سياست او روانې چارې
په فاسدو بيکارو غلو cia روزي دروي که بوک نشي!
pattang
25.10.2013
په فاسدو بيکارو غلو cia روزي دروي که بوک نشي!
امریکايي سناتورافغانستان ته د مرستو د بندولو خبرداری ورکړه
تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس وايي، له افغانستان سره په دې شرط د مرستو د دوام ملاتړ کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د منلو وړ امنیتي – دفاعي تړون موجود وي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقه له ډېرې مودې راهیسي بحث روان دی.
د دیموکرات ګوند سناتور کرل لیفین، چې د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د مشیګان ایالت استازیتوب کوي، له امنیتي موافقې سره د افغانستان د مرستو د تړلو مسله د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د ستنېدو په مهال په یوه خبرپاڼه کې یاده کړې ده.
[img:a0cac877c4]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2013/10/1228.jpg[/img:a0cac877c4]
ده د افغانستان د سفر په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي: لیفین د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ویلي: که په لنډ وخت کې د دوو هیوادونو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي امریکا به له افغانستان سره مرستې جاري ونه ساتلی شي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سفر په ترڅ کې دواړه خواوې په امنیتي موافقه کې د لویو اختلافي مسایلو په حل کولو بریالي شول خو له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د قضايي صلاحیت پر سر موافقې ته ونه رسېدل او د افغانستان ولسمشر په دې اړه پرېکړه لویې جرګې او ملي شورا ته وسپارله.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې مشورتي لویه جرګه دایره شي څو په دې اړه دولت ته نظر ورکړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له رييس سره په کتنه کې وویل، افغانستان له امریکا سره د اوږدمهالو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هره هغه موافقه د افغانانو لپاره د منلو ړ ده چې د افغانستان ګټې پکې نغښتې وي.
سناتور کارل لیفین د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې له افغانستان سره د اوږدمهالو او پیاوړو اړیکو غوښتونکی دی.
http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=BcIsALlOOFQ