د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو مشر له امریکا سره امنیتي موافقه د نه منلو وبلله

pattang
13.10.2013

خپروونکی: تاند
http://taand.com
تاند- د طالبانو مشر ملا محمد عمر نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه رد کړه، ویې ویل چې دا موافقه د افغانانو لپاره د منلو نه ده.

د لوی اختر په مناسبت د ملا عمر دا اعلامیه یوه ورځ وروسته له دې خپره شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانسان له ولسمشر حامد کرزي سره د اوږدو خبرو په پای کې د امنیتي موافقې پر سر اکثره اختلافي ټکي حل کړل او یوازې یې د امریکايی پوځیانو د قضايي تعقیب مسله لویې جرګې ته پرېښوده.

د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د ملاعمر له قوله ویل شوي:« باید یرغلګر او ملګري یې په دې سر خلاص کړي چې د ستراتېژیک تړون لاسلیکول به د دوئ لپاره بد عواقب ولري، که دوئ هر څو په دا ډول سندونو د خود ساخته جعلي لویو جرګو د تائید مهرونه ولګوي افغانانو ته ځکه د منلو ندي چې د دې هیواد وا قعي نماینده ګان او واقعي لویې جرګې د تاریخ په اوږدو کې کله هم د خپلې غلامۍ دا ډول سندونه ندي لاس لیک کړي؛ نو څوک چې دا کار کوي هغوئ ته د دې هیواد نماینده لویه جرګه نشي ویل کیدای، ځکه یې پریکړې هم د منلو وړنه دي ، اشغالګر باید پوه شي چې د دوئ محدودې اډې هم په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په مقابل کې به یې همدا وسلوال جهاد نور هم قوي کېږي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پخواني دولتمشر صبغت الله مجددي ته د لویې جرګې د دایرولو مسوولیت سپارلی دی. څرګننده نه ده چې لویه جرګه په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د قضايي تعقیب په اړه څه پرېکړه کوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د لویې جرګې او د افغانستان د ملي شورا پرېکړه به ومني خو که امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې قضايي مصونیت ورنه کړای شي امنیتي موافقه به فسخه شي او امریکايي پوځیان به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

وسله والو طالبانو داسي هیڅ ژمنه نه ده کړې چې که د افغانستان حکومت له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه ونه کړي نو دوی به جګړه پای ته ورسوي.

د طالبانو یوه جګپوړي قومندان په وروستیو ورځو کې وویل چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د حکومت د پرزولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي او بیا به اسلامي امارت جوړ کړي.

د ډېرو کتونکو په وینا د طالبانو دا ډول خبرداري او له امنیتي موافقې سره د کرزي د حکومت له مخالفته نه هرکلی د دې سبب کېږي چې د کرزي حکومت د امریکا شرطونو ته غاړه کښېږدي څو ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ونه وځي.

د طالبانو مشر ویلي: هغه کسان چې دوه اړخیر امنیتي تړون لاسلیکوي په لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي:« د کابل ادارې او یرغلګرو نه یوازې په کور د ننه د افغانستان د تباهۍ لپاره مټې رانغښتې دي بلکې د استعماري تړونونو په لاسلیکولو سره هېواد په نړیواله او سیمه ایزه کچه منزوي کوي او د جنګ د دوام اسباب برابروي، ځکه خو باید یرغلګر او ملګري یې په دې سر خلاص کړي چې د ستراتېژیک تړون لاسلیکول به د دوئ لپاره بد عواقب ولري، که دوئ هر څو په دا ډول سندونو د خود ساخته جعلي لویو جرګو د تائید مهرونه ولګوي افغانانو ته ځکه د منلو ندي چې د دې هیواد وا قعي نماینده ګان او واقعي لویې جرګې د تاریخ په اوږدو کې کله هم د خپلې غلامۍ دا ډول سندونه ندي لاس لیک کړي؛ نو څوک چې دا کار کوي هغوئ ته د دې هیواد نماینده لویه جرګه نشي ویل کیدای، ځکه یې پریکړې هم د منلو وړنه دي ، اشغالګر باید پوه شي چې د دوئ محدودې اډې هم په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په مقابل کې به یې همدا وسلوال جهاد نور هم قوي کېږي.»

ملا عمر په خپل پیغام کې انتخابات هم رد کړي او هغه یې د ولس د غولولو لپاره ډرامه بللي دي.

ویل کېږي د ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د طالبانو پلویان هم کاندید دي خو ملاعمر ټول کاندیدان د بهرنیانو ګټو ته ژمن بللي دي:« هغه څېرې پکې فعالې دي کومې چې د اسلامي او ملي ګټو پر ځای د اشغالګرو او خپلو شخصي ګټو ته ډېر ژمن دي، حتی ځينې خو یې قدرت ته د رسیدلو په موخه د کفارو د خوشحالۍ لپاره د اسلام د مقدس دین د احکامو د تحریفولو کو ښښ هم کوي، ولس پوهيږي چې په سر نوشت یې څو پردي پال لوبي کوي، په انتخاباتو کې نه د دوئ رایې ارزښت لري او نه پکې ګډون کول فایده کوي؛ نوبناء اسلامي امارت دغه انتخابات ردوي او له ولس نه غوښتنه کوي چې ګډون پکې و نه کړي، ځکه دا هسې یوه ډرامه ده چې یرغلګر یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کوي .»

ملا عمر له نړیوالو سره د طالبانو د تماس مرجع د خپل تحریک سیاسي دفتر بللی او له دې پرته د بل دفتر پرانستل یې بې ځایه هڅه ګڼلې ده.


صبور
28.10.2013

ما از هر عملي که باعث آوردن یک فضاي صلح و امنیت که دست برادر از خون برادر کوتاه شود، پشتیباني مینمایم. با جنگ و ویرانگري هیچ کاري را نمیشود که انجام داد. در جنگ فقط قتل و تباهي و ویرانگري نهفته است، که هر فرد مسلمان باید از قتل و برادرکشي بیزار باشد.


پتوال
03.11.2013

[quote:685eb08154="صبور"]ما از هر عملي که باعث آوردن یک فضاي صلح و امنیت که دست برادر از خون برادر کوتاه شود، پشتیباني مینمایم. با جنگ و ویرانگري هیچ کاري را نمیشود که انجام داد. در جنگ فقط قتل و تباهي و ویرانگري نهفته است، که هر فرد مسلمان باید از قتل و برادرکشي بیزار باشد.[/quote:685eb08154]
چی وقت بجز از دوره حاکمیت اَمارات اسلامي در ۹۰٪ خاک افغانستان امن و امان مسلط وجود داشت ؟ هزچ وقت بعد اږ سقوط خاندان شاهي وجود نداشت ،پس اګر صلح ، امن و آمان را می پذریم باید از برقراري مجدد امارت اسلامي در کشور عزیز پشتیباني کنیم؟؟؟ چیطور؟؟؟


م . ق
03.11.2013

[quote:666af20633="پتوال"][quote:666af20633="صبور"]ما از هر عملي که باعث آوردن یک فضاي صلح و امنیت که دست برادر از خون برادر کوتاه شود، پشتیباني مینمایم. با جنگ و ویرانگري هیچ کاري را نمیشود که انجام داد. در جنگ فقط قتل و تباهي و ویرانگري نهفته است، که هر فرد مسلمان باید از قتل و برادرکشي بیزار باشد.[/quote:666af20633]
چی وقت بجز از دوره حاکمیت اَمارات اسلامي در ۹۰٪ خاک افغانستان امن و امان مسلط وجود داشت ؟ هزچ وقت بعد اږ سقوط خاندان شاهي وجود نداشت ،پس اګر صلح ، امن و آمان را می پذریم باید از برقراري مجدد امارت اسلامي در کشور عزیز پشتیباني کنیم؟؟؟ چیطور؟؟؟[/quote:666af20633]
دروند پتوال صیب :shock: دا له تاسو څخه اورم او کنه د بل چا خبره ده؟ باور مې نه شي چې دا ته یې! خو که فرض کړه دا تاسو یاست نو بیا به ددې خبرې توجیه د ولسواکۍ او خپلواکۍ په قربانولو څنګه وي؟ ځکه امارت اسلامي دغه دواړه( ولسواکي او خپلواکي) چې ستاسو د اند مرکزي هستې دي له مینځه وړي.
ایا دا یې توجیه کیداي شي چې د کرزي د فاسد رژیم بل ښه بدیل نشته؟
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more