ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
اربکیانو(سیمه یزو پولیسو) په خوګیاڼو کې د وزیرو لېسه لوټ کړې
طیب زابلی *
22.10.2013
اربکیانو (سیمه ایزو پولیسو) د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو لېسه لوټ کړی او هر څه يې ترې وړي دي. له سیمې څخه زموږ همکار ساجد مومند سهار انلاین ته وویل چې بیګاه شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په لېسه باندې اربکیان ورننوتلي ول ، کتابتون یې شکولی ؤ ، او هر څه یې ورڅخه لوټ کړي، ترپالونه او چوکۍ یې ځینې خراب کړي او ځینې يې د ځان سره وړي دي. بیا د ټولې ولسوالۍ د ښوونځیو مدیران ولسوال ته په شکایت ورغلل ، خو د مدیرانو په وینا چې لمړی یې موږ سخت تلاشي کړو ، کله چې ولسوال ته ورننوتلو نو سپکي سپورې یې راته وکړې او بېرته یې نا امیده را وشړلو. له اربکیانو عام وګړي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سر ټکوي تر دې له مخه د کندز ، غزني او بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکو د اربکیانو د سخت چلند څخه شکایتونه وکړل ، لکه د غزني د قره باغ اوسیدونکي چې د اختري د پوستکو او د عشر ټولو څخه یې شکایتونه له رسنیو څخه خپاره شوې ول