سياست او روانې چارې
يوازې ارګ پاتې ؤ هغه يې هم غصب کړ!
larghonay laraway
18.10.2013
يوازې ارګ پاتې ؤ هغه يې هم غصب کړ!
ويل کېږي چې کرزی ځانته په ارګ کې د ننه يوه زړه ودانۍ په نوي او ماډرن شکل جوړوي چې له ولسمشرۍ تر رټل کيدو وروسته به هلته اوسي. نو ايا د حيرانۍ خبره نه ده.
ځکه د کرزي په دوره کې دومره ځمکې غصب شوې چې د نړۍ په تاريخ کې به په هيڅ هيواد کې نه وي غصب شوې نو يوازې ارګ پاتې ؤ هغه هم غصب شو ايا په افغانستان کې د مدني ټولنې کوم بنسټ منسټ شته چې سوله ايزه مظاهره وکړي؟
ايا د ټلويزيونونو (کارپوهان) ؟ خبر نه دي؟
ايا سياسي ګوندونه او څېرې شته که هغوی هم غواړي په راتلونکې کې دا کار وکړي؟
tandar
18.10.2013
لاروي صيب سلامونه .
ارګ کي ورته زندان جوړيږي اوراتلونکي ولسمشر به دهمدغه کرزي غوندي cia ته کارکوي داخودملت کور نه دي دانن داشغالګرو اډه ده وبس
خيرتاسوووايې چه کرزي چيرته لاړشي؟
دده دامن ځاي په ټوله خاوره کي ويني ؟
دانور جنګسالاران کورونه چرته دي وڅه رقم اوپه چاځان ساتي ؟
په څو کيلومتري کي انسان اوحيوان دګردش اجازه نه لري څوپوستي ځاي پرځاي دي ؟
نوکرزي اونور وطن فروشان اودملت قاتلان له ملته زيات سرګردانه دي له دماغو يې دملت دوينو بوي ځي له دوي څخه طرف ورک دي نوځکه دامنيتي تړون عذرونه اشغالګروته کوي
اوس جرګه جوړوي په جرګه کي به هم ددوي نفر دغټو چپنو اوپګړيو سره ناست دملت دنماينده ګانو نوم به پري کيږدي
چه ټول افغانستان اشغال وي نو ارګ خو اتومات اشغال کيږي ارګ خو په پلستين کي پروت نه دي
چه اشغالګر درته په بګرام کي اونور زند انونه جوړوي په ارګ کي دکرزي لپاره يوکور نه شي جوړولي کرزي اشغالګر ته کم خدمت وکړو ديوه مسئون کورحق پري نه لري ؟
ديوه ازاد هيواد په هيله