نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سپيني ماڼۍ د زيارت بلنه
ILHAM YASINI
23.01.2005
سپيني ماڼۍ د زيارت بلنه
وروسته د 50 ورځو د فلسطين د راحل شوي مشر ياسر عرفات د مرګ څخه د فلسطين د ديمقراطۍ انتخابات په 9 د جنوري سرته ورسيد د انتخاباتو په لوبه ګټلو کي د فلسطين د فتح ډلي غړي محمود عباس ابو مازن د 62,3% رايو په وړلو د 6 منافسينو په وړاندې بريالي شو د شپږو منافسينو لوي منافس د حماس د ډلي مشر مصطفی برغوثي 19% رايه تر لاسه کړې .
ابومازن په لمړۍ رسمې وينا کي خپل بريالتوب د فلسطين پخوانې مشر ياسر عرفات دفلسطينې شهيدانو او د اسرئلو په زندانونو 11 زره فلسطيني بنديانو اهدأ کړ په خبرو کي د اسرايئلو سره سلام (د جنګ د بنديدو ) څرګندونه کوله په دي انتخاباتو کې بعضي فلسطينيانو برخه نه ؤ اخستې د نه ګډون کولو سبب يي لمړۍ د اسرايئلو د احتلال څخه خلاصيدلاو بيا انتخابات کول ؤ په بله معنی هغوې ويل چه ترڅو د غلامۍ په زنځيرونو تړلې يوو په انتخاباتو کي به شرکت ونه کړو .....
محمود عباس ابو مازن ته د نړۍ د هرې لورې د مبارکۍ پيغامونه رارسيدلې ؤ په دي کې د امريکا د ولس مشر w بوش د مبارکۍ پيغام او سپينې ماڼۍ زيارت ته د غوښتلو بلنهورکړې ؤ .
لهام الحق ياسنید
قاهره