د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی او سياسي چال - چلند يې

N. M. Karaw
05.05.2003

سياست، داسې ډګر دی، چې زيات هوښ او لاسبري ته اړتيا لري، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې يې سمه پايله نه ده ورکړې، که ورکړې يې هم ده، نورو بهرنيانو ترې ناوړه استفاده کړې، چې ښه بېلګه يې روسي يرغلګر بريد او بيا وروسته د امريکا تر مشرۍ لاندې د يوه لاسپوڅي حکومت رامنځته کول دي، چې د هېواد د يوې ولسوالۍ خلک يې د اسلام په جامه کې تر روزنې، پالنې، څارنې او ملاتړ لاندې نيولي دي. دا چې د امريکا عمومي هدف څه دی، وروسته به څرګندېږي، خو يوه موخه يې د منځنۍ اسيا تجارتي بازار، په تېره د عراق او نورو شا و خوا هېوادونو د تېلو زېرمو ته د ځان لنډول دي،په دې توګه يې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ لپاره د بن د پرېکړو پر اساس يو داسې حکومت پلی کړ، چې د مشرتابه لپاره يې حامد کرزی وټاکه، کرزي مخکې د رباني د څلورکلنې واکمنۍ په وخت کې هم له رباني سره نژدې اړيکې لرلې او مسعود ته د درناوي وړ کس و، کله چې کرزي د حکومت د چارو واګې په لاس کې واخيستې، په پيل کې يې طالبانو ته اعلان وکړ، چې: طالبان زموږ مسلمان وروڼه دي، موږ بخښلي دي.
خو وروسته چې طالبانو د تسلميۍ لپاره وړاندې کېدل د امريکا له خوا بمباري شول او دومره زيات طالبان ووژل شول، چې چا يې شمېره لا نه ده څرګنده کړې، کرزي تر تش په نامه لويې جرګې وروسته د زياتو افغانانو په تېره بيا پښتنو ملاتړ له لاسه ورکړ او دا د هغه لپاره يوه لويه ناکامي وه، چې کرزي پر خپلو پښتنو باور ونه کړ، بلکې شمالي ټلواله چې د ارګ رښتيني ساتندويان وبلل او هغوی يې تر نورو غوره وګڼل. دا په داسې حال کې چې په ولايتونو کې خلکو کوښښ کاوه د حکومت په ملاتړ خپلې هڅې پراخې کړي، کرزي مسعود د هېواد د ملي اتل په توګه اعلان کړ او په پيل کې يې تمه لرله چې پر نويو افغاني بانکنوټونو د مسعود عکس چاپ کړي، لکه څنګه چې يوه خبريال ورسره دا خبره مطرح کړې وه: تاسې لکه چې تبصرې روانې دي، غواړئ پر نويو افغانيو د مسعود عکس چاپ کړئ، دا خبره تر کومه ځايه سمه ده؟
نو کرزي ويلي وو: موږ که وغواړو، د احمدشاه بابا، ميرويس نيکه او نورو ملي اتلانو عکسونه پر افغانيو راولو، د مسعود عکس هم کولای شو چاپ کړو.
نو ښاغلی کرزی مسعود د نورو ملي اتلانو په کتار کې راولي.
دغه راز په امو نومې مجله کې هم د احمدشاه بابا پرضد يوه ليکنه راغلې وه، چې يوه فاضل استاد د هغې ليکنې يوه کاپي په خپله کرزي ته ولېږله، خو کرزي خپله نه وه لوستې، بلکې سردار شاه ولي خان ته يې ورکړه، کله چې موضوع له کرزي سره مطرح شوه، نو هغه ويلي وو:- تاسې په شمالي ټلوالې او فهيم پسې ليکئ چې د شمالي ائتلاف لنډه غر، اوس چې دوی په تاسو پسې داسې ليکنې کوي، حق يې دی.
دغه ډول د ملي اتلانو پر ټولو اتلوليو او مېړانو سترګې پټې شوي او چارواکو په کې لويه برخه لرلې ده. اوسنی حکومت د عام ولس ملاتړ له لاسه ورکوي او ليرې نه ده، چې د پرځولو لپاره يې عامه هڅه پيل شي. ځکه کرزی که په عامو مجلسونو او ناستو کې د توپکسالارانو له کبله سر ټکوي، يا کله - کله ترخې ويناوې کوي، له بله پلوه په خپله کابينه کې د شمالي ټلوالې تله درنه ساتي او دومره چې د هغوی پلوي کوي، د بل چا د مرګ او مړينې غم نه کوي.
يو وخت کرزي په خپله ويناکې شمالي ټلوالې ته ويلي وو چې: دوو طالبانو، په ډېرو لږو امکاناتو وتښتولاست او په سوړو کې يې ننه ايستئ، يا په دې نژدې وختونو کې يې ويلي چې د طالبانو ځينې مخکېني مشران شهيدان دي، چې په روا جګړه کې وژل شوي دي.
په دې توګه کرزی غواړي د خپلو نويو مخالفينو کچه راټيټه کړي او زيات ملاتړي ولري، که څه هم په کابينه کې يې ټول غړي په يوه سلا او يوه خوله نه دي، خو کرزی بيا هم له شمالي ټلوالې ډارېږي او د هغوی لپاره يې افغان ولس له زياتو کړاوونو او قربانيو سره مخ کړل، پښتني سيمې تر اوسه د بمباريو په اور کې سوځي، خو د القاعدې ټاپه ورباندې پاتې ده، د پښتني سيمو کوکنار کښل کېږي، دولت يې روا کار بولي، که په بدخشان کې له لسګونو کلونو راهيسې کوکنار د خلکو اقتصادي بنسټ جوړوي، دا کومه خبره نه ده، که په نورو سيمو کې يوه وړه پېښه هم وشي، نو کلونه- کلونه يې د لاملينو په پيداکولو پسې کوښښونه رون وي، له دې کبله عام ولس دغې کابينې ته د شک په سترګه ګوري او د پخوا په شان باور نه ورباندې لري.



05.05.2003

[color=indigo:8b61768b3b]
کړاو صاحبه ، خدای دې له کړاو څخه وساته!
د کرځې صاحب د سياسي چال ـ چلند په اړه ستاسې مفصله ليکنه ډيره ارزښتمنه ده ، البته کرځی صاحب به ډېرې ستونځې لري ، په تيره بيا د امريکا د تنګنظرو ګټو په وړاندې يې د خپل اولس او ملت لپاره بې ﻻس او بي پښو
پاتې دی . نوموړی پخپله هم په امريکا کې د تيلو د تجارتي انحصاراتو سره تړاو لري او د عراق د جکړې په هکله يې بالکل د يوه امريکايې استازي په توګه د صدام د رژيم سخته غندنه وکړه چې په هيڅ دود يې افغاني تومنه نه درلوده.،بلکې يو ځل بيايې د شوری ﻻ سپوڅی کارمل خلکو ته راياد کړ چې د شوروي نوم ته به يې سجدې کولې اود افغانستان موجوديت به يې ددغه روسي رژيم په برکت پورې تړلی باله (!) او شوروي به يې هسې ستايه او دشوري دوښمن به يې هسې غنده چې شوروي به پخپله هم ځان هغسې نشو ستايلی او نه يې امريکا دومره غندﻻی شوه .کرزي صاحب هم عراق په افغاني لهجه نه ، بلکې د امريکا لپاره ي له امريکايې لهجې څخه هم په سخته لهجه سره وغنده ، چې د منځني ختيز ورونه مسلمان هيوادونه خو څه کی څکی چې المانيان ، فرانسويان او ډيرنور اروپايان يې هم د ځان پورې وخندول ( ! ) . نوموړی ښه پوهيده چې د شمال د اتلاف او امريا په ﻻس کې به د پښتنو په وړاندې په لويو خيانتونو او جنايتونو مرتکب کيږي، سره ددې يې د امريکا په خوښه او د شمال د ټلوالې په غوښتنه د بن د پريکړوپه خلاف د پخواني با چا ظاهر خان مخه ووهله او د لومړۍ دورې ځخه يې دويمې دورې ته هم په ﻻسپوسه لويه جرګه کې ځان کانديد کړ . ظاهر خان چې د ملي وحدت سمبول ، او په ملي واکمنۍ کې د پښتنو د برحقه ونډې ساتونکی ؤ ، امريکايانو ترې د ﻻسپوڅۍ طمع نشوه کولای او په ښه تجربه او باور سره چې ملت پرې لاره ، کولی شول په سمبوليکه قوه ټول افغانان له توپير او يو اړخيز توب پرته د ثبات ، سولې، ملي ورورولۍ، ديموکراسۍ او دطن بيا ودانولوته راوغواړي او وګماري. هيواد خپل ا زاد او خپلواک دريځ بيا تر ﻻسه کولی او ساتلی شو. د ظاهرشاه سره د کرزي صاحب بيدريغه غدر او خيانت هغه بې کرکې غدر دی چې په حقيت کې د پښتنو سره کيده،وشواو کيږي .
ولسمشر صاحب د ظاهر شاه د وخت د صدراعظم نفوذ اوحيثيت نشته ،نو څومره به ښه وای چې نوموړي په لويه جرګه کې د ظاهر شاه په مشرۍ صدارت ته کانديد شوی وای او په ملي چوکاټ کې ديو متنفذ صدراعظم په توګه دغه څه کولای چې اوس يې هم بايد وکړي ، .

[/color:8b61768b3b].[/color]



طالب خان
06.05.2003

درنو وروڼو كړاو صاحب اوځواكمن صاحب!
يقينا هم دښاغلي كرزي صاحب په اړه ستاسي دواړو څرګندوني بيخي سمي او پر ځاي دي.ښاغلي كرزي له يوي خوا ديوي امريكاي نانځكي نقش ترسره كوي او له بلي خوا دخپلي څوكۍ دساتلو لپاره مارشال فهيم خان ته چاپلوسي او تملق كوي.ښاغلي كرزي دخپل دوه مخي او منافقانه چال چلند له مخي هم ملت ته ځان سپك كړ او له بله پلوه ئي دهيواد په سياسي نظامي چارو كي دخيلوقوتونو ته هم ځان خړ كړ.دساري په ډول څه موده وړاندي ئي له ښاغلي حكمتيار سره دخبرو اترو لاره ونيوه خو په عين حال كي امريكائي پوځونو په لغمان او كونړ كي دحزب اسلامي په مركزونو سختي بمباري پيل كړي.همدا اوس چي ښاغلي كرزي طالبانو ته دده په وينا له حكومت سره دخبرواترو كومه بلنه وركړيده خو ورسره جوخت امريكائي ځواكونو دهيواد په بيلابيلو سيمو كي په بي ګناه خلكو له القاعدي اوطالبانو سره دهمكارۍ په تور ځمكه سورتنور كړيده.په داسي حال كي څوك دي چي دنوموړي په خبرو باور وكاندي.وړمه شپه نوموړي اعلان وكړ چي همدا اوس دطالبانو له يوه تن مشر ملا محمد غوث سره په تماس كي دي خو غوث همدانن دازادۍ راديو سره په خپله مركه كي داخبره په كلكه ردكړه او وئي ويل نوموړي همدا اوس دامريكايانو او دهغو دګوډاګيانو په خلاف دجهادي كارونو په سنبالتيا بوخت دي په داسي حال كي چي دكندهارپخواني والي ښاغلي ملا محمد حسن رحماني لا واردمخه له رويتر سره په يوه بليفوني مركه كي ښاغلي كرزي دامريكا يانو يو مرزا او دشمالي ټلوالي نوكر بللي وو.



طالب جان
22.05.2003

[color=darkred:6ea3ebf6e5]ګرانو وروڼو كړاو صيب ځواكمن صيب اوطالب خانه نيكي هيلي مي ومني زه ستاسي د نظرونو تاييد كوم ريښتيا هم په ګران هيواد كي هر چا لاسونه اچولي دي خداي دي دغه خارجي لاسونه له خپلو بادارا نو سره غوڅ كړي او ګران هيواد دي خداي يو وار بيا ګل ګلزار را وويني آمين [/color:6ea3ebf6e5]


کرزی او د هغه چال چلند

ويښ ځلمی
28.09.2003

[img:3019a53bd1]http://www.afghanhero.com/upload/files/101146831.jpeg[/img:3019a53bd1]


کرزی او ازادي ???


طالب جان
29.09.2003

ايا چا هم تراوسه داسلامي احکامو دومره سپکاوی کړی ???

ايا اوس هم مسلمان درته ښکاري ???
ايا اوس يي هم وژل ندي پکار ?????
ايا افغانان تر اوسه چا دومره بې عزته کړي ???
ايا دطالبانو نه پس تاسي هم دغسي ازادي غواړۍ ???
ايا داپرمختګ دې ???
ايا دا ډيموکراسي ده ???
ايا افغانان داغواړي ???
ايا زمونږ د دوو ميليونو شهيدانو دقربانيو دا پايله شوه ???
ايا پدي سره مونږ خپلو کونډو رنډو او يتيمانو ته تسلي ورکوو ???


نقاد
01.10.2003

هغه څه مسلمان وي چې شراب يې شي خوراک
..................................................... لعنت دې په افغان وي که شراب يې شي خوراک

له منلي ويښ ځلمي څخه د پورتني تصوير د نشرولو ،او د محترم او منلي ورور طالب جان څخه ، چې د طرح شويو پوښتنو پوسيله يې سم او مناسب غبرګون ښودلی دی ، دزړه له کومي ډيره ډيره مننه کوم ،له دريمې پوښتنې پرته نور دا هره پوښتنه بايد په (نه ) سره جواب شي . زمونږ ديموکراسي به اسلامي ، ملي او افغاني ديموکراسي وي ، نه ليبراله ، شرابي او د فحش او فحشااو بد اخلاقۍ ديموکراسي . دا پورتنی تصوير ما په يوه ويب سايت کې په تصادفي توګه درې څلور مياشتې مخکې ليدلی و او غوښتل مې په ټول فغان کې يې نشر ته وسپارم ، ټيک هماغه وخت چې د کرزي بل عکس د خارجيانو سره د(( مخفي )) خبرو په حال کې طالب جان خپور کړی و او په يو ه بيت سره يې غندلی و ، ولې هغه وخت زما دغه هڅه ناکامه پاتې شوه او نوموړی عکس مې پيدا نکړای شو ، اوس دا تشه ويښ ځلمي ډکه کړه ، کور دې ودان وي .
يو څوک چې د پښتنو له پاره کميس ـ پرتوګ اغوندي ، د تاجکو له پاره کورتۍ ، د ازبکو ه لپاره چپن په تن کوي او د ترکمنو له پاره قره قولي په سروي ،ضرور به دامريکايي بادارانوله پاره هم شراب څښي ، دا ټول به لکه کتې يو پر بل پر ځان باروي ، خو پخپله به په زړه کي د يوه سره هم مل نه وي ، بلکي صرف د ډالرو غم به دې حالت ته راوستی وي او په دې تجارت کې به موفق وي او بس ! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more