نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کوډګر کوډې رسوا شوې!
طیب زابلی *
11.10.2013
نن ټکی اسیا
لیکوال: سید ولي حامد
وايي مړی چې خدای شرموي... یې په تخته ځي، سیاف له پروسږ کال راهیسې مست شوی، سترګې پټې کړي خوله وازه، ددې لپاره چې ځان مطرح کړي، ځان لوړ، پوه، ښه او عالم وښيي، د ټولې نړۍ علماوو ته به یې چلنجونه ور کول، دا چې د پروسږن کال چلنج په وړاندې یې کوم عالم مخې ته را وړاندې نه شو، سږ کال یو څه نور هم پسې مست شو! ځکه ده فکر کولو چې خلک مې غلي کړل! څوک نشته چې زما مخې ته ودرېږي او د چلنجونه ځوابونه مې ووايي!
پروسږ کال یې استشهادي بریدونو ته انتحاري وویل او بیا یې انتحار ناروا وبللو، نه استشهاد! که څه هم چې تېر کال د نوموړي په ځواب کې یو مفصل کتاب ولیکل شو، د ګڼو، قرآني آيتونو، نبوي احادیثو، د صحابه کرامو د ژوند د ژوندیو پېښو، او د مخکنیو فقهای کرامو او د اوسنیو معاصرو علماوو د فتاواګانو په رڼا کې یې استشهادي بریدونه صرف روا نه بلکې یو ښه کار او د وخت اړتیا ثابته کړه!
خو بیا هم هغه چې وايي پلاني د شرم سترګې خوړلې دي، سیاف دشرم سترګې خوړلې دي، ددې پر ځای چې په خپلو پروسږنو اوتوبوتو پښېمانه شي سږ کال یې تر هغه لوړ خیز واچولو! د اشغالګرو په وړاندې مطلق جهاد یې ناروا وګڼلو! او بیا یې دتېر په څېر د ټولې نړۍ علماوو ته چلنج ور کړ چې که داسې نه وي نو را وړاندې شئ!
دا دي اتحاد علماء افغانستان چې مشري یې د مشهور عالم او جهادي شخصیت ښاغلي عبد الله ذاکري کندهاري پر غاړه ده، د سیاف چلنج ته ځواب ور کړ، او تر څنګ یې سیاف ته چلنج ور کړ چې که رښتیا نر وې نو راشه دا ګز او دا میدان! اوس به ګورو چې عبد الرسول سیاف په رښتیا نر دی، او که هغه کیسه ده چې وايي نر یم خو در وزم نه!
د اتحاد علماء أفغانستان فيصله
الحمد لاهله والصلوة على اهلها. اما بعد!
((رُوِىَ عَنْ مُحَمَّدٍ بْنِ سَلَمَةَ اَنَّهُ قَالَ الذُّبَابُ عَلَى الْعَذَرَةِ اَحْسَنُ مِنْ قَارِئٍ عَلَى بَابِ هَؤُلَاءِ الظَّلَمَةِ)) [مرقات المفاتيح:ج١ صـ٥٢١]
عالمان هستند امين دين حق – گرنباشد بااميران هم طبق – خالطوهم پس لصوص دين شدند – فاحذروهم درحق ايشان زدند
د شيخ عبدالله الذاکري صاحب (حفظه الله تعالى بحفظه) په مشري د اتحاد علماء افغانستان اجتماع وسوه، لاندي فيصلې پکښې صادري سوې: (١) کوم وخت چي کفار پر يو اسلامي مملکت تجاوز وکړي، د هغه ملک پر نر او ښځه، حر او غلام جهاد فرض عين دى، لاندي کتابونه دي وکتل سي: هدايه جـ(٢) صـ(٢٣٧) ، کنزالدقائق صـ(١٩٩) ، قاضي خان جـ(٤) صـ(٤٥٩) ، المحيط البرهاني جـ(٥) صـ(٢٩٥) ، سراجيه على هامش قاضيخان جـ(٢) صـ(٣٨٤) ، المبسوط للسرخسي جـ(١٠) صـ(٣) ، فتح القدير جـ(٥) صـ(١٩١) ، بدائع الصنائع جـ(٧) صـ(٩٨) تاتارخانيه جـ(٥) صـ(٢٢١) تبيين الحقائق جـ(٥) صـ(٢٤١) مجمع الانهر جـ(٢) صـ(٤٠٧) عالمگيري جـ(٢) صـ(١٨٨) ردالمحتار جـ(٣) صـ(٢٤٠) (٢) امريکا او ناټو په سنه ٢٠٠١م کي پر اسلامي افغانستان فوجي تجاوز وکړى؛ ذخائر او معادن يې چور کړه، د أفغان ملت د کافر کيدلو لپاره يې بې حسابه کليساوي جوړي کړې، په لکهاوو زاړه او واړه يې قتل کړه، د زرو، زاريو، تزوير او زور په ذريعه يې ډير افغانان د دينه اړولي دي، قرآن مجيد يې وسوځى او پر نبي کريم عليه السلام هغسي نومونه ږدي چي مسلمان يې اظهار نه سي کولاى، د أفغانستان حريت او استقلال تباه او برباد سو. (٣) د پورته ذکر سوي جناياتو باوجود (١) د أفغانستان د پخواني جهاد په نامه اکثره مشران د دې متجاوز کافر سره ولاړ دي، حتى د دوى دفاع او حمايه فرض بولي، هغه غلام صفته افغانان چي د متجاوزينو سره ولاړ دي، هغه مجاهدين بولي او هغه څوک چي د پورته إسلامي حکم پر أساس د متجاوزينو او د هغوى د قانون او نظام مقابله او إسلامي جهاد کوي، هغه د پرديو مزدوران بولي، د مثال په ډول: سياف پر ١٨ د سنبلې ١٣٩٢هـ ش د مسعود په سالګره کي اعلان کوي چي د امريکا خلاف مجاهدين د پرديو مزدوران دي او فرض عين جهاد ته يې فساد وويل. (٢) او په تاريخ ١٩ د ذي القعدې سنه ١٤٣٤هـ ق بيا سياف، کشاف وغيره د ځينو ملکونو لکه سعودي عرب، مصر، هند، ايران وغيره د يو څو درباري علماؤ په شمول په کابل کي غونډه وکړه، د افغانستان د اسلامي فرض عين جهاد د بنديدلو غوښتنه يې وکړه. (٤) د اسلام د مقدس قانون مطابق د سنت استخفاف کفر دى. "ترك السنة بالمواظبة بطريق الاستخفاف کفر، من استخف بالقرآن او بالمسجد او بنحوه مما يعظم فى الشرع کفر" د يو فرض عين جهاد استخفاف او انکار چي يو څوک وکړي، هغه مسلمان پاته کيدلاى سي؟! او د تعجب خبره ده سياف او د ده أمثال يوه ورځ د روس خلاف جهاد فرض بولي او بله ورځ بيا د روس او امريکا وغيره کفره وو حمايه او دفاع فرض بولي، "ببين که تفاوت راه از کجا است تا بکجا" يو څوک چي د ٤٨ ملکونو متجاوزينو کفارو په څنګ کي ناست وي او دفاع ځني کوي، دا مزدور دى او که هغه څوک چي د اسلام او وطن د حفاظت لپاره فرض عين جهاد کوي، دا فيصله به د افغانستان مسلمان ملت ته حواله کړو، الله جل شانه خبيث او طيب سره جلا کوي. [لکه په آل عمران:١٧٩ کي] او هغه څو خارجي درباري په نامه علماؤ چي په کابل کي غونډه وکړه او د جهاد مقدس د بنديدلو غوښتنه يې وکړه، دا د تعجب وړ نه ده ځکه د ډيره وخته د يهودو او نصاراوو د مذهبي مشرانو له خوا په ګلاسکو يونيورسټي لندن وغيره کي د اسلام خلاف منصوبې او نقشې جوړيږي، هغه يې بيا واشنګټن ته ورکوي، واشنګټن يې رياض ته ورکوي، د رياض په ذريعه هغه امريکايي نقشې په إسلامي ملکونو کي عملي کيږي، د مثال په ډول: (١) په سنه ١٩٩١م کي چي د افغاني جهاد مقدس په برکت روس مات سو، امريکا د صدام او کويټ مصنوعي شکل جوړ کړى، د خليج عربي د قبضې فيصله يې وکړه نو د سعودي علماؤ د ابن باز په مشرۍ د وخت حکمران ته اجازه او فتوى ورکړه، دوه نيم لکه امريکايي فوجونه حجاز مقدس ته داخل سوه او ٤٣ فوجي اډې يې جوړي کړې، دا دى اوس پر عربي خليج، برصغير او حتى نيمايي آسيا د امريکې قبضه ده او يو په بل پسې اسلامي ملکونه قبضه کوي، دا د سعودي د علماؤ د فتوى او د حکمرانانو د کردار نتيجه ده او دوى به عندالله او عندالناس مسئولين وي. د امريکا د دغه فيصلې او د حجاز مقدس د قبضه کولو په ترديد کي په کال ١٤١٢هـ ق مطابق ١٩٩١م اتحاد علماء أفغانستان فيصله صادره کړه. (٢) په تاريخ ٤ – ٦ – ١٤٢٩هـ ق په سعودي عرب کي د امريکا په مشرۍ د توحيد اديان مجلس جوړ سو او د ټولي نړۍ څخه د هر دين او مذهب پيروان پکښې راغوښتل سوي وه په استثناء د روس او چين، په تاريخ ١٦، ١٧، ١٨ جولائى سنه ٢٠٠٨م بل مجلس د توحيد اديان په اسپانيه کي جوړ سو، د سعودي حکمران عبدالله، د مکې مکرمې امام دکتور صالح، وزير داخله او خارجه پکښي شريکان وه، د بش معاون الګور او د برطانيه وزيراعظم ټوني بلير وغيره اديانو نمائنده ګانو شمول درلودى، د دې منصوبې تحت او د دې په ذيل کي د عالمي مجلس اديان وغيره عنواناتو لاندي په نورو ملکونو کي هم مجلسونه وسول، د امريکې يو هدف دا دى چي د ناټو په ډول د نړۍ ټوله ملکونه سره يوځاى کړي او د روس او چين په خلاف يې استعمال کړي او بل هدف يې دا دى چي د يهوديت او نصرانيت په ډول اسلام هم مسخ، منحرف او د ديموکراسۍ تابع کړي، په تاريخ ١٤ شعبان ١٤٢٩هـ ق مطابق ١٤ اګست ٢٠٠٨م د اتحاد علماء أفغانستان له خوا د توحيد اديان د ترديد فيصله وسوه. (٣) په ١٤ شوال ١٤٣٠هـ ق د الازهر رئيس طنطاوي فيصله وکړه چي د ښځو ستر او حجاب يو شرعي امر نه دى، يو رواج دى، الازهر ته چي ښځي راځي، ستر او حجاب به نه وي، د اتحاد علماء أفغانستان له خوا په تاريخ ٨ محرم ١٤٣١هـ ق مطابق ٢٤ دسمبر ٢٠٠٩م ترديد سوه او ذرائع ابلاغ نشر کړه. (٤) دا اوس چي په مصر کي اسلامي جماعت د کفري ديموکراسي اصولو مطابق کاميابه سو، ظالم فوج د مصر مسلمانان د قدرت څخه وغورځول او قتل عام يې شروع کړى دى، دوه ويشت سوه مساجد يې بند کړل، د جاپان بودايي حکومت د مصر د مظلومانو په خاطر د ظالمانو فوجيانو څخه کومک بند کړى او د سعودي حکمران وظالم فوځ ته د١٢ ملياردو ډالرو د کومک وعده ورکړه، د مکې معظمې امام سديس په تاريخ ١٦ شوال ١٤٣٤هـ ق دا کومک تائيد کړى او د مسلمانانو إسلامي حرکت يې فتنه وبلله، د اسلام د مقدس قانون مطابق دا قتّال ظالم د فوج مشر بايد اعدام سي. (٥) په سنه ١٣٥٧هـ ش کي روسانو پر افغانستان تجاوز وکړى، د اسلامي ملکونو علماؤ، عرب وه که عجم، دروس خلاف دجهاد مکرري فتوى گاني نشر کړې او حکومتونو يې دافغاني مقدس جهاد سره کومکونه کول، خو کله چي په ٢٠٠١م کي امريکا پر اسلامي افغانستان تجاوز وکړى، جنايات يې جهانيان ويني، په ټوله اسلامي نړۍ کي عرب وي که عجم، د ديني علماؤ يوه شرعي فتوى د فرض عين جهاد د امريکې خلاف دي يو څوک ښکاره کړي! د دې خاموشۍ علت څه دى؟ علت معلوم دى، د امريکا خلاف فتوى گانو سره امريکا او د امريکا مقبوضه او متحد حکومتونه ناراضه کيږي نو د دې عمومي او طويلي خاموشۍ نتيجه دا راووتل چي اوس درباري علماء د جهاد دبنديدلو فتواوي ورکوي. (٦) اتحاد علماء د افغانستان جهاد فرض عين بولي، وخت په وخت يې مکرري فتواګاني صادري کړي او نشر کړي دي، سياف او درباري ملايان يې فساد بولي، د اختلاف په وخت کي دالله جل شانه حکم دى چي کتاب الله او سنت رسول الله ته دي رجوع وسي دنن تاريخ څخه د اتحاد علماء افغانستان له طرفه سياف او ملگرو ته اعلان دى چي بايد د الله جل شانه پورته حکم عملي کړو، په پاکستان کي د ټولو علماؤ مشر مولانا سليم الله خان صاحب د کراچي او يا مولانا شيرعلي شاه صاحب د پشاور او يا د هند د ديوبند علماؤ ته به دا موضوع پيش کړو، حق او باطل به ښکاره سي. (٧) تاريخ ثابته کړې ده چي افغانانو د هغه وخته څخه چي اسلام يې منلى دى، اسلام يې ساتلى هم دى او شائع کړى يې هم دى، د هيچاغلامي يې نه ده منلې، بلکي د دنيا غټ، غټ فراعنه او عالمګير قوتونه يې راچپه کړي او نورملتونه او ملکونه يې د غلامۍ څخه آزاد کړي دي، مثلاً: (١) د نن څخه تقريبًا ١٠٠٠ کاله مخکي محمودغزنوي رحمه الله د هندوانو معبود سومنات دړي وړي کړ، د هغه تاريخ څخه وروسته پر ټوله قاره دهند تر تِبت پوري ٨٠٠ کاله د مسلمانانو حکومتونه راغلل. (٢) په دې جاري قرن کي يې د نړۍ ستر ظالم انګريز درې واره پر ګونډو کړى چي ټوله نړۍ يې له ظلمه خلاصه سوه، (٣) څو ورځي ترمخه يې د دنيا د لوى ښامار روس لکۍ ورپرې کړه او د ټولي دنيا څخه يې ټغر ټول سو، المانونه چي پر غربي حصه يې د امريکايانو او پر شرقي حصه يې د روسانو قبضه وه، متحد سول، ترمنځ يې د برلين ديوال و، هغه چپه سو. د آسيايي ميانه جماهير ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، اکرائن وغيره د روس د اويا کلنۍ غلامۍ څخه د افغانانو د جهاد په برکت آزاد سول، د ټولي نړۍ نقشه بدله سوه. د تعجب خبره دا ده چي د افغانانو آزادشده غلامان لکه جرمن، ازبکستان وغيره دا نن، نن د أفغانستان د مسلمان ملت په خلاف د امريکا په قومنده افغانان قتلوي. (٤) ددوولسو کالو راهيسي د آخري فرعون امريکا په خلاف جهاد روان دى، د دې يابُو ځل پر گيډه دى، ان شاء الله العزيز د دې جبار د ظلم څخه به د افغاني جهاد مقدس په برکت بشريت نجات پيدا کړي. (٨) په خاتمه کي څو خبري: (١) جهاد مقدس به تر هغه وخته دوام لري تر څو چي يو خارجي متجاوز کافر په افغانستان کي پاته وي او يو سوچه اسلامي حکومت د اهل سنت والجماعت د حنفي مذهب مهذب د اصولو مطابق راځي. (٢) هغه اقليتونه چي په افغانستان کي وجود لري، د اسلام د مقدس قانون مطابق به د دوى ځان او مال محفوظ وي، هيڅ قسم ظلم به نه پر کيږي، لکه په ايران کي چي پر اهل سنتو کيږي، حتى ديني مراکز يې تخريبيږي، بطور مثال: مسجد فيض د اهل سنتو چي درې سوه کلن تاريخ يې درلودى، په ماښام کي مسجد او سهار ته تخريب سوى او د مسجد پر ځاى حمامونه جوړ سوي وه. (٣) د متجاوز او محارب کافر سره صلح حرامه ده، هر څوک چي صلح ورسره وکړي په داسي حال کي چي خارجي کفره موجود وي او قوانين د دوى چليږي، د هغه چا حکم د متجاوزينو کفارو دى او جهاد به ورسره کيږي. (٤) اوريدل کيږي چي د آينده حکمرانۍ لپاره خليل زاد او د ده امثال ليڅي رالغړي، هغه قوم چي دا دوولس کاله د إسلامي نظام او قانون لپاره د بش او اوباما سره جنګيدلى دى، هغه به هيڅکله د بش او اوباما غلامان خليل زاد وغيره په افغانستان کي ونه مني او داسي به ورسره وجنګيږي لکه د دوى د بادارانو بش او أوباما سره چي وجنګيدل. (٥) امريکا بايد درې کاره وکړي: ١: خپل لنډغر وباسي. ٢: د افغانانو ځاني او مالي خسارې ورکړي. ٣: خپل شکست اعلان کړي. (٦) د روس او امريکا تر شړلو وروسته د دوى پر سياسي ارتباطاتو به هغه افغانان فيصله کوي چي روس او امريکا يې پر ګونډو کړي وي. وما ذالک على الله بعزيز. ومن الله التوفيق )
د یادونې ده چې د ښاغلي ذاکري صیب یو زوی د اشغالګرو په وړاندې په جهاد کې په شهادت رسېدلی، او دوه نور زامن یې زندانيان شوي دي.
سید ولي حامد
ع کريم حليمي
11.10.2013
السلام علیکم و رحمة الله
زه د سیاف دفاع او طرفدار نه کوم ، خو دا لاندي جمله سریح او واضح غلطه ده ، دفخرالموجودات، دامام الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په ژوند ، ټول د مدینې اوسېدونکي قتل او قتال ته وتل ؟؟؟
پر ضعیفو او پر هري ښځي قتل او قتال نه دي فرض ، نو بیا فرض عین څرنګه سو ؟؟؟
[quote:53fe47a439]پر يو اسلامي مملکت تجاوز وکړي، د هغه ملک پر نر او ښځه، حر او غلام جهاد فرض عين دى [/quote:53fe47a439]
دغه فتوی د منلو نه ده ، دا یوه فتوی ده ، فتوی یعني د عالم نظر او فکر
اسماني امر نه دی ، په هیڅ ایات او حدیث به نسي ثابت چه قتل والقتال فرض عین دی
ممکن ده چه جهد فرض عین وګڼو !!!!
درنښت
طیب زابلی *
13.10.2013
هرعبادت پرمسلمان پراندازه دوسع او طاقت لازم ده
نوځکه پرضعفاوو جهاد نه ده فرض او ښځی هم عموما په ضعفاوو کی راځی،
خوالبته جهاد هم اقسام لری ،جهاد بالمال، جهاد بالنفس،جهادباللسان،
نوښځی که دجهاد بالنفس طاقت نه لری خو دجهاد بالمال او باللسان طاقت بیا لری،
اودمدینی منوری اوسیدونکی له ضعفاوو اوښځو پرته ټول قتال ته وتل،لکه دتبوک په غزا کی چی دری صحابه کرام له غزا څخه پاته شول هغوئ ته درسول الله صلب الله علیه وسلم لخوا سخت تهدید ورکول سو او دمسلمانانو پریکړون ورسره اعلان سو ترڅو چی بیا یی الله تعالی په وحی سره توبه قبوله کړه
ع کريم حليمي
13.10.2013
[quote:1f51eafc2b]نوځکه پرضعفاوو جهاد نه ده فرض او ښځی هم عموما په ضعفاوو کی راځی[/quote:1f51eafc2b]
درنو محترمو لوستونکو ، زابلی صاحب ،سلام علیکم
بــــــــــــــــس !!! ما هم داغوښته ، نو محترم ذاکري صاحب ته ووایه
سمه خبره ده جهاد فرض دي ، نو بیا فرض عین ئې مه ګنه !!!!!!
د شریعت تحریف هم ګناه ده ؟ هیڅوک دا حق نه لري چه حـــــــــق خبره احتمالي کړي او احتمالي خبره دحــــــــق وګرځوي
مسلم حق خبري ته تغیر ورکول هم ګناه کبیره ده
درنښت