سياست او روانې چارې
زبیر محسود: بې پیلوته الوتکې یا ابابیلې
میرویس
23.10.2013
اسلام علیکم
زبیر محسود چې ددوکتورا په تحصیل بحت دئ، کور یې په جنوبي وزیرستان کې دئ وایي، چې د وزیرستان خلک بی پیلوټه الوتکو ته ابابیلې وايي
دا لاندې رپوټ ډیوې رادیو خپور کړیدئ:
===
ډيوه رېډېو ته پروفېسر زبېر محسود ویلي په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پټو شوو ترهگرو په ضد یوازينۍ کامیابه ستراتيجي د ډرون حملې دي. هغه واېې په ځایی خلکو کې ډرون ته ابابيل ویلي کېږي. د نوموړي اشاره د مسلمانانو کتاب قران پاک کې سوره فيل ته وه. په سوره فيل کې الله پاک د اسلام نه وړاندې د هغه وخت د ېو ظالم واکمن کیسه کوي. په کيسه کې ظالم واکمن ابراها په هاتیانو سور په کعبه شریف حمله کول غواړي. خو سوره واېې د هغه په ضد ابابيل (توتکرکي) مرغیو د خاورو تودی ټوټې ورولې وی او د ابراها و ټول پوځ ته ېې ماتې ورکړه.
پروفېسر اوویل که چري د ابابيل الوتنې وتړل شوې نو ددی مطلب به دا وي چې قبایل به لاس تړلي و ترهگرو ته وسپارل شي.
د انگریزۍ وتلې مجلې دي اکانومسټ د ١٩م اکتوبر په رپورټ کې ليکلي د قبایلي سيمو خلکو ورته وېلي د پاکستاني پوځ د توپو د ډزو نه د ډرون بريدونه غوره گڼي. رپورټ واېې قبایلو ورته په کلکه وېلي د ډرون حملې اکثره اولسي خلک نه وژني. دا هغه نظر دی چې د پاکستان په ميډيا کې نه ليدل کېږي.
په پاکستان کې د څېړنې یوه اداره ایس ار ایس ایس واېې روان کال ېواځې د ستمبر په مېاشت کې د ترهگرۍ له امله نزدې ٥٠٠ کسان وژل شوي. د پاکستان د حکومت دعوا ده چې په تېرو لسو کالو کې ترهگرو نزدې ٥٠٠٠٠ زره پاکستانېان په بمونو او ځانمرگي بريدونو کې الوزولي دي. اکثره وژل شوي د قبایلي سيمو او خېبر پښتونخوا اوسیدونکي دي. امريکه او د هغې اېتلافیان باور کوي چې مشکوک ترهگر د پاکستان په قباېلي سيمو او په تیره په وزيرستان کې اوسېږي. او د هغه ځایه پاکستان ، افغانستان او نوره نړۍ کې د ترهگرۍ منصوبې جوړوي.
طیب زابلی *
25.10.2013
د تیرې دوشنبې په ورځ د بښنې نړیوال سازمان په قبائلي سیموباندي د امریکې د بي پلوټه الوتکو په بریدونو ټینګه نیوکه وکړه .
ياد سازمان په خپل کلني رپوټ کې چې (را تلونکی نوبت به زماوي؟ ) تر عنوان لاندې خپورکړی لیکلي چې د بي پلوټه الوتکو په دغو بریدونوکې داسې بیګناه ولسي کسان وژل شوي چې کیدای شي د امریکایانو لخوا دهغوئ وژنه له جنګي جرمونو سره مساوي عمل وبلل شي .
نوموړي سازمان په داسې حال کې چې د دغو بریدونو د عاجل توقف غوښتنه یې کړې دا لیکلي چې باید هغه امریکايي پوځي چارواکي چې د دغو غیر قانوني بریدونو امر یې صادرکړی د بیګناه خلګو د وژلو په تور د قانوني اجرا آتو لپاره په علني ډول محاکمه شي .
د بښنې سازمان په خپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې د امریکايي بي پلوټه الوتکو په بریدونوکې د محرموالي پروګرام په لوي لاس واشنګټن ته د دې اجاز ورکوی چې هغوئ له نړیوالو مقرراتو څخه په سرغړاوي سره بغیر له قانوني محکمو بیګناه خلګ ووژني .
په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۲ کال له جنوري څخه بیا د۲۰۱۳ کال تر اګست پوري د امریکايي بي پلوټه الوتکو لخوا د ترسره شویو ۴۵ بریدونو احصایه اخیستل شوې چې د هغو زیاتره قربانیان عام ولسي خلګ دي.
په یاد رپوټ کې د امریکايي بي پلوټه حملو په قربانیانو کې د هغې ۶۸ کلنې ښځې یادونه هم شوې کومه چې له خپلو کمکیو لمسیانو سره یوځای دخپل کور په باغچه کې د وا ښو راټولو په مهال دامریکایانو لخوا په هيلفاير(AGM-114 Hellfire) توغندي په نښه او ووژل شوه.
همداراز دبښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې دتیر کال د جولای د میاشتې هغه خونړۍ پیښه هم کښل شوې په کومې کې چې د یوه ۱۴ کلن ماشوم په شمول ۱۸ کلیوال کارګران د ډوډوئ خوړلو په مهال د ډرون حملې په ترڅ کې وژل شوي ول .
كه څه هم چې امریکایان وايي هغوئ دغه بریدونه د وسله والو په ضد ترسره کوي خو دبښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې نوموړو بریدونوته دژغورونکو په ضد بریدونه (Rescuers attacks ) نوم ورکړل شوی ؛ ځکه چې په هغوئ کې زیاتره هغه کسان وژل کیږي کوم چې له برید وروسته دژوبل شویو کسانو دژغورنې لپاره د هغوئ مرستې ته وردانګي خو هلته تر رسیدو وروسته دوئ هم د ډرون هدف ګرځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي .
د بشري حقونو د دفاع کمیټې او دبښنې نړیوال سازمان د ترسره کړل شویو احصائیو له مخې د افغانستان په دننه او له هغه سره په سرحدي سیموکې په ۱۸۰۰ بریدونوکې خواشا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره يې بیوزله کلیوال ،ښځې اوماشومان دي .
امریکایانو په افغانستان باندې له یرغل راوروسته دتیرو ۱۲ کلونو په جریان کې د افغانانو خلاف جګړه کې ټول بشري قوانین تر پښو لاندې کړي ، اوس به وګورو چې داځل دعفوې نړیوال سازمان د دغه مستند رپوټ محتویات ترکومه حده جدي او په وړاندې یې څه ډول غبرګون ښیئ؟
د نن ټکی آسیا - سرمقاله