سياست او روانې چارې
په افغانستان کې فرقه یي جنګونه ممکن ندي.
اتل
23.10.2013
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې، د پاکستان هغه افراطی ګوندونه لکه د سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلې، چې په جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، غواړي چې په افغانستان کې هم پاکستان غوندې د فرقه ای جنګونو اور بل کړي، خو د افغانستان تاریخ ښيي چې سوني او شیعه فرقو تل په سوله کې ژوند کړئ، او دواړې ډلې یوه بلې ته کافي احترام لري.
دالاندې خبر تاند خپور کړیدئ:
===
ملي امنیت د کابل په یوه جومات کې پاکستاني ترهګر تر حملې مخکې ووژل
• Wednesday, 23 October 2013 0:03
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د افغانستان د ملي امنیت د ریاست چارواکي وايي چې د سې شنبې په سهار یې د کابل ښار په یوه جومات کې دوه پاکستانیان په داسي حال کې ووژل چې غوښتل یې پر شیعه لمونځ کوونکو ډزې وکړي.
د ملي امنیت د ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: «شاوخوا د سهار پنخه بجې وې چې د افغان پولیسو په یونیفورم کې دوو پاکستاني ترهګرو، چې کلاشینکوفونه او تمانچې ورسره وې، هڅه وکړه چې د کابل په لوېدیځ کې پر لمونځ کوونکیو برید وکړي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«له نېکه مرغه دواړه ترهګر د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو په ډزو ووژل شول.»
ملي امنیت وايي چې د دواړو خواوو د ډزو په تبادله کې درې افغان لمونځ کوونکي د پاکستاني ترهګرو په ډزو ژوبل شول او ژر روغتون ته ورسول شول.
د سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلې، چې په جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، له کلونو راهیسي په پاکستان کې پر شیعه مسلمانانو حملې کوي او په وروستیو کې دغو دوو ډلو هڅه کړې چې له پاکستانه مذهبي جګړه افغانستان ته صادره کړي.