نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په اختر کي به څنګه هير شې?
ILHAM YASINI
25.01.2005
په اختر کي به څنګه هير شې?
ډير وختونه تير شول څه په خوشحالۍ څه په خفګان اخترونه هم پکي راغلل کمکي اختر ډير په جم او جوش سره تير شو ځکه چه د هغي څخه مخکي دلمړي سمستر امتحانو ته وخت پاتي او د پروګرام جوړولو ته وخت ؤ پروګرام د اختر په لمړۍ ورځ جوړ شو ي ؤ د سپيڅلې هيواد د اختر په ياد ټولو افغانانو پدي حفله کي شرکت کړي ؤ د قران عظيم الشان د څو اياتو د لوستو وروسته ملې ترانه يو څو وروڼو د وطن په مينه مضبطو احساسات او ښکلو اوازونو واوروله وروسته د هغي څخه خوږي سندري او په پيچيدلې اتڼنونه او ورسره يو شانداره مزاحيه ډرامه هم پکي شامله ؤ چه ټول ليدونکې وخندول په پاي کي د چاي څښلو ترتيبات نيول شوي او پروګرام د اتڼ په خلاصيدو سره پاي ته ورسيد د پروګرام لپاره يوه لوي حال (حجره) د ازهر شريف د مدينه البعوث د محصلينو د ليليي په يوه برخه کي جوړه شوي ؤ راغلي ميلمانه هرېو د خپلو نزدي ملګرو سره کوټو ته د پاتي اختر دتيريدول پاره وﻻړل د اختر پاتي وخت نه تيريده هر چا به لاره پيدا کوله چه پاتي اختر به څنګه تير شي ? چا به انګريزي چا به هندي او چا به عربي فلمونه ليدل خو ډيرو افغانې موسيقي اورېدله له بده مرغه چه مونږ خپل فلمونه ډير کم لرو ځکه د نورو فيلمونو ليدو ته اړ شوي يو ..............
پاتي ورځي په امتحانونو کي تيري شوي لوي اختر د امتحانونو د خلاصيدو سره سم راورسيد ﻻس او ګرېوان شو پروګرام د لوي اختر لپاره جوړ نه شو تګ راتګ دوام لرلو څوڅو ملګرې سره يوځاي شوې وړي وړي حفلو (پرګرامونه) جوړ شوي ؤ خو هغه مزه يي نه ؤ لکه د وړوکي اختر !!!!!!!!
اخترونه تير شول داسي لحظه نه پکي نه ؤ چه خپل ښکلي هيواد مو پکي هير کړي وي په عادي ورځو کي مو نه هيريږي په اخترونو کي به مو څنګه هير شې چه مونږ د مور او پلار نه ډير ګران زمونږ زړه زمونږ کور زمونږ مينه او زمونږ هر څه.......................... زمونږ افتخار دۍ............
الهام الحق ياسني
قاهرهپپ