سياست او روانې چارې
خبره دميډيا له مخي سړه غوندي ښکاري
tandar
23.10.2013
خبره دميډيا له مخي سړه غوندي ښکاري
دلوګردوالي قتل ٣ورځي دخلکو په خوله وو
دده قاتل کومه خوا ده ؟
طالبان چه کاروکړي په نره اعتراف کوي خوترننه چاڅه وانه وريدل
که شخصي دشمني وه هم چا څه ونه ويل
نودلته ټول شک په مرکزي واکدارانو راځي چه داسړي له مينځه وباسي
علت ، کله چه يو مشر ددولت يا ولايت يوځاي ته ځي نوڅوورځي مخکي په عام اوتام سره دهغه ځاي اومنطقي امنيت او تر ختمه دجلسي او تربازګشته پوري ترکنطرول اومراقبت لاندي نيول اوساتل کيږي
دامنيت موظفينو او دملي پوليسو حتي ملي اردو قوماندانانو اورئيسانو وظيفه اواحساس مسئوليت نه لرو اونه درلودو؟
دغو مسئولينو دغه ځاي څو ورځي مخکي بايد ٢٤ ساعته تر مراقبت لاندي ساتلي وي
پس دمنطق له رويه دوالي قتل ددولتي ارګانو له خوا په همکاري سره صورت نيولي يوباتجربه څارنوال کولاي شي په ډيره اساني دده قاتل پيدا کړي
اولين تحقيق له قوماندان امنيه او رئيس امنيت نه وشي ولي غفلت شويدي ؟
اوچيرته وه ؟
اوڅه اجراات يې کړي ؟
ديوه ازاد هيواد په هيله