سياست او روانې چارې
د پاکستاني طالبانو د تحریک دمرستیال لطف الله محسود نیول کیدل، جبران نه پذیر دي؟
اتل
14.10.2013
السلام علیکم
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پر پیکر باندې پرله پسې ګذارونه کیږي.
پدې تازه وختو کې یې تګړه مرستیال ولی الله د بې پیلوټه الوتکو په یوه ګذار کې ووژل شو. وړمه هفته په کراچۍ کې د ولی الله او حکی مالله محسود دډلو ترمنځ نښته وشوه.
په تعقیب یې د حکیم الله محسود ډلې د نبي حنفي په ډله، چې د حکیم الله محسود پر خلاف یې قد علم کړئ ؤ، په هنګو کې ځان مرګي حمله وکړه او دوولس تنه یې ترې ووژل.
ددې نه وروسته د ټي تي پي نطاق شاهدالله شاهد د طالبانو په لیکو کې د اتفاق او اتحاد غورې وکړې، او ویې ویل چې افغان طالبان یې تمویلوي او د سیب ځایونه ورکوي. مثال یې د سوات ملا فضل الله راوړ چې افغان طالبانو په کنړ کې ځای ورکړيدي.
خو له هغې وروسته خبرونه خپاره شول چې افغان طالبنو دکنړ د غازي آباد په ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په اډه باندې په حمله کې څلور قوماندانمان ور وژلي دي، چې ټول د صوات د علاقې وو او ملا فضل الله هم په مړو کې دئ.
پاکستاني طالبانو حمله تائید کړه، خو دا یې هم وویل چې د هغوی کوم قوماندان پدې حمله کې ندئ وژل شوي.
وروڼو دا ټولې بیلګې برخلاف د طالبانو د ادعا ګواهي ورکوي چې هم په طالبانو درزونه لویدلې او هم ورځ تر بلې کمزوري کیږي او د انحطاطپه لور روان دي.
الله مو مل.