د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اميرالمؤمنین او انتخابات

میرویس
21.10.2013

ډیرو ویاړلو پښتنو، السلام علیکم.
آیا څوک کولای شي، چې طالبانو د امیرالمؤمنین په مقابل کې ا نتخابات وغواړي او یا کوم کانديد، پدې لاره کې مبارزې ته زړه ښه کړي؟
ملا صاحب محمد عمر آخند د همدې دپاره ځان ته د امرالمؤمنین لقب ورکړئ چې څوک یې بیا چلنج نکړي.
امیرالمؤمنین باید پدې لاندې شرائطودې مقام ته ورسیږي. تاسې ددغو نه کوم شرطونه د ملا محمد عمر آخند په ځان کې وینئ:
۱. باید نارینه وی
۲. باید بالغ وي
۳. عقل یې سالم وي
۴. په بدن کامل روغ وي
۵. ښه شهرت ولري
۶. اعمال یې د اسلامي ارشاداتو مطابق وي
۷. دخلکو په وړاندې حاضر وي
۸. د خپلې ارادې خاوند وي
۹. ټکړه ديني عالم وي
۱۰. خلک یې انتخاب کړي
چون ولس ملا محمد عمر امیرالمؤمنین ندې ټاکلئ، او ملا محمد عمر آخند ددې مقام د شرطونو د پوره کولو جوګه ندئ، نو له همدې وجهې د طالبانو په قاموس کې د انتخاباتو تکئ وجود نلري، او همدا علت دې چې دوی انتخابات نه غواړي، هر چیرې د انتخابتو حوزې ګواښي او په کاندیدانو یې حملې کوي.

دوی په همدې د ولس د ارادې د تمثیلولو او د ولس د نمایندګۍ کولو مخه نیسي، خو پدې نه پوهیږي، چې پر خپلو دغه ډول اعمالو د ولس غوسه را پاروي لکه دغزني د اندړو په ولسوالۍ کې. دالاندې خبر مشال رادیو خپور کړيدئ:
=====
غزني کې د کلي خلکو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده
سید شاه سقیم
20.10.2013
غزني - افغان چارواکي وايي، نښته تېر ماښام د غزني د اندړو ولسوالۍ په خانې بابا کلي کې د وسله والو او کليوالو تر منځ شوې ده، چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه تنه عام وګړي ژوبل دي.

چارواکي وايي، طالب وسله والو د غزني ولايتي شورا ته يو کانديد کس له کور څخه تښتاوه، خو کليوالو يې ننګه کړې او له وسله وال سره يې نښته شوې ده.

ولايتي شورا ته کانديد دغه کس عبدالولي نومېږي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، کليوالو له وسله والو څخه دوه موټر سايکلونه، يو ټوپک او يو وسله وال هم ژوندی نيولی دی.

((طالبان راغلل او غوښتل يې چې يو نفر يوسي، خو په دې وخت کې کليوال راغلي او له طالبانو سره يې جنګ کړی دی. د جنګ په پايله کې درې تنه طالبان وژل شوي، يو ټوپک، يو وسله وال او دوه موټر سايکلونه ورڅخه نيول شوي دي. په دغه جنګ کې دوه تنه کليوال هم ژوبل دي.))

په نښته کې دواړه ټپي شوي کليوال روغتون ته رسول شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

شپږ ورځې وړاندې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات شوي وو، چې چارواکيو پکې د څلورو تنو سرګروپانو د وژلو ادعا کوله، خو طالبانو يې ادعا بې اساسه بلله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more