سياست او روانې چارې
ډاکتر محمد اشرف
پتوال
27.10.2013
د ډاکتراشرف (غني) احمدزی ژوندليک:
محمد اشرف غني احمدزى په کال ١٣٢٨ هجري لمريز کې په کابل کې زېږېدلى دى .
نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې دکابل په استقلال او حبيبې لېسه کې پاى ته رسولې او د ښوونځي په دوران کې يې د امريکا په متحده ايالاتو کې په يو کلن پروګرام (AFS) کې هم ګډون کړى دى.
احمدزي د لبنان د بيروت په امريکايي پوهنتون کې دسياسي علومو په څانګه کې د ليسانس دورې له بشپړولو وروسته خپله لومړۍ ماسټري له ياد شوي پوهنتون څخه په سياسي علومو ترلاسه کړه.
ده همداراز خپله دويمه ماسټري د کولمبيا له امريکايي پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو او انسان پېژندنې او درېيمه ماسټري له همدې پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې ترلاسه کړې ده.
احمدزي د انسان پېژندنې په برخه کې خپله دوکتورا هم د کولمبيا له پوهنتون څخه اخستې ده.
همدارنګه نوموړي ته يوه افتخاري دوکتورا د امريکا د متحده ايالاتو دسکرانتن د پوهنتون لخوا او بله افتخاري دوکتورا دکاناډا د ګلف پوهنتون لخوا ورکړل شوې ده او د يوه کال لپاره يې د پاکستان د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې دسيرت نبي (ص) په برخه کې زده کړې کړې دي.
نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين د نفاذ، د ښځو د حقونو او ټولنيز عدالت، په قبايلي ټولنه کې داسلام او دولت جوړښت، داسلامي شريعت په محکمه کې د تشنج او ناورين حل، د افغانستان د معاصرو ادبياتو، له ١٥ مې پېړې څخه تر ١٩ پېړۍ پورې د افغانستان د ٤ سوه کلن تاريخ او ناکامو دولتونو او د هغو د برياليتوب د لارې په اړه څېړنې کړې او اثار يې ليکلي دي.
احمدزي د ډنمارک داروس، دامريکا د بکلي او جانزهويکنز په پوهنتونونو کې د استاد، دنړيوال بانک دستراتيژۍ او کړنلارې دجوړولو په برخه کې د رييس او د ٢٠٠١ کال دسپتمبر له ١١ مې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي (اخضر ابراهيمي) د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي .
همدارنګه نوموړي د حامد کرزي په مشرۍ له موقتې ادارې وروسته دانتقالي ادارې د ستر سلاکار، په افغانستان کې د مرستو دانسجام ادارې درييس او په انتقالي دوره کې د ماليې دوزير په توګه او ددې دورې له پاى ته رسېدو وروسته ديوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس پاتى شوى دى.
اشرف غني احمدزى دتېرو دوو کلونو په اوږدو کې دامريکا د وکيلانو دنړيوال عدالت په پروګرام کې دقانون دحاکميت پروژو دعالي مشورتي کمېټې غړى و او د بروکنګ موسسې د پروژې دعالي کمېټې ( په نړۍ کې دسولې او امن رامنځته کېدل ) غړيتوب يې هم درلود .
pattang
27.10.2013
پتوال صيب دچوپړا سوابق خو دې له ځور اوخېره پورې ټول
ليکلي دي !
خو يو څو ټکې به زه هم پرې ورعلاوه کړم !
- چوپړا ډير پسيخوپات دی له خپلو زړو اشنايانو سره هم په کمو
شيانو جنګ او خوابدي کوي !
- چوپړا د طالبانو په وخت کې دطالبانو کلکه پلوي کوله او اوس يې
کلک مخالفت کوي !
- چووپړا لکه دانور دلګان هروخت په پاړسو خبرې کوي !
- چوپړا پر دې هم نه پوهيږي چې څه غواړي او هدف يې څه شی
دی ؟ په حقيقت کې خو هغه اوږد غوږی تور پېکی پښتون دی چې
چې په هر چوکاټ لوېږي او خپل ځان ورسره برابروي !
- دچوپړا لودګي او روحي مريضي له دې څخه هم مالوميږي
چې لکه ۱۰د ټولګي شاګرد چې د خپل راتلونکی خاص مسلک په
اړه کوم خاص تصميم نشي ښکاره کوی ،ده هم له يوو ځای څخه
بل خای ته ټوپونه وهلې او خوشې وخت یې ضايع کړی دی!
- چوپړا د مالیې دوزارت په کارو او د انتقال دپروژې په کارو کې
وروسته پاتې او بې تجربي انسان ښکاره شه !
خو دا ټول يوې خواته څوک چې له اشغالګرو سره داسې نږدې
او صميمانه کار کوي لکه چوپړا له هغه نه بل بېغيرته او بې مسلکه
نشته ، چوبړااوس دوستم دپښتنوقاتل او جنګي جنايتکار خپل معاون
ټاکلی ! داسې راته مالوميږي جې صليبي اشغالګرو په افغانستان
کې دجننوبي آمريکې مافيایې کلتوراو سياست ته وده ورکړې ده!