سياست او روانې چارې
ګوډاګي او له باداره سره جنګ ؟
tandar
20.10.2013
ګوډاګي او له باداره سره جنګ ؟
يوه نۍ د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې ٢٨
د امریکایانو لخوا لطیف الله محسود نیول، انګېزې او پایلې يې
الحاج قاضی محمد حسن حقیا
امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د تلې په ۱۹مه، خبر ورکړچې ځانګړو امریکایي ځواکونود پاکستانیو طالبانو لوی قوماندان اودپاکستان په کچه ددې تحریک مرستیال لطیف الله محسود نیولی او له ځانه سره یې بیولی دی.
په راپور کې راغلي دي چې افغان دولت داستخباراتي چینلونو په مرسته له ډیرو هڅو وروسته لطیف الله محسود دې ته چمتو کړی و، چې کابل ته راشي او له دوی سره د سولې لپاره خبرې وکړي.
سرچینه وایي، چې دافغان حکومت ملي ځواکونو محسود له لوګرڅخه دشپې درې بجې کابل ته له لوړپوړو چارواکیو سره د خبرو په موخه را روان کړی و، چې په لاره یې پر کاروان امریکایي ځواکونوعملیات ترسره کړل او محسود یې په وچ زور له دوی ونیوه او تر نیولو وروسته يې باګرام ته ولیږدوه.
خبر دا هم وايي چې افغان حکومت د امریکايي ځواکونو پر دې عملیاتو نیوکه او احتجاج کړی دی.
دولسمشر ویاند ایمل فیضي رسنیو ته وویل چې ددې موضوع په اړه يې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره چې کابل ته راغلی و په لوړه کچه خبرې کړي دي .
خو داسې ښکاري چې دې خبروکومه ګټه نه ده کړې.
له افغان حکومت څخه دامریکايي ځواکونو په واسطه د لطیف الله محسود نیول او بیا هغه دبګرام دامریکایی زندان دتورو تمبو شاته غورځول څوټکو ته دانسان پام وراړوي :
لومړی: دې کاردطالبانو هغه داعیه اودعوه رښتونې ثابته کړه چې وايي افغان حکومت په افغانستان کې بېواکه او اصلي واک دلته له بهرنیوځواکونوسره دی.
هغوی تل ویلي چې افغان حکومت له دوی سره دخبرواترو وړاندیز کوي خو بیا دا واک نلري چې دافغانستان پرلویو مسایلو بحث وکړي .هغوی څوځله داخبره هم کړې ده چې افغان دولت داتضمین نشی ورکولی چې دلته دې دخبرواو مذاکراتو لپاره راغلي طالبان وساتي او امریکایان دې يې ترې بونه ځي.
دبیت الله محسود نیولو اود بګرام امریکايي زندان ته دهغه رسولوچې دحکومت په وینا او تایید ددوی په بلنه افغانستان ته دخبرو اترو لپاره راغوښتل شوی و دا داعیه سمه ثابته کړه اودطالبانو پرموقف يې دتایید مهر ولګاوه.
دوهم: دې کار داثابته کړه چې اصلی واکمنان دلته لا هم امریکایان دي، واک او اختیار له دوی سره دی او افغان حکومت لا هم بېواکه دی . دلته نه دافغانانو ملی حاکمیت ته درناوی شته ، نه دحکومت داستقلال او خپلواکۍ دعوه سمه ده ،اوس هم زموږ ځمکه او هوا دنورو په لاس کې ده ،امریکایان ځان ټولواکه بولي او ټولواکه دي ،هغوی ځان مجبور نه بولي چې په کارونواوتصامیمو کې له افغان دولت سره مشوره وکړي.
دریم:دامریکایانو دې نیونې جوته کړه چې دامنیت دانتقال پروسه هسې ټوکې دي اواوس هم امریکایان دلته هرکاره دي او هرکار کولی شي داچې دولت وايي اوس د درې نوی سلنې عملیاتو واک او قومانده ددوی په لاس کې ده هسې ځان او ولس تېروېستل دي.
په دې وروستیو کې په ننګرهار،میدان وردګو او … کې دامریکایانو په لاس دبې ګناه انسانانو ډله ییزه وژنه يې ثبوت دی.
څلورم:د حکومت دادعوه چې امریکایانو دبګرام زندان دوی ته سپارلی دی او نور بهرنیان په افغانستان کې زندان نلري دروغجنه وختله، بګرام ته دبیت الله محسود انتقال او هلته بندي کولو ثابته کړه چې بهرنیان او په ځانګړې توګه امریکایان اوس هم دلته پټ خوپرېده آن ښکاره زندانونه لري .
پنځم :امریکایان خبرو اوسولې ته ژمن ندي دلته جګړې دهغوی اړتیا ده ، هغوی که سوله هم غواړي په خپل کنترول کې يې غواړي. که له چاسره اړیکې او تفاهم هم غواړي نو استراتیژي يې داده چې داهرڅه باید ددوی په حضورکې او ددوی په خوښه ترسره شي اوداسې سوله نه غواړي چې دسیمې لپاره ددوی اوږده استراتیژي او دلته ددوی ګټې اودوامدار شتون په پام کې ونه نیول شي.
شپږم: امریکایان نه غواړي چې افغان دولت دې له مخالفینو سره مخامخ خبرې وکړي د لطیف الله محسود نیول په حقیقت کې دهمدې لپاره و چې امریکایانو هم دافغان حکومت اوهم له دې دولت سره مذاکرې ته د زړه ښه کوونکیو طالبانو غوږونه تاو کړل چې پام له موږ پرته دسولې نوم هم وانخلئ که نه ځای به مو امریکايي زندان وي.
اوم: داهم له امکانه وتلې خبر نده چې لطیف الله محسود دلته له دې پرته چې دپاکستان استخبارات په جریان کې واچوي پخپل سر راغلی وي او پاکستان دلته امریکایان خبر کړي او هغه يې پرې نیولی وي اوهماغه دعبدالحق دنیولو او وژلو تاریخ يٍې یوځل بیا تکرار کړی وي خو په دې توپير چې په هغه وخت کې يې هم له طالبانو سره دهغوی ددښمن په نیولو کې مرسته وکړه او هم يې عبدالحق چې دپاکستان په اند خپلسري کارونه يې کول له مخې لرې کړ خوداځل يې دپاکستان په اند یوبل خپلسری او دپاکستان دښمن(لطیف الله محسود) پرامریکایانو ونیوه.
اتم:دې کار دافغان دولت اعتباراوحیثیت له صفر سره برابر کړ، دخپلواکۍ ،ازادۍ اوملی حاکمیت دعوې يې اوس ټوکې ښکاري او طالبان او نور وسلوال يې ډاډه کړل چې له دوی سره دخبرو لپاره زړه ښه نکړي، دلته رانشي ځکه دوی يې ساتلی نشي . داچې دوی دلته طالب دخبرو لپاره راغوښتلی نشي نو دبهرنیانو دبرخلیک ، ددوی دشتون، له امریکایانو سره دبندي طالبانو ،تورلست اودطالبانو پرسر دايښودل شویو انعامونو په اړه به څنګه تصمیم ونیسي.
نهم: که داکار دپاکستان په لمسه شوی نه وي نوافغان دولت وايي چې افغانستان ته لطیف الله محسود په راتللو درې تنه خبر وو چې یو يې وژل شوی والی ارسلا جمال ، بل يې دلوګرداستخباراتو رييس اوبل يې دلوګر دامنیت رییس وو داچې دوی په دې درې کسیزه ډله کې هم راز نه شي ساتلی او امریکایان يې آن دشپې له درې بجو انتقال څخه خبرېږي په دې معناده چې دلته هم دامریکا جاسوسان اوهم دسولې دښمنان دحکومت په تشکیل کې ښه ډېر دي او ښه ژور لاس لري. او که دپاکستان په لاسوهنه شوی وي نوبیا هم افغان دولت ځکه ناکام دی چې استخباراتي تنظیم او سازماندهي نلري اوکارونه يې رسواکېږي
لسم:دې کار طالبانو ته هم دا درس ورکړ چې له دولت سره پټ او انفرادي تماسونه ددوی په تاوان دي؟او هرپسه چې له رمې بېلېږي نودلیوه خولې ته ورځي.
[color=red:f2d30850c2]یوولسم: دطالبانوپرمهال اسلامی امارت چې په سرکې يې یو کندهاری(ملامحمدعمرمجاهد) ودیوه عرب،نابللی مېلمه چې له ډېر لرې ځای څخه راغلي وپرسر له حکومت څخه تېرشوخو دهغه دښمن (امریکا)ته يې ورنکړ اوس به ووینو چې دابل کندهاری (حامدکرزی) دخپل رابللي، پښتانه،ورور،په ګاونډ کې پروت مېلمه پرسر چې دښمن يې(امریکا) په زورترې بیولی کوم غبرګون ښيي؟.زما خوباوردادی چې دده په رګونوکې هم کندهارۍ وینه ده ،پښتون دی، دیوې مجاهدې کورنۍ غړی دی اواوس يې دواکمنۍ موده هم ایله څومیاشتې پاتې ده ،دی به هم لطیف الله محسود له امریکايي زندان څخه راخلاصوي اویا به دده پرسرله امریکایانو سره ترهغې جنګېږي چې یاامریکایان تباه کړي اویادی شهیدشي.[/color:f2d30850c2]
پای
pattang
20.10.2013
زه ډېر معذرت غواړم خو ځينې وخت دخلکو افکارو ته حيران پاته
شم حقيار صيب خو ګل سړی دی کور يې ودان !
زه به یې در لنډه کړم په وطني او کلليوالي ژبه !
يو بجه بيريش له خپل کاته (هغه څوک چې هللک ساتي ) څخه نه
خپل حق غوښتلی شي اونه له بل چا سره تلی شي او دخپل کاته په
غيږ کې به خمار پروت وي.
له کرزي نه نيولې تر ملي اردو او چپړاسي پورې یې ټولې پيسې
cla ورکوي نو کرزی به څرنګه دغه بندي ترې خلاص کړي دا
امکان نلري هو که کوم امريکایې جنرال ته څو غوړې کا بلۍ
ورولېږي نو امکان به ولري !
نالت پر دې فاسده اردو چې امريکايان په خپل ملک کې ناموس او
بندي ترې بيایې بايد ځانونه یې پرې قرباني کړي وی او بندي یې
نه وی ترې بوولی !
larghonay laraway
21.10.2013
کرزی، د ده حکومت، ملاعمر او د هغه ډلګۍ ټول د امريکا محصول دی او د امريکا د ګټو لپاره کار کوي.
د مسيد راوستل او نيونه هم د امريکايي ډرامې يوه برخه ده.
وبه يې ګورئ چې بله ورځ سرې سترګې وګرځي.
طیب زابلی *
21.10.2013
تندر صیب الله (ج) دی اباد لره
خوندوره په زړه پوری او د حقائقو سرګندونکی لیکنه ده
ددې لیکنی په لوستلو سره به ډیر هغه خلک چی نه پوهیدل پوه به شی
اوډیرهغه خلک چی په حقیقت به پوهیدل خواوبه بې تربوسولاندی تیرولی
ژبه به راوباسی او وه به وایی چی داخو هرڅه رسوا شول،
طالب که به ویل چی موږ له افغان حکومت سره سوله اوخبری نه کوو ځکه چی
هغه بېواکه دی نو دوئ به ناری وهلی چی دا وګوره له افغانانو سره خبری اوسوله
نه کوی له خارجیانوسره یی کوی دادخارج خلک دی،
دکرزی دا بېواکی او بې باوری داسی نه ده چی طالبانو ته اوس معلومه سوه
بلکی طالبانو ته له هغه وخته دامعلومه وه چی کله طالبانو کندهار لا نه وو
پری ایښی کرزی دا اعلان وکړ چی طالبان وروڼه دی په خپلو کورونو کی کښینی
دوئ ته به هیڅ ضرر نه رسیږی دمشرانو لپاره به یو موټر ،او دری میله سلاح دحفاظت لپاره ورکول کیږی،
مګرکله چی دطالبانو حکومت سقوط وکړ دطالبانو مشران ترخپله وسه خوندی ځایونو ته لاړل اوعادی طالبان زیاتره پرکور کښېنستل ،
لیکن خودلته دکرزی هغه پخوانۍ خبری نه وی ، طالبان یی له یوه لبه ګیرول کوم کسان که به امریکی ته مطلوب وو، هغه یی امریکی ته دیوڅوډالرو یا امتیازاتو په بدل کی ورکول هغو به ګونتنامو یا بګرام ته رسول،اوامریکایانو به په خپله هم طالبان یا دطالبانو په نامه عام وګڼی ګیرول اوپه خپلو وحشی زندانونو کی به یی په خپله خوښه ساتل، اوکوم کسان چی به امریکی ته مطلوب نه وو، هغه یی په زندانونو کی اچول،حتی چی ډیر عادی خلک یی هم په دې تور ګیرول چی تاسی له طالبانو سره اړیکی درلودی سلاح مو پټه کړی ده یا موطالبان ساتلی دی،
ترڅو چی طالبان او په اولس کی دهغوئ خواخوږی بیرته پردې مجبورشول چی داشغال او دهغه دزیږنده اداری په مقابل کی قیام وکړی چی داده اوس هم روان ده،
اوس چی حکومت دطالبانو له بریدونو ترپوزی راغی او دزوال په حالت کی ده نو دسولی ناری یی پیل کړی،
په داسی حال کی به طالبان له حکومت سره څنګه سوله وکړی؟
په کومه خبره اوکوم واک واختیار به یی باور وکړی؟
حاصل دا چی طالبان نه له حکومت سره سوله کولی شی،
اونه حکومت ددې جوګه ده،
اونه طالبان ددوئ په خبره او واک واختیار باورلری،
ترڅو چی یوخارجی هم په افغانستان کی وی طالبان به جنګیږی
طالبان دخپل دین ،ناموس او وطن په مقابل کی هیڅ امتیاز نه منی،
پتوال
26.10.2013
...............................وه، ده او وي به..................
دجهاد تنظیمونکې ISI ده........................ وه، ده او وي به
هم لار ښود ، اکمالونکې ISI ده.................. وه ده او وي به
په کابل باندې واکمنه CIA ده
ټول دولت یې بندګان دا لکه «خدای» ده
هم کابل اسلام اباد په سجده پروت دی
د UN پورې د ټولو یوه رای ده
یو طالب افغان د هیچا بنده نه ده
که بنده ده نو بنده د یوه خدای ده!
خو بیا ځینو مرداریو ته چې يې ګورو
طالب هم حلقه به ګوش د ISI ده
خو بیا هم په نسبي ډول خو آزاد دی
تو لعنت شه په کابل چې د بل سپی ده
tandar
27.10.2013
په شلم قرن کي جدا نن مووژني دا هم هغه لنډغر دې
........................ په ٢ نومونو يوه نطفه ده لرکي cia,isi درته په بر دي
ورکيږي تباه کيږي اي پښتونه تراټکه ستاوطن دي
.........................ولوله تاريخ نيکودي ځغلولي ودشمن هم تر خيبر دي
دپښتنو ديوالي په هيله
نطفه= دشمن