ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
"پاکستان دې شکیل اپريدی له بنده خوشې کړي"
اتل
23.10.2013
ګرانو وطنوالو سلامونه او احترامونه دې پرتاسې وي.
د ډاکتر شکیل افریدي مسئله یو ورا بیا مطبوعاتو ته راووتله.
متل دئ چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي.
په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم پرخلاف دروانې جګړې تاو هرافغان او پاکستاني، خو په تیره بیا هر پښتانه ته رسیدلئ دئ. دغه تاواني شوې پرګنې ټولې د ډاکتر شکیل افریدي په کارنامه آفرین وایي، خو هغه یو څو محدود افراطیان چې د تروریزم ناخوالو او د القاعدې او د هغوی د بړیڅو پروپاګندو یې قضاوت مغشوش کړیدي، د ډاکتر افریدي په اړه منفي نظر لري. د تاریخ قضاوت به دوي هم ددې حقیقت منلو ته مجور کړي.
دا لاندې مضمون بي بي سي خپور کړیدئ:
====
"پاکستان دې شکیل اپريدی له بنده خوشې کړي"
د خپريدو وخت: 09:24 گرینویچ - چارشنبه 23 اکتوبر 2013 - 01 لړم 1392
شکیل اپريدی د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۳مه په ۳۳ کال بند محکوم شو
د امريکا د ملي شورا د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر ايډ رويس د پاکستان له لومړي وزير نواز شریف سره د ليدنې پر مهال له هغه غوښتي، چې ډاکټر شکيل اپريدی خوشې کړي.
شکیل اپريدی د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې په ايبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له وژل کېدو ۲۰ ورځې وروسته په پېښور کې ونيول شو.
ورته مطالب
• پښتونخوا وايي شکيل اپریدی دې بل ځای بندي شي
• 'ډاکټر شکیل اپریدی په ناحقه بندي شوی'
• د شکيل اپريدي په بندي کولو د پاکستان مرستې کمې شوې
د امريکا د ملي شورا د بهرنيو اړيکو کمېټې د مشر ايډ رويس دفتر وايي د بهرنيو اړيکو کمېټې ۱۵ غړو په زغرده د پاکستان له لومړي وزير سره په ټولو مسايلو خبرې وکړې.
د ده له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د پاکستان لومړي وزير ته وویل شول، چې باوري کړي پاکستان د ترهګرۍ، د اتومي وسلو د خپرېدو او په سيمه کې د تندرلارۍ پر خلاف جګړه کې د امريکا اغیزمن ملګری جوړ شي".
pattang
23.10.2013
شکيل اپريدی / افرېدی اجنټ دی او پاکستان يې خرڅ که زه وی
اعدا م کړۍ به مې وی ! او ستا باداره Usa هم دا کار کوي هغو
دو نفرو اسانج او د nsa تخنيکر ته ګوره چې څه حال يې پرې
جوړ کړی دی !
ځان خبروه بيا غږېږه !! اوبې ډوله مه ګډېګه!