د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لاريون کوونکو د اسلام تر نامه لاندي اسلام ضد کړني وغندلي

میرویس
24.10.2013

السلام علیکم
څو کاله کیږي چې مطبوعات د طالبانو غیر اسلامي اعمال افشا کوي، او ولس ته حقایق بیانوي. مطبوعات تل د اسلامي نګه عالمانو سره د طالبانو د اعمالو په برخه ګې چې طالبان یې په اصطلاح جهاد بولې مرکې کړیدي، چې آیا د طالبانو کړه وړه د اسلامی ارشاداتو سره اړ خ لګي او که نه؟

اسلامي عالمانو وقتاً فوقتاً د خپلو اسلامي وجیبو پربنسټ خپله غاړه خلاصه کړې او د طالبانو خود کشه حمې او دیته ورته نور اعمال یې د سلام دایرې خارج بللی دي.
خو اوس ولس ته هم د طالبانو ددروغې جهاد اوتې بوتې بربنډې شوې او پر خلاف یې مصلحانه اعتراضونه کوي، ترڅو طالبان دیته راولي چې د الله اوامرو او د ولس ارادې ته غاړه کیږی.
دالاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
====
لاريون کوونکو د اسلام تر نامه لاندي اسلام ضد کړني وغندلي
2 عقرب / لړم 1392, 1:40
دغه لاریون د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دغه ولایت د اوسیدونکو له لورې ترسره سو، او له امله یې د شاوخوا یو ساعت لپاره د کابل ـ کندهار لویه لاره تړل سوې ول.
دغه سوله ییز لاریون کوونکو د الله اکبر په نارو ورکولو سره ټول هغه ځانمرګي او اسلام ضد عملونه په کلکو ټکو سره وغندل، چې پر اسلامي مقدساتو ترسره کیږي او له امله یې دغه سپیڅلې مقدسات ترپښو لاندې کیږي .
لاریون کوونکو چې د یوه ساعت لپاره یې د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه،د نیکمرغه لوی اختر،چې د مسلمانانو د خوښۍ ځانګړې ورځ ده،د لوګر د والي ارسلا جمال ته،چې دالله تعاله په مبارک کتاب قران کریم کې ورته چاودیدونکي توکې ځای پرځای کړې وو او هغه یې وواژه هم په کلکو ټکو سره وغندله .
د دغه لاریون په پای کې د دغه ولایت د علماوو شورا پرېکړه لیک هم ولوستل سو،چې په کې د جګړو او وینو تویولو د پای ته رسیدوو،د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو له لارې په هېواد کې د امنیت راوستلو،د ځانمرګو بریدونو او چاودنو غندل او د اسلام تر نامه لاندې اسلامي مقدساتو ته د مخالفینو لخوا بې احترامي کول په کلکو ټکو کې غندنه سوې ول.
په دغه پرېکړه لیک کې له ولسونو هم غوښتل سوې وو،چې په راتلوونکو ولسمشریزو او ولایتي شورا ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایې ورکونې کارتونه واخلي .

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي عقرب / لړم 2, 1392.on October 24, 2013.


Re: لاريون کوونکو د اسلام تر نامه لاندي اسلام ضد کړني وغندلي

pattang
24.10.2013

دغه دالر خواره دشلغمکو ملايان د افغانستان په اشغال کې څه
وایې ؟ جهادروا بولي او که په دالرو یې خرڅوي؟

[quote:6f63164834="میرویس"]السلام علیکم
څو کاله کیږي چې مطبوعات د طالبانو غیر اسلامي اعمال افشا کوي، او ولس ته حقایق بیانوي. مطبوعات تل د اسلامي نګه عالمانو سره د طالبانو د اعمالو په برخه ګې چې طالبان یې په اصطلاح جهاد بولې مرکې کړیدي، چې آیا د طالبانو کړه وړه د اسلامی ارشاداتو سره اړ خ لګي او که نه؟

اسلامي عالمانو وقتاً فوقتاً د خپلو اسلامي وجیبو پربنسټ خپله غاړه خلاصه کړې او د طالبانو خود کشه حمې او دیته ورته نور اعمال یې د سلام دایرې خارج بللی دي.
خو اوس ولس ته هم د طالبانو ددروغې جهاد اوتې بوتې بربنډې شوې او پر خلاف یې مصلحانه اعتراضونه کوي، ترڅو طالبان دیته راولي چې د الله اوامرو او د ولس ارادې ته غاړه کیږی.
دالاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
====
لاريون کوونکو د اسلام تر نامه لاندي اسلام ضد کړني وغندلي
2 عقرب / لړم 1392, 1:40
دغه لاریون د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دغه ولایت د اوسیدونکو له لورې ترسره سو، او له امله یې د شاوخوا یو ساعت لپاره د کابل ـ کندهار لویه لاره تړل سوې ول.
دغه سوله ییز لاریون کوونکو د الله اکبر په نارو ورکولو سره ټول هغه ځانمرګي او اسلام ضد عملونه په کلکو ټکو سره وغندل، چې پر اسلامي مقدساتو ترسره کیږي او له امله یې دغه سپیڅلې مقدسات ترپښو لاندې کیږي .
لاریون کوونکو چې د یوه ساعت لپاره یې د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه،د نیکمرغه لوی اختر،چې د مسلمانانو د خوښۍ ځانګړې ورځ ده،د لوګر د والي ارسلا جمال ته،چې دالله تعاله په مبارک کتاب قران کریم کې ورته چاودیدونکي توکې ځای پرځای کړې وو او هغه یې وواژه هم په کلکو ټکو سره وغندله .
د دغه لاریون په پای کې د دغه ولایت د علماوو شورا پرېکړه لیک هم ولوستل سو،چې په کې د جګړو او وینو تویولو د پای ته رسیدوو،د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو له لارې په هېواد کې د امنیت راوستلو،د ځانمرګو بریدونو او چاودنو غندل او د اسلام تر نامه لاندې اسلامي مقدساتو ته د مخالفینو لخوا بې احترامي کول په کلکو ټکو کې غندنه سوې ول.
په دغه پرېکړه لیک کې له ولسونو هم غوښتل سوې وو،چې په راتلوونکو ولسمشریزو او ولایتي شورا ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایې ورکونې کارتونه واخلي .

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي عقرب / لړم 2, 1392.on October 24, 2013.[/quote:6f63164834]


میرویس
24.10.2013

محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروره بیا دې د مسئلې جوټه کولو ته بډې وهلي دي.
کوم جهاد، د څه شي جها، دا جهاد دئ که د مسلمانانو قتل؟ دا جهاد دئ که دقدرت د نیولو دپاره د اسلام نه د وسلې په توګه کار اخیستل؟
عام ولس د سر په سترګو ولیدل چې طالبان د ولس سره څه کوي.

تاسې د هغو خلکو ځواب څنګه وایاست چې د طالبانو د غیر اسلامي او غیر انساني اعمالو پرخلاف یې سوله ایز مارش کړیدي؟

خدای پامان.


pattang
24.10.2013

که اشاغل نوي نو طالب زما دکلې سړی به بيا په کورکې کشېني خو
شرعي نظام به غواړي !
ترڅو چې اشغال وي جنګ به وي دا يو تارئخي واقعت دی !
طالبان چې وطن ازادوي قصدا خلک نه وژني زه یې په صداقت او
اسلاميت عقيده لرم .
وژنه ، غلط د سې ای اې خلک دطالب په نوم کوي !!

[quote:4b234a11bc="میرویس"]محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروره بیا دې د مسئلې جوټه کولو ته بډې وهلي دي.
کوم جهاد، د څه شي جها، دا جهاد دئ که د مسلمانانو قتل؟ دا جهاد دئ که دقدرت د نیولو دپاره د اسلام نه د وسلې په توګه کار اخیستل؟
عام ولس د سر په سترګو ولیدل چې طالبان د ولس سره څه کوي.

تاسې د هغو خلکو ځواب څنګه وایاست چې د طالبانو د غیر اسلامي او غیر انساني اعمالو پرخلاف یې سوله ایز مارش کړیدي؟

خدای پامان.[/quote:4b234a11bc]


میرویس
29.10.2013

پتنګ صاحب، سلامونه
دا ستا د کلی خلک ندي، ستا د کلي طالبان، طالب العلمان دي. ستا دکلي ملا صاحب، خلکو ته دیني لارښونه کوي، وژنی يې نه، بدعت نه کوي، بلکه دالله په لاره کې د ولس خدمت کوي.
د طالبانو دلیکو خلک چې ستا په کلې کور کې ګشت او ګذار کوي، داخلي، قاتلان، جنایت کاران، پوډریان او خارجي ترورستان دي. دا ډله طالبان د خپلو مشرانو د ناروا لار ښونو قربینیان او د افغا مسلمان ولس قاتلان دي. د طالبانو مشران چې د خارجي ترورستانو او د ملک ددښمنانو په ګروګان کې درپچال دي،په زړه کې ښه پوهیږي چې په غلطه لار روان دي، خو په لوی لاس یې ځان پدې عذاب اخته کړیدي.
تا لره په حقیقت ځان پوهول پکار دي.
کامیاب اوسې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more