د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د قربانۍ څرمنې ځه کوي؟

میرویس
11.10.2013

ګرانو وطنوال، السلام علیکم
طالبانو د ننګرهار له خلکو د قربانۍ څرمنې غوښتي. طالبان دا څرمنې د خلکو نه په په وچ زور او جبر په خیرات کې اخلي اوبیا یې په ګټه ترورستان روزې، بمونه پرې جوړوي، او همدغه خیرات ورکونکي سخیان د نورو بېګناه مسلمانانو سره پرې وژني.

موږ چې پوهیږو چې زموږ خیرات، ذکات، دفطر، صدقه، عشر او د الله په نامه چندې د تروریزم او د افغانستان او اسلام ددښمنانو د ګټې په لاره کې لګول کیږي، او دمسلمانانو او اسلام سره د مخالفت په لاره کې لګول کیږي، آیا ددغو
کرغیړنو اعمالو د ارتکاب په ګناه کې نه شاملیږو؟

خو طالبانو ګواښ کړئ چې حتماً به څرمنې دوی ته ورکوي. خلک ویریږي چې که د قربانۍ څرمنې طالبانو ته ورنکړي، دطالبانو لاس یې غاړې ته ورلویږي.
دا لاندې مضمون ګران افغانستان خپور کړیدئ:
=====
طالبانو د ننګرهار له خلکو د قربانيو څرمنې غوښتي
خبرونه. په سيمو کې يې وسله والو مخالفينو په جوماتونو کې د اعلان له لارې خلکو ته ويلي، چې د قربانۍ د څارويو څرمنې دوى ته ورکړي.
د ننګرهار د بټي کوټ د چهاردهي سيمې يو اوسېدونکى نويد احمد وايي، چې تېر ماښام له لمانځه وروسته يې په جامع جومات کې وسله والو مخالفينو د چهاردهي پر ټولو اوسېدونکو غږ وکړ ، چې د څارويو څرمنې دوى ته ورکړي.
نوموړى وايي، چې تېر کال هم وسله والو دا ډول اعلانونه د جوماتونو له لارې کړي وو، خو بيا ځينو خلکو څرمنې ورکړې او ځينو ورنه کړې، خو دا ځل وسله والو ورته ويلي چې حتمي به څرمنې دوى ته ورکوي.
ده زياته کړه: ((دوى ويل چې يا به څرمن راکوئ او که چا خرڅه کړه نو بيا به يې قيمت ورکوي.))
د بټي کوټ ولسوالۍ د حاجيانو سيمې اوسېدونکى محمد فقير وايي چې د دوى په کلي کې هم وسله والو مخالفينو د کلي پر جومات خپله شپه پاڼه ځړولې وه او په کې يې د څرمنو غوښتنه کړې وه.
نوموړى وايي: ((موږ اړ يو چې څرمنې ورکړو، ځکه که ور يې نه کړو ستونزه راته جوړوي.))
دى وايي، چې د دوى په کلي کې تېر کال هم يو شمېر کورنيو د امنيتي خطر له وېرې څرمنې او يا هم د څرمنې قميت ورکړى و.
د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو اوسېدونکى حاجي مسافر هم پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې که څه هم وسله والو په ښکاره له دوى څخه د څرمنو غوښتنه نه ده کړې خو په کلي کې يې ګونګسې خپرې کړې چې څرمنې دې دوى ته ورکړل شي.
ده وويل: ((کېداى شي دوى دلته په جوماتونو کې هم اعلان وکړي تېر کال يې هم اعلانونه کړي وو.))
دى وايي، چې وسله والو د څرمنو اخيستو لپاره دا پلمه نيولې چې دوى د يادو څرمنو په پيسو وسلې او نور مهمات اخلي.
دى وايي: ((دا خلک خو عاجز، فقير خلک دي له خپلې وېرې هم څرمنې وسله والو ته ورکوي.))
نوموړي پژواک ته زياته کړه، چې د نازيانو په ولسوالۍ کې د دولت حاکميت نسبتاً وسله والو ته کم دى نو دوى له خپل مجبوريته هغوى ته څرمنې او نور توکي ورکوي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکى قاري متين هم وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې وسله والو د څرمنو د غوښتنو لپاره شپه پاڼې غورځولې دي.
نوموړى وايي، چې په همدغو څرمنو او د څرمنو پر پيسو وسله وال وسلې اخلي او له دولت سره پرې جنګونه کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ په خپله سيمه کې له وېرې په خپله وسله وال قوي کوو، ځکه چې موږ وېريږو که دا کار ونه کړو يوه شپه هم نه شو کولى.))
قاري متين زياتوي، د وسله والو دوې ډلې په ياده ولسوالۍ کې فعاليت کوي او هره ډله غواړي چې د اختر د څارويو څرمنې ترلاسه کړي.
دى وايي، چې دولت بايد د يادو اعمالو غم وخوري ګڼي وسله وال به نور هم تقويه شي.
د چارو شنونکى استاد رشيدخان ملکزى وايي، چې له يادې لارې وسله وال کولى شي چې د جګړې لپاره ځان قوي کړي.
دى وايي، که چېرې ولايتي اداره همدا ډول بې تفاوته پاتې شي نو لرې نه ده چې له اختره وروسته به د جګړو لړۍ نوره هم چټکه شي.
ده زياته کړه: ((وسله وال له همدې لارې تقويه کېږي ځکه دا خو کمې څرمنې نه دي دا چې ټولې د وسله والو ګوتو ته ورشي نو په لکونه افغانۍ قيمت لري.))
نوموړى پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې د ياد عمل کلک مخنيوى دې وکړي ګنې په راتلونکي کې به جګړې نورې هم زياتې شي.
خو د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې دوى ته د يادې موضوع په اړه رسمي راپور نه دى ورکړل شوى.
دى وايي، کېداى شي د يادې موضوع په اړه نورو کوچنيو مراجعو ته معلومات وي خو تر اوسه پورې دوى په جريان کې نه دي.
ده وويل: ((په دغو مسايلو کې موږ ډېر جدي يو، سبا امنيتي جلسه ده موږ به پر دې موضوع جدي بحث وکړو.))
دى وايي، هېڅوک نه شي کولى چې په زور او يا هم جبر له چا څخه پيسې او يا هم د څارويو څرمنې واخلي.
نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي که چېرې په هره سيمه کې دا ډول ستونزه راولاړيږي نو له امنيتي ادارو سره دې په جريان کې شي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى ملګري په سيمه کې د مرستو تبليغ کوي خو پر هېڅ کوم کس دا جبر نه کوي چې حتمي دې دوى ته څرمنې ورکړي.
ده پژواک ته زياته کړه: ((که په خپله خوښه څوک موږ ته څرمنې او نور ذکات راوړي نو ښه ده، له چا په زوره نه غواړو.))
نوموړى وايي، هغه کسان چې خلکو ته ګواښ کوي او په زوره ترې څرمنې او پيسې غواړي د دوى له ډلې نه دي او که چېرې دوى ته په ګوتو ورغلل نو دوى به يې مجازات کړي.


pattang
11.10.2013

هرڅوک چې داخبرې کوي هغوی بد کوي ، طالبان په زور له چانه هيڅ
شی هم نه اخلي !
يا به غله او يا به د cia نفر وي د طالب په نوم چې طالبان بد نامه
کړي !
يو شمير خلقي پرچمي اوغرب وهلي ،دغه پرو پاګنده ډېره په خرپ
ورته کوي چې يو مسال يې ميرويس لالا دی !


پتوال
11.10.2013

آزادي دخپل وطن درباندې فرض ده
....................... که پوستکی ټول وباسې له حیوان

خو څرمن د قربانۍ په هر چا قرض ده
....................چې د نرغوندې پرې ولي طالب جان

کوم طالب که بیا روزلی آی اس آی وي
.................... نه مسلم دی نه پښتون او نه افغان


طیب زابلی *
12.10.2013

طالبانو به څرمنی غوښتی وی مګر دا چی په زور اوجبر به وی داخبره بي ځایه ده
زموږپه سیمه کی هم طالبانوله خلکو څخه دڅرمنوغوښتنه کړی ده مګر خو دزور
او جبر خبره چا نه ده کړی ،طالبان که وغواړی چی په جبراوزور پیسی ترلاسه کړی
بیا له څرمنو پرته له نورو لارو دوئ ډیری پیسی ترلاسه کولی شی،بیا څرمنوته ضرورت نشته،
مګردا چی حکومت به یی مخنیوی وکړی دا دحکومت له وسه وتلی کارده،طالبان خو دایو څرمنی نه بلکی ددوئ ټوله ګذاره ددې ملت په کومکونو او چندو ده ،طالبان خوبله
کومه منبع نه لری،اوخلکوته هم لازمه ده چی یوه څرمنه هم باید له طالبه پرته بل چاته ورنکړی ځکه یو خو به یی مالی جهاد سی او بل به یی ثواب یوپه ۷۰۰ شی،


میرویس
15.10.2013

پتنګ صاحب، سلامونه!
چا ویل چې دا مرغۍ یو بې آزاره مارغه دئ، بل چا ورته وویل چې د ویالې د غاړې د چنجیو نه پوښتنه وکړه.
وروره تا په غرب کې اړولي، نصوار دې ورته اچولي او په پوستین دې ډډه وهلې ده او د هغه ځای نه کله نا کله تشې اوتې بوتې ولې چې ګواکي د ولس نه خبر یې.
کله وایې دهغه ځای نه مې معلومات اخیستي، او کله وایې چې دلته او یا هلته دوستان لري، په تلفن کې یې احوال راکړ چې دا اویا هغه خبر غلط دئ.

وروجانه ته باران وهلي لیوان نشې غلولئ. دا ستا ټول تبلیغات باقاعده د غلطو معلوماتو خپرول او د حقایقو د مسخ کولو دپاره مضبوحانه کښښونه دي.

طالبان په جبر د خلکو نه ډوډۍ اخلې، ښځې په زور ځان ته ودوی، څرمنې اخلي، اووژني یې.
همدانن یې د اختر په ورځ په لوګر کې يه جومات کې بم وچاوه مسلمنان یې ووژل او زحمي کړل او پرون یې پهدرجنونو خلک د راکټ په ګذار کې په بازار کې په نورستان کې ووژل او زخمي کړل.
دوی همدغه قتلونه د قربانۍ او نوروچندو کوي، ستا نه پیسې اخلې او بیا یې په رانیول شوو بمومنو پخبله تا وژني.
الله دې سالم عدل او انصاف در په برخه کړي.


طیب زابلی *
17.10.2013

محلي پولیس(اربکیان) له خلګو څخه په زور د اختر پوستکي ټولوي

پنجشنبه, 17 اکتوبر 2013 04:41 سهار انلاین
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي محلي پولیس( اربکیان) د دې ولسوالي له اوسیدونکو څخه په زور د اختر پوستکي ټولوي.

سهار انلاین ته دسیمي اوسیدونکو وویل چې تر اختر یوه ورځ مخکې اربکیانو ټولو مسجدونو ته خبر پاڼې استولې وې چې د اختر د قر بانیو پوستکي به دوی ته وروړي ، دوی وايي چې کله د اختر ورځ تېره شوه نو اربکیان په کلیو را برابر شول او د هر کور څخه یې په زوره د قرباني پوستکي غوښتل او که به چا نه ورکول او یا به يې اختری نه وو کړی نو اربکیانو به ښه وډبول او ورته ویل به يي چې ته اوس زما څخه پوستکي پټوي ، که دې خرڅ کړی وی نو پیسې یې غواړو او که نه نو ورشه پوستکی را وباسه.

د قره باغ ولسوالي د پناګیرو د کلي یو اوسیدونکي( چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي) سهار انلاین ته وویل: اختری مې هم نه ؤ کړی خو اربکیان مې کور ته راغلل او راته ویل يې چې د اختری پوستکی را وباسه ، ما په ځواب کې ورته وویل چې زه غریب سړی یم په مکتب کې چاپړاسي یم ، په وس مې نه ده پوره چې اختری وکړم ، اختری مې نه دی کړی نو پوستکی تاسو ته له کومه کړم. ، بابو زیاتوي چې اربکیانو سخت وډبولم او راته یی وویل چې پوستکی خو دې خرڅ کړی که دې پوستې ته د پوستکی پیسې نه راوړې نو بیا به ګیله نه کوي.

بابو وایي چې حیران یم چې څه وکړم ، یو خوا مې خپله غریبي ځوروي او بله خوا بیا ته دا مصیبت ګوره.


میرویس
17.10.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
ورورجانه ته دکوم پاکستاني طالب [بابو] سره غږیدلي یې،او بیا دې ددوه اړخیز توافق پر بنا جعل خپاره کړيدي، او که[بابو] واقعاً د پښتانه نوم دئ؟

په هر حال، ښه شوه چې تاسې پخپله درئ اعترافونه وکړل، یو چې طالبان د خلکو نه څرمنې ټولوي، او که چا څرمن ندرلوده نو د هغه نه ې خپله د بدن څرمن باسي، لکه په ننګرهار کې.
او دویم داچې اوس په هعو ځایونو کې چې پاڅونوالو طالبان له منطقې ترد کړیدي، ستاسې په اصطلاح اربکیان څرمنې ټولوی.
دریم داچې طالبان جهاد نه کوي، دا لړایي چې دوی یې مخ ته بیایي په ګټو وټو را څرخي. طالبان د خلکو نه په زور ذکات، عشر، او چندې ټولوي، او په زور بزګران د کوکونارو کر کیلې ته مجبوروي، او بیا باج ځینې اخلي.

په الله دې سپارم


طیب زابلی *
18.10.2013

وعلیکم السلام
میرویس صیب څه ګډی وډی دی ویلی؟ له خوبه وی که څه ده؟
زه دااعتراف کوم چی طالبان به ځینو سیمو کی څرمنی ټولوی مګرخودا اعتراف می نه ده کړی اونی کوم چی په جبر یی ټولوی،
دا اعتراف کوم چی اربکیان شته خو دا اعتراف نه چی پاڅون شته او نه یی منم
دا اعتراف کوم چی طالبان جهاد کوی خو دا اعتراف نه کوم چی دمالی ګټو لپاره
او نه زما په لیکنه کی څه داسی شی شته چی پردې دلالت وکړی نوتا له کومه دا وفهمول چی ما دا دری اعترافونه وکړل؟
کوم قاضی ماضی خوبه نه یی؟ ځکه چی ددې اوسنۍ اداري قاضیان همداسی دی چی له مقابل لوری څخه رشوت واخلی پرتابه ناحقه اعتراف تاوان کړی،
او دا ته چی هروخت ددرواغو او جعل کارۍ له سوړو لکه محور،خدمت ګار،ګران افغانستان او داسی نورو چی له درواغو او جعل کارۍ پرته بل څه پکی شته نه،نقلونه کوی هغه جعل کاری نه درته ښکاری او دبل حقیقت درواغ درته ښکاری ځکه چی ستا دتبلیغ خنډ واقع کیږی،
ته اربکیان پیژنی؟ لیدلی دی دی؟ ددوئ عمل دی لیدلی ده؟
زموږ په سیمه کلیو کی تیرکال اربکیان پیدا شول ته یقین وکړه چی داسی ګډوډی یی جوړه کړه چی که یا دچاسرپه امن وو یا ناموس په امن وو یا مال په امن وو،هرعمل یی کاوو،او دسیمی ټولوخلکو کورونه پریښودل نوروسیمو ته کډه ولاړل،
خو الحمد لله چی دسیمی غیرت مند ځوانان له طالبانو سره ودریدل اوګذارونه یی پرشروع کړل،اربکیان څوک ووژل شول څوک تسلیم اوتوبګار شول او څوک وتښتیدل او ددوئ له تیښتی سره یی باداران هم کډی بارولو ته مجبور شول،
او اوس الحمد لله ارامه ارامی ده خلک خپل عادی ژوند کوی نه مو اربکی لیدلی نه مو اسکری لیدلی نه مو امریکی لیدلی، صرف یوڅومیاشتی مخکی زموږ په سیمه کی پر یو وړوکی بازار اشغالګرو او مزدورانو یی چاپه ووهله او ددوکاندارانو ۱۳ موټرسیکلان یی وسیځل ،بیا نه دی راغلی،
نومیرویس خانه زه چی له اربکی یا اسکری سرټکوم او دطالبانو طرفداری کوم دا له دی چی ددواړو لورو اعمال می په سترګو لیدلی په داسی سیمو کی هم ګرزم او اوسدلی یم چی هلته اربکی یا اسکری مسلط وی او په داسی سیمو کی هم ګرزم او اوسیدلی یم چی هلته طالب پر سرد اقتدار وی بلکی زموږ خپله داڅوکاله داسی وه چی کله به دحکومت په کنترول کی او کله دطالب چی دا س. الحمد لله دحکومت ریښی له بیخه وختی چی دبیا تسلط احتمال یی نه وینو، نوماته هرڅه روښانه دی ددواړو لورو اعمال اوکردار او اسلامیت ښه رامعلوم دی یکطرفه او جعلی فیصلی نه کوم ،
اوته چی نه دی په دوولس کاله طالب لیدلی او نه دطالبانو سیمی ته تللی یی نوځکه به خاماخا یکطرفه قضاوت کوی ځکه چی ستا فیصلی ټولی دتبلیغاتی رسنیو په استناد دی او له حقیقت څخه نا خبره یی،
تاته زما دامشوره ده که ډیر لری نه یی ته ولاړسه دطالبانو سیمی ته طالبان په خپلو سترګو وګوره او خبری ورسره وکړه او دسیمی له خلکو یی حال واخله بیا به هرڅه درته روښانه شی حقیقت به درته معلوم سی،بیا به په غیاب فیصلی نه کوی،


مساپر
21.10.2013

[quote:2c15d1bfce="pattang"]هرڅوک چې داخبرې کوي هغوی بد کوي ، طالبان په زور له چانه هيڅ
شی هم نه اخلي !
يا به غله او يا به د cia نفر وي د طالب په نوم چې طالبان بد نامه
کړي !
يو شمير خلقي پرچمي اوغرب وهلي ،دغه پرو پاګنده ډېره په خرپ
ورته کوي چې يو مسال يې ميرويس لالا دی ![/quote:2c15d1bfce]

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.


میرویس
29.10.2013

مسافره وروره، السلام علیکم
د پتنګ صاحب نه ګیله مه کوه. هغه معاف دئ هر څه چې وایي.
هغه زما او ستا سره دښمني نلري، لړم غوندې نیش وهل دهغه د طبیعت تقاضا ده.
پتنګ صاجب دې الله روغ کړي، آمین.


pattang
29.10.2013

زړه دې ډاډه ده معاهده به امضا شي هم به دالر وي او هم
به موټر !!
لس کاله وروسته بيا خدای مهربانه ده بيا به يو چل اول
کوې ! خو دومره درته وايم چې په ارامه يې والا که يا ته
وخورې او يا ستا اشغالګر ملګري !
وخت دمونږ لپاره کار کوي نه ستاسو لپاره !

[quote:a1d6cd152e="میرویس"]مسافره وروره، السلام علیکم
د پتنګ صاحب نه ګیله مه کوه. هغه معاف دئ هر څه چې وایي.
هغه زما او ستا سره دښمني نلري، لړم غوندې نیش وهل دهغه د طبیعت تقاضا ده.
پتنګ صاجب دې الله روغ کړي، آمین.[/quote:a1d6cd152e]


میرویس
13.12.2013

السلام علیکم
الله جل جلاله قول کړئ، چې د حق طرفدلر به وي. دا یې ندې ویلي چې د وخت طرفدار به وي.
طالبان چې د اسلام ددین تر نامه لاندې بدعت کوي، د الله د اوامرو نه سرکشي کوي، قتلونه کوي، مسلمان امت دوکه کوي او د اسلام نوم بدوي، الله یې کله هم ملاتړ نه کوي.
تاسې د وخت لمن ونیسئ او افغان ولس د الله لمن نیولې ده.
ددې مظلوم او یتیم ملت آه به د طالبانو ملا ور ماته کړي.
د الله نه تاسې ته هدایت غواړم.


pattang
13.12.2013

وروره ته په ټولو اسماني ارشاداتو لکه خلقی پسخند وهې
داشغال په مسئله سترګې پټوې او دا دې ازادي او اسلامي حرکت
په ډېره سپين سترګي د اشغالګرو له نقشې سره سم غندې !

[quote:7fe72e97d6="میرویس"]السلام علیکم
الله جل جلاله قول کړئ، چې د حق طرفدلر به وي. دا یې ندې ویلي چې د وخت طرفدار به وي.
طالبان چې د اسلام ددین تر نامه لاندې بدعت کوي، د الله د اوامرو نه سرکشي کوي، قتلونه کوي، مسلمان امت دوکه کوي او د اسلام نوم بدوي، الله یې کله هم ملاتړ نه کوي.
تاسې د وخت لمن ونیسئ او افغان ولس د الله لمن نیولې ده.
ددې مظلوم او یتیم ملت آه به د طالبانو ملا ور ماته کړي.
د الله نه تاسې ته هدایت غواړم.[/quote:7fe72e97d6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more