د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

القاعده او افراطیت = قتل او تباهي

میرویس
15.10.2013

اسلام علیکم، د فورم شریکباڼو.
اسلام دافراط او تفریط دین ندې، بلکه اسلام د میانه روۍ دین دئ. د اسلام په دین کې افراطیت ناروا دئ. لکه چې وايي: [هر چیز که از حد بګذرد، رسوا شود].

القاعدې چې تل یې د تشدد او افراطیت نه کار اخیستئ، هر چیرې یې چې پښه رسیدلې ده، هلته قتل، تباهي، معیوبیتونه، بې کوري د ولسونو مهارجرت، د دیني اماکنو تخریب،د قرآنکریم او نورودیني کتوبو سیزل، دقرآني احکامو او سنتو نقض او بدعت یې د ځان سره ولسونو ته په ارمغان وړئ دئ.

القاعدې او افراطیت نه یوازې دا چې په کوم ملک کې یې نه حکومت نیولئ او خپل هدف ته رسیدلي دي، بلکه دخپل ځان په مقابل کې، د ولسونو او حکومتونو دلاپیاوړې کیدو سبب هم شویدي.

نن چې په لوګر کې په یوه مسجد کې چاودنه وشوه او د لوګر والې وواژه او پنځلس عبادت کومنکي يې زخمي کړل، همداسې هم د عراق په کرکوک کې د مسجد په وړاندې چاودنه وشوه، یوولس تنه یې ووژل او د شلو نه زیات یې زخمي کړل.

دواړې چاودنې د لوی اختر په ورځ په جوماتونو کې وشوې او د الله تعالا د اوامرو خلاف عمل یې سرته ورساوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more