروره، سوزیږي هغه مځکه چې اور پرې بل دئ. نن سیا طالبان تروریزم پر مخ بیایي. دوی خلک وزني، او په ملک کې یې سوراوربل کړیدئ. د اجنبیانو ټوپک یې په اوږه ایښئ نه تور ویني، نه سپين. طالبان اساساً زموږ ملک ورانوي، موږ وژني، زموږ نسلونه یې د تباهۍ سره مخ کړیدي، زموږ اولادونه د تعلیم نه پاتې کوي، او ملک د بد بختۍ قهقرا ته بیایي.
په طالبانو کې کافي عاقل او میانه روان شته، خو د القاعدې اونور اړخونه طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې صلحه وکړي، خکه چې د هغوی غوا وچیږي، نه بیا بلاربیږي، نه لنګیږي او نه هم ورږه او شیدي ورکوي.
الله دې مل شه[/quote:899f98e210]
اتل
19.02.2014
السلام علیکم
پنتګه صاحبه، داسې څه ووایه چې څوک درپورې ونه خاندې.
ته ځان ریشخند کوي، او دخلکو ساعت تیری ګرزیدلئ یې.
ژوندې دې وې، ستا لیکني مې اکثراً خندوي، او د خندولو دې پوروړئ یم.
الله دې بصیرت در په برخه کړي.