د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

"موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي یو"

میرویس
28.10.2013

د فورم ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
دالاندې رپوټ، مشال رادیو خپور کړيدي.
دا به پخپله د طالبانو، افغان ولس، او دیوه بشپړ ملک په توکه د افغانستان دبقا دپاره ډیرحیاتي اهمیت ولري، چې طالبان د افغان دحکومت سره یوې روغې جوړې ته ورسیږي، او په حکومت کې د ونډې اخیستو له لارې په ملک کې د سولې جوګه شي، لکه د ننکرهار یوې یوولس کسیزې ډلې چې د وسلې د ایښودلو له لارې د ولس ارادې ته غاړه کیښوده. طالبان هم باید د حکومت سره دسولې له لارې معامله وکړي، نه د قتل او تباهۍ له لارې:
====
"موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي یو"
باز محمد عابد
27.10.2013
جلال اباد - د افغانستان ننګرهار د سولې د عالي کميسيون ولايتي کميټې سره ۱۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د يکشنبې يا اتوار په ورځ ځای شول.

د ننګرهار د سولې د عالي کميسيون د ولايتي کميټې چارواکي وايي چې د سولې بهير ته راګرځيدلې ډلې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دولت ضد کارونه تر سره کول.

د سولې د عالي کميسيون د ولايتي دفتر مشر ملک نذير د پخلاينې پر مهال خبريالانو ته وويل:

((دا ۱۱ کسان دي، د ملا متوري اخوند په مشرۍ چې اووه ميله اسلحه ورسره ده، تاسو ګورئ چې راکټ، دهشکه او دوه پايې مخابرې ورسره دي، او اتيا کيلو ګرامه انفلاقيه ( چوونکي) مواد دي، چې دا هر څه به ډاياګ (د بې وسلې کولو پروګرام) ته وسپارل شي. دا د اچين ولسوالۍ له پېښې کلي راغلي او دوی په اچين او غني خېلو کې فعاليتونه کول.))

د دغې ۱۱ کسيزې ډلې مشر چې د تېرو پينځو کالونو راهيسې يې د دولت ضد کارونه تر سره کول له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دې وروسته به خپل هيواد ته خدمت کوي.

(( ملا متوري مې نوم دی، د اچين ولسوالۍ د پېښې سیمې اوسيدونکي يم. پنځه کاله به شي لا څه زيات چې فعاليت مو له اچين ولسوالۍ تر نازيانه پوره کړو. په عسکر باندې دوه لکه روپۍ او يو يوه رنجنير به درې لکه روپۍ موږ ته راکول کيدې چې بيا به د اچين ولسوالۍ مجاهدينو ته تقسيمېدې. بس موږ ته اوس دا پته ولګيده چې دلته هم مسلمانان دي، بس له دې ډز ډوز تېر شو او د سولې کميسيون سره يوځای شو.))

د سولې له بهير سره يو ځای شوي وسله والو ژمنه وکړه چې له دې وروسته د مخالفت پر ځای د خپل هيواد خدمت کوي.

يو تن يې وايي:

(( محمد ديدار مې نوم دی د اچين ولسوالۍ د پېښې اوسېدونکي يم. ما ته به دې ورور ويلې چې جهاد دی، پوليس ولئ، عسکر وولئ، ويې نيسئ، بم ورته کېږدئ، زموږ يو ملګری وو هغه به سرک کې بمونه کېښودل. زه اوس راغلی يم چې دا افغانستان جوړ کړو، زموږ خپل وطن دی نور يې نه ورانوو.))

يو بل ته هم ورته نظر لري وايي:

((زه سيال محمد يم، په باندر، نازيانو په دغو ځايونو کې موږ فعاليتونه کول، موږ اوس د سولې کميسيون ته راغلو، دا زموږ مور او پلار دي، موږ دوی سره جوړه کوو او جوړې ته راغلي يو. موږ به خپل نور ملګري هم د سولې بهير ته راولو، موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي يو.))

د ننګرهار د سولې د عالي شورا ولايتې کميټې دفتر چارواکي وايي چې د سولې له بهير سره يو ځای شويو ته به د شپږو مياشتو لپاره قوماندان ته د مياشتې ۱۳۰۰۰ افغانۍ او هر تن ته به شپږ، شپږ زره افغانۍ ورکول کېږي او که هغوی وغواړي د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا به په حرفوي يا کسبي کارونو په زده کړه وګمارل شي.

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کالونو په دوران کې د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې سره ۲۱۲ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شوي دي.


Re: "موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي یو"

pattang
28.10.2013

متاسفانه چې دفاسد دولت مېديایې پروپاګنده دهغو عسلکرو او صاحب منصبانو شمېر په خوله نه راوړي چې اسلامي امارت ته ور تښتي او دخپل هېواد په ازادي کې برخه اخلي !

[quote:2ef4c9b9f3="میرویس"]د فورم ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
دالاندې رپوټ، مشال رادیو خپور کړيدي.
دا به پخپله د طالبانو، افغان ولس، او دیوه بشپړ ملک په توکه د افغانستان دبقا دپاره ډیرحیاتي اهمیت ولري، چې طالبان د افغان دحکومت سره یوې روغې جوړې ته ورسیږي، او په حکومت کې د ونډې اخیستو له لارې په ملک کې د سولې جوګه شي، لکه د ننکرهار یوې یوولس کسیزې ډلې چې د وسلې د ایښودلو له لارې د ولس ارادې ته غاړه کیښوده. طالبان هم باید د حکومت سره دسولې له لارې معامله وکړي، نه د قتل او تباهۍ له لارې:
====
"موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي یو"
باز محمد عابد
27.10.2013
جلال اباد - د افغانستان ننګرهار د سولې د عالي کميسيون ولايتي کميټې سره ۱۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د يکشنبې يا اتوار په ورځ ځای شول.

د ننګرهار د سولې د عالي کميسيون د ولايتي کميټې چارواکي وايي چې د سولې بهير ته راګرځيدلې ډلې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دولت ضد کارونه تر سره کول.

د سولې د عالي کميسيون د ولايتي دفتر مشر ملک نذير د پخلاينې پر مهال خبريالانو ته وويل:

((دا ۱۱ کسان دي، د ملا متوري اخوند په مشرۍ چې اووه ميله اسلحه ورسره ده، تاسو ګورئ چې راکټ، دهشکه او دوه پايې مخابرې ورسره دي، او اتيا کيلو ګرامه انفلاقيه ( چوونکي) مواد دي، چې دا هر څه به ډاياګ (د بې وسلې کولو پروګرام) ته وسپارل شي. دا د اچين ولسوالۍ له پېښې کلي راغلي او دوی په اچين او غني خېلو کې فعاليتونه کول.))

د دغې ۱۱ کسيزې ډلې مشر چې د تېرو پينځو کالونو راهيسې يې د دولت ضد کارونه تر سره کول له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دې وروسته به خپل هيواد ته خدمت کوي.

(( ملا متوري مې نوم دی، د اچين ولسوالۍ د پېښې سیمې اوسيدونکي يم. پنځه کاله به شي لا څه زيات چې فعاليت مو له اچين ولسوالۍ تر نازيانه پوره کړو. په عسکر باندې دوه لکه روپۍ او يو يوه رنجنير به درې لکه روپۍ موږ ته راکول کيدې چې بيا به د اچين ولسوالۍ مجاهدينو ته تقسيمېدې. بس موږ ته اوس دا پته ولګيده چې دلته هم مسلمانان دي، بس له دې ډز ډوز تېر شو او د سولې کميسيون سره يوځای شو.))

د سولې له بهير سره يو ځای شوي وسله والو ژمنه وکړه چې له دې وروسته د مخالفت پر ځای د خپل هيواد خدمت کوي.

يو تن يې وايي:

(( محمد ديدار مې نوم دی د اچين ولسوالۍ د پېښې اوسېدونکي يم. ما ته به دې ورور ويلې چې جهاد دی، پوليس ولئ، عسکر وولئ، ويې نيسئ، بم ورته کېږدئ، زموږ يو ملګری وو هغه به سرک کې بمونه کېښودل. زه اوس راغلی يم چې دا افغانستان جوړ کړو، زموږ خپل وطن دی نور يې نه ورانوو.))

يو بل ته هم ورته نظر لري وايي:

((زه سيال محمد يم، په باندر، نازيانو په دغو ځايونو کې موږ فعاليتونه کول، موږ اوس د سولې کميسيون ته راغلو، دا زموږ مور او پلار دي، موږ دوی سره جوړه کوو او جوړې ته راغلي يو. موږ به خپل نور ملګري هم د سولې بهير ته راولو، موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي يو.))

د ننګرهار د سولې د عالي شورا ولايتې کميټې دفتر چارواکي وايي چې د سولې له بهير سره يو ځای شويو ته به د شپږو مياشتو لپاره قوماندان ته د مياشتې ۱۳۰۰۰ افغانۍ او هر تن ته به شپږ، شپږ زره افغانۍ ورکول کېږي او که هغوی وغواړي د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا به په حرفوي يا کسبي کارونو په زده کړه وګمارل شي.

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کالونو په دوران کې د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې سره ۲۱۲ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شوي دي.[/quote:2ef4c9b9f3]


میرویس
29.10.2013

السلام علیکم، پتګ صاحب.
یوه سړي يې کمکۍ لور ته وویل چې نن شپه یو ډیر محترم میلمه زموږ کور ته راځي، ډیر په ادب کې سلام ور واچوه، او پوښتنه ترې کوه چې کوم شئ خو کمبود ندي چې رایې وړم، خو د میلمه په پزه به هیڅ خبرې نه کوي.

هغې وویل چې ښه ده پلار جانه. میلمه چې یو جنرال ؤ، او پزه یې په جنګ کې مرمې پرې کړې وه، کورته ورغئ، نو نجلۍ اول د هغه پزې ته وکتل، او ویې لیدل چې دمحترم میلمه پزه نشته ده.
نو نجلۍ سمدستي پلار ته وویل، پلارجانه دا میلمه چې بیخي پزه نلري، نو زه به په څشي وغږیږم.
آلله مو مل شه.


tandar
30.10.2013

[color=red:630dcec8d5] موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي یو[/color:630dcec8d5]
ميرويس خانه سلامونه
ډير بااحساسه سر خط موليکلي ادامه ورکړي
ستاسو په سر خط بايد د جنګسالارانو نه ترخميني اوپنجابي اود cia نوکران نورخپل ګريوان کي سرکرښته کړي او له جنايتونو لاس واخلي
ديوه ازادهيواد په هيله

[quote:630dcec8d5="میرویس"]السلام علیکم، پتګ صاحب.
یوه سړي يې کمکۍ لور ته وویل چې نن شپه یو ډیر محترم میلمه زموږ کور ته راځي، ډیر په ادب کې سلام ور واچوه، او پوښتنه ترې کوه چې کوم شئ خو کمبود ندي چې رایې وړم، خو د میلمه په پزه به هیڅ خبرې نه کوي.

هغې وویل چې ښه ده پلار جانه. میلمه چې یو جنرال ؤ، او پزه یې په جنګ کې مرمې پرې کړې وه، کورته ورغئ، نو نجلۍ اول د هغه پزې ته وکتل، او ویې لیدل چې دمحترم میلمه پزه نشته ده.
نو نجلۍ سمدستي پلار ته وویل، پلارجانه دا میلمه چې بیخي پزه نلري، نو زه به په څشي وغږیږم.
آلله مو مل شه.[/quote:630dcec8d5]


میرویس
30.10.2013

السلام علیکم، تندر صاحبه
کله چې یو پاک انسان ګناه وکړي، ډیر ځوریږي، نه خواړه خوند ورکوي اونه هم خوب او خیال. کله چې د وخت په تبریدو سره ګناه زړه شي، انسان یو څه سکون پیداکړي. یو وخت بیا د یوه نااهل ملګري سره که هغه انسان وي او یا دشیطان وسوسه، بله ګنا سرترې ووهي، د اولې ګناه په شان یې نه ځوروي، ځکه چې د لمړۍ کناه نه څه دنیوي او ظاهري نقصان ور ونه رسیږي، نو بیايې دومره چرت نه وي خراب.

ددې عمل مکرر تکرار د پاک انسان وجدان نور نه ځوروي. د وخت په تیریدو سره دغه ګناه بالاخره عادت او ورځنۍ حرفه وګرزي او فاعل یې هغه خپل روا حق ګڼي، چې د لاسه په ورکولو یې جګړه کوي، او جنایت، قتل، غلا، د بل په مال او ناموس تعرض دهغه خدای ورکړئ حق شي او پدې ترتیب د انسان نه ټوپکي ، جګړه مار، ترورست او د ولس او دین دپاره یوه بوغمه ترې جوړه شي.

دغسې انسانان، د هغوی جنایت کاره لښکر، د قتلانو ډلې او د الله او دبنده ګانو د لارې خائنین، چې ټولنې ته یې د ګټې په عوض نه تلافي کیدونکئ تاوان رسیږي، او د اصلاح او علاج امکان هم نلري، په ټولنه تر ژوند کولو نه د ټولنې نه دشړلو سزاوار دي، حتی که دا کار د شرعي قوانینیو پر بینا د هغوی د ژوند د خاتمې سبب هم کیږي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more