د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

غلبېل وکوزې ته وايي سروۍ


ع کريم حليمي
25.01.2005

درونو ورورنواو محترمو خويندوالسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !

انسان دوو ډول زده کړي ته ضرورت لري ٠
يو مسلکي او بل د معاشرتي زده کړي ته ٠ مسلکي زده کړي و ethic ته ضرورت لري ٠ او معاشرتي زده کړه و اخلاقو ته ضرورت لري ٠

په انساني ټولنو کښي دوه شيان دي ٠ چه ټولني ته د انساني ټولني نوم ورکوي ٠ چه يو مسلک او بل معاش دۍ ٠

د علم معاش سره اخلاق ضرور دي او د مسلک سره ethic ضرور دي ٠ دغه سبب دي ٠ چه په ابتدائې ښوونو کښي
د اخلاقو مضمون تدريس کيږي او د لوړو تحصيلاتو په ښونځيو کښي ethic مضمون تدريس کيږي ٠

که انسان هر څومره لوړه زده کړه ولري ٠ اواخلاق ونه لري ٠ نو بيله اخلاقه پوهه ئې د علميت له مقامه راغورځوي
هم دغه رنګه که يو انسان هر څومره لوړه مسلکي زده کړه وکړي ٠ او د ethic زده کړه ئې نوي کړې ٠ مسلک ئې و جامعي ته مفيد نه تماميږي ٠ بلکي مضير او خساره من وي ٠

مسلک هغه پوهه ده چه يوازي او يوازي په زده کړه حاصليږي ٠ هر انسان دا استعداد لري چه يو د مسلکو څخه زده
کړي ٠ نه داچه هرانسان د هر مسلک زده کړه کولای سي ٠ يعني هر انسان د يوه خاص مسلک زده کولای سي ٠

که مسلک دۍ که اخلاق دي او که ethic ٠ توله په زده کړه او ښوونه کيږي ٠
تدريسي موئسسې او ښوونکۍ کولايسي چه هر انسان ته يو د مسلکو يا هنرنو څخه ور زده کړي ٠
اما ښوونځۍ او معلم نسي کولای چه يو متعلم اخلاقي انسان کړي ٠ مسلکي،هنري انسان ځيني جوړه ولای سي

که يو نفر و پوهنتون ته شامل سي او څلور کاله د درس دوره تيره کړي ٠ نو طبعأ به د يوه مسلک خاوند سي
که ئې د برق ريشته لوستې وه ٠ نوبه د برق انجنر وي ٠ که څه هم په کور او کلي کښي به ئې بل هيڅ نفر د برق انجنر
نوي ٠ بيا هم دئ به يو انجنر وي ٠
که بل نفر د طب د پوهنځۍ څخه فارغه سي ٠ نو ضروربه ډاکتر وي ٠ په محيط پوري هيڅ اړه نه لري ٠ چه په
محيط کښي نور ډاکتران سته که نسته ٠

اما اخلاق اجتماعي او اخلاق مسلکي داسي نه دي لکه ٠ چه څوک به ضرور اخلاقي فارغه کيږي د علمي موئسسې څخه ٠ هو ښونځۍ کولايسي چه نورمونه او اخلاقي کوډونه ور زده کړي ٠ او بس

لکه هر علم ،هنر،مسلک چه زده کړه غواړي او هم پراکيس غواړي ٠ چه نتيجه او ګټه پر بناسي ٠
اخلاق هم زده کړه غواړي او هم عمل ٠

که موږ خپل موټر و يوه انجنر ته ورولو د ترميم له پاره ٠ نو که د موټر ترميم ئې سم نوي کړي ٠ موږ ښه سم ترميم د موټر ترې غواړو ٠
که موټر سم نه وي ترميم سوۍ ٠ موږ زور پر اچوو تر څو موټر ښه ترميم کړي ٠ چه موږ بيا د موټر د خرابۍ په مشکل ژر اخته نه شوو

نه چي موټر ئې ښه نه دۍ ترميم کړئ ٠ بلکي موږ اقتصادي تاوان هم کوو ٠ يعني موږ هيڅ مستري ته اجازه نه ور کوو٠ چه تر څو ئې موټر سم نوي جوړ کړي ٠ چه پيسې ور کړو

که چيري يو نفر د اخلاقو ، ethic له پوهنتونه فارغ سي ٠ او په کور او کلي کښي ئې نور اخلاقي انسان نوي ٠ دئ
يو اخلاق انسان نسي پاته کيدلاي ٠

و لي که د اخلاقو فارغه و غواړي چه اخلاقي پاته شي ٠ ضرور ده چه اخلاق پرکټيس کړي ٠ چه د پراکټيس ځای
ئې نوي ٠ نو دده علم او پوهه داسي معنا لري ٠ لکه يو مستري د موټر چه په داسي ښار کښي ژوند کوي ٠ چه هلته
يو موټر هم نه وي ٠ نو اخير به خرکار سي ٠

ټول افغان يو دليکلو او لوستلو ځای دۍ د پښتنو لپاره ٠ نه پوهيږم چه ولي بعضي ليکوالان داسي ليکني کوي
چه نه اخلاق پکښي او مسلکي اخلاق ethic پکښې ٠

که د دغسي ليکنو مخه ونه نيول سي داسي معنا لري ٠ لکه موټر چه مستري ته ور ولۍ ٠ او سم ئې نه وي جوړ کړۍ ٠ او بيا هم پيسې ور کړۍ ٠ او داکار څوک نه کوي ٠ ولي چه شخصي تاوان مو دۍ

که د قلم تر عفت وتلي ليکني رواني وي ٠ دا زمونږ يو اشتماعي تاوان دۍ ٠ چه اصلأ تر فردي تاوان اشتماعي تاوان په کراتو او مراتو بد دۍ ٠
دټولو ليکواﻻنو مسلکي اخلاق او ethic پر ځای دي ٠ خو څيني ليکونکي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ تر ethic ګام اړه وي ٠ دا لکه تور رنګ چه غالب دۍ ٠ په هر رنګ چه ګډ شي تورته ئې نزدې کوي

د ليکني د مسلک هم اخلاق په کار دي او هم ethic ٠ که مراعت ئې ونسي ٠ د نه مراعت له كبله له سختو ستونزو سره مخامخ کيږو ٠ (دبد اخلاقي په ستونزوبه اخته يو )
ايا داسي ليکوال هم حق لري ٠ چه پر توپک سالار ليکني وکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more