د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

علامه رشاد ته ډالۍ


مجيب انګار
23.01.2005

مــــاخـــو ځکــه ســتا کــوڅې تــه ژړا راوړه
چــې مــو کلــي تــه چــا غــم او ګـــناه راوړه

دادب پر اســــمان نـــه ځـــلېــــــدل ستوري
ســـپوږمۍ هم دوريځـــو غېږته پناه راوړه

درښـــتين او حــبيبي الـــفت ورکــــــــــــېږي
تـــه مـــو چـــم تـــه ربـــه بـــل بيــــــــنوا راوړه

کـــه رشــاد مې په ټول عـــمر ژوندی کېږي
عـــزرائيلـــــه په مــــاهـــم مـــيلمستيا راوړه

دخـــــــــــــــټک توره مې لاس کې ده تنهايم
پــــــــــــــــــښتنې ابۍ يو بل احمدشاه راوړه

نـن زمونــــــــــــــــــــــــــږه دفرهنګ قماربازانو
دې ادب تـــــــــــــه بـــــــــــــــې ادبه دنيا راوړه

بـــې فـرهنــــــګو خو وژلمه کاتــــــــــــــــــــــــــــــبه
مولا خلاص کړمـه په خوله کې مې ساه راوړه
( وينا وال : کاتب شاه کاتب ، جلال اباد )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more