د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مولانا فضل الرحمن: دسولې هلې ځلې

اتل
11.10.2013

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له پنځو نورو ملګرو سره کابل ته رسېدلی دی.
څه موده وړاندې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې مولانا فضل الرحمان وویل چې په افغانستان کې به د حکومت او سولي د عالي شورا هڅې هغه مهال اغېزمنې شي چې امریکا په رښتیا سره د سیاسي بهیر ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.
که نن وي که سبا، په افغانستان کې به صلحه راځي، ځکه چې په جنګ نه کیږي، افغانان بیله سولې بله چاره نلري. دا مهمه نده چې د چا په هلو ځلو صلحه راشي. الله دې د مولانا فضل الرحمن هلې ځلې بریالۍ کړي.

چې غوټې پسې وهي، په لاس به درشي=چا ویل په دریاب کې ګوهر نشته.

دا لاندې رپوټ بي بي سي خپور مړیدئ:
====
د سولې خبرو لپاره مولانا فضل الرحمان کابل ته رسېدلی
د خپريدو وخت: 13:28 گرینویچ - جمعه 11 اکتوبر 2013 - 19 تله 1392

ویل کېږي، چې مولانافضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت علماء اسلام له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري
د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له پنځو نورو ملګرو سره کابل ته رسېدلی دی. ویل کېږي چې د مولانا فضل الرحمان د سفر موخه له ولسمشر حامد کرزي سره د سولې خبرې دي.
د جمعیت علما اسلام چارواکي وايي مولانا فضل الرحمان به ولسمشر کرزي سره په دې خبرې وکړي چې دی د سولې په پروسه کې څه رول لوبولی شي.

مولانا فضل الرحمان د امریکا د متحدو ایالاتونو او طالبانو تر منځ په خبرو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته هم تللی وو.
ویل کېږي، چې مولانافضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت علماء اسلام له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري، نو کولی شي چې د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
جمیعت علماء اسلام د پاکستان له مهمو سیاسي مذهبي ګوندونو څخه یو دی، چې په خېبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې پراخ نفوذ لري.
"جمعیت علما اسلام په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له سولې او ثبات سره تړلي ګڼي."
دغه ګوند په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له سولې او ثبات سره تړلي ګڼي او د پاکستان سوله او ثبات هم د افغانستان په ګټه يادوي.
څه موده وړاندې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې مولانا فضل الرحمان وویل چې په افغانستان کې به د حکومت او سولي د عالي شورا هڅې هغه مهال اغېزمنې شي چې امریکا په رښتیا سره د سیاسي بهیر ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.
دی زیاتوي له طالبانو سره باید د یوه متحد غورځنګ په توګه خبرې وشي نه دا چې له بېلو ډلو او قوماندانو سره جلا معامله وشي.
خو په دا وروستيو کې چې کله مولانا فضل رحمان په قطر کې و او داسې ګنګوسې وې چې ښايي هلته له افغان طالبانو سره خبرې وکړي افغان طالبانو هغه رپوټونه رد کړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more