نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اتحاد علماء افغانستان، دسیاف وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې
طیب زابلی *
11.10.2013
اتحاد علماء افغانستان، دسیاف وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې
نن ټکی اسیا،لیکوال: احمدبریال
دتیرې سنبلې میاشتې په ۱۸ نېټه دشمالي ټلوالې دوژل شوي مشر احمدشاه مسعودپه یاد غونډ کې استاد عبدالرب رسول سیاف وینا وکړه ،نوموړي په خپله وینا کې وویل،په افغانستان کې دامریکا او کابل حکومت خلاف مقاومت کوونکي کسان مجاهدین نه بلکې دپردیو استخباراتي کړیو مزدوران او غلامان دي، نوموړي ویل په افغانستان کې اوس مهال جهاد نه بلکې فساد دی.
داستاد سیاف دا ډول غیر متوقع وینا دمختلفو جهتونو ،جهادي حرکتونو او اسلامي ټولنو حساسیتونه راوپارول او داډول څرګندونې یې دقراني نصوصو او شرعي احکامو سره په ټکر کې وبللې .
دنوموړي وروستیو څرګندونو ته داتحاد علماء افغانستان شوری کلک غبرګون ښوولی او سیاف یې سخت ننګولی.
څو ورځې وړاندې دافغانستان دمشهور دیني عالم مولوی عبدالله ذاکري اغاصاحب په مشرۍ داتحاد علماء افغانستان شوری دسیاف درووستیو څرګندونو په اړه علمي مجلس دائر کړاو یوشمیر پرېکړې یې صادرې کړې ، ددې پرېکړو متن یې دیوې اعلامیې په شکل رسنیو ته لیږلی.
په اعلامیه کې په صراحت ویل شوي، اوس مهال په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو او دهغوئ دملاتړ کوونکو پرضد جهاد فرض عین دي، اعلامیه وړاندې لیکي،داچې په دوه زره یو(۲۰۰۱) ميلادي کال کې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د افغانستان طبيعي شتمنۍ يې لوټ کړې، له اسلام څخه د افغانانو د اړولو هلې ځلې يې پيل کړى، قرآنکريم يې وسوځاوه، د اسلام د سپيڅلي پيغمبر سپکاوی يې وکړ، چې په دې حالت کې د هغوى سره جهاد کول پر مسلمانانو فرض عين دي.
اعلامیه کې دځینو هغو مشهورو څهرو او علماو چې دافغانستان په حکومت کې په مختلفو پوستونو په دنده بوخت دي یادونه شوې او زیاتوي (د دې جناياتو باوجود د افغانستان د پخواني جهاد په نامه اکثره مشران د دې متجاوز کافر سره ولاړ دي، حتى دفاع او مرسته يې فرض بولي، او هغه کسان د پرديو مزدوران بولي چې د کفارو پر ضد په جهاد بوخت دي.
د مثال په ډول سياف پر ١٨ د سنبلې ١٣٩٢هـ ش د احمد شاه مسعود په سالګره کې اعلان کوي چي د امريکا خلاف مجاهدين د پرديو مزدوران دي او فرض عين جهاد ته يې فساد وويل، دغه راز سياف، کشاف وغيره د ځينو ملکونو لکه سعودي عرب، مصر، هند، ايران او نورو د يو څو درباري علماؤ په شمول په کابل کي غونډه وکړه، د افغانستان د اسلامي فرض عين جهاد د بنديدلو غوښتنه يې وکړه، د اسلام د مقدس قانون مطابق د سنت استخفاف کفر دى)
په اعلامیه کې ویل شوي په افغانستان کې روانه جګړه فرض عین جهاد دي ، هغه کسان چې دامریکایانو او دهغوئ دحمایت کوونکو په خلاف دجګړې مخالف دي او ناروا یې بللې ، دشرعي دلایلو په وړاندې کولو سره یې په کلکه غندنه کړې ،اعلامیه وړاندي لیکي: (اتحاد علماء د افغانستان جهاد فرض عين بولي، وخت په وخت يې مکررې فتواګانې صادرې کړي او نشر کړي دي؛ خو سياف او درباري ملايان يې فساد بولي، د اختلاف په وخت کي دالله جل شانه حکم دى چي کتاب الله او سنت رسول الله ته دې رجوع وشي، د اتحاد علماء افغانستان له طرفه سياف او ملګرو ته يې اعلان دى چي بايد د الله جل شانه پورته حکم عملي کړو، د هند د ديوبند علماؤ يا د نړۍ عالمانو ته به دا موضوع وړاندې کړو، څو حق او باطل ښکاره شي)
په اعلامیه کې پرامریکا ږغ شوي چې ژر تر ژر دي خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي ، خپل شکست دي ومنئ او په دې ناروا یرغل کې افغانانو ته داوښتو ځاني او مالي زیانونو تاوان دي ورکړي.
ع کريم حليمي
13.10.2013
[quote:28ae0ba443] د اسلام د مقدس قانون مطابق د سنت استخفاف کفر دى[/quote:28ae0ba443]
محترم او مکرم طیب زابلی صاحب ، سلام علیک
وروره دغه پورته لیکنه یو لنډه جمله ده ، اما وزن ئې ډېر دروند دی
ته له پورته جملې اوحکم سره موافق ئې ، او تاسي (ته) هم په هم دغه عقیده لرې ؟؟؟؟
درنښت
طیب زابلی *
13.10.2013
حلیمی صاحب لیکلی:
د اسلام د مقدس قانون مطابق د سنت استخفاف کفر دى
محترم او مکرم طیب زابلی صاحب ، سلام علیک
وروره دغه پورته لیکنه یو لنډه جمله ده ، اما وزن ئې ډېر دروند دی
ته له پورته جملې اوحکم سره موافق ئې ، او تاسي (ته) هم په هم دغه عقیده لرې ؟؟؟؟
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
هو! زه له دې جملی سره موافق یم ،
ځکه چی دسنت استخفاف ددین استخفاف ده او ددین استخفاف کفرده،ځکه زموږدین له قرآن اوسنت څخه جوړده،
او دسنت استخفاف په ضمنی ډول له رسالت څخه انکارده،له رسالت څخه انکار کفرده،
قال البخاري : (من وقر) أي عظم أو نصر (صاحب بدعة) سواء كان داعياً لها أم لا ، (فقد أعان على هدم الإسلام) ؛ لأن المبتدع مخالف للسنة ، ومعاون مخالف الشيء معاون لهدمه ، وكان من حق الظاهر أن يقال : من وقر المبتدع فقد استخف السنة. فوضع موضعه "فقد أعان على هدم الإسلام" ؛ ليؤذن بأن مستخف السنة مستخف للإسلام ، ومستخفه هادم لبنيانه ، وهو من باب التغليظ ،( مشكاة المصابيح مع شرحه مرعاة المفاتيح)
فمن رغب) أي: أعرض (عن سنتي) طريقتي (فليس مني)
وقال المطرزي في «شرح المصابيح»: يعني من ترك ما أمرت به من أحكام الدين فرضاً أو سنة على سبيل الاستخفاف بي وعدم الالتفات إليّ فليس مني لأنه كافر، أما من تركه لا عن استخفاف بل عن الكسل لم يكن كافراً، وحينئذٍ فقوله: «ليس مني» أي: من المقتدين بي والعاملين بسنتي ا هـ ( دليل الفالحين لطرق رياض الصالحين)
- مناط التكفير هو التكذيب أو الاستخفاف بالدين ........................
.........نواقض الإسلام لا تحصى كثرة، ولكن سنذكر أخطرها، وهي:
. الاستخفاف بالمصحف، أو القرآن، أو بنبي من الأنبياء، أو مَلَك من الملائكة، أو بأي أمر من الدين.( المفصل فی شرح الحدیث)
ومحمد رحمه الله يقول: الأذان وصلاة العيد، ونحو ذلك، وإن كانت من السنن إلا أنها من إعلام الدين، فالإصرار على تركها استخفاف بالدين، فيقاتلوا على ذلك.
(محیط برهانی)
رَجُلٌ تَرَكَ سُنَنَ الصَّلَاةِ إنْ لم يَرَ السُّنَنَ حَقًّا فَقَدْ كَفَرَ لِأَنَّهُ تَرَكَهَا اسْتِخْفَافًا وَإِنْ رَآهَا حَقًّا فَالصَّحِيحُ أَنَّهُ يَأْثَمُ لِأَنَّهُ جاء الْوَعِيدُ بِالتَّرْكِ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(الهندیه)
والاستخفاف بالدين كفر(مبسوط)
ع کريم حليمي
14.10.2013
محترم طیب زابلی صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
ګرانه ، رب کرامت درکړي ، او پوهه درکړې ، ممکن مال هم ولرې ، نوڅه شي مجبره کړئ يي چه داسي احایث راته لیکې چه د بحث سره هیڅ مطابق نلري ،
دغه حدیث او د قتل او قتال ئې سره څه ؟؟؟؟
فمن رغب) أي: أعرض (عن سنتي) طريقتي (فليس مني)
[color=red:b8f22f18ea]داخو د نکاح په باب راغلی دي [/color:b8f22f18ea] او بیا متن دي هم نیمګړئ کړي ، دا ولي آخیر ؟؟؟؟ اصلي متن خو !!!! داسي دی
[color=white:b8f22f18ea] النكاح سنتي ، فمن رغب عن سنتي فليس مني [/color:b8f22f18ea]
د سیاف دي مخ ورک سي ، نه مي استاد دي او نه ئې شاګرد یم ، زما عقیدې ته دوی دواړه جوړېدلي ،،،،،،،، سپکاوئ او استخفاف د عقیدې مي کوئ
دا چه استخفاف کفر دي وروسته به بحث درسره وکم ، که ژوند باقي وو
درنښت
ع کريم حليمي
14.10.2013
[color=green:a6e163065c]بَا هُرَيْرَةَ يَقُولُا قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُوشِكُ إِنْ طَالَتْ بِكَ مُدَّةٌ أَنْ تَرَى قَوْمًا فِي أَيْدِيهِمْ مِثْلُ أَذْنَابِ الْبَقَرِ يَغْدُونَ فِي غَضَبِ اللَّهِ وَيَرُوحُونَ فِي سَخَطِ اللَّهِ[/color:a6e163065c]
ما نن د سیاف وخبرو ته غوږ ونیولی ، استاد سیاف خو شروع په دغه پورته حدیث وکړه ، او پوښتنه يې مطرح کړه ، چه دغه حدیت پر چا باندي تطبق کیږي .
ما خو د استخفاف او سپکاوی د سیاف له خولې وانورېدلی
زابليصاحب تاسو د سیاف خبري نه دي اورېدلي ، یو وار ئې واوره
http://www.youtube.com/watch?v=TY_UO7aMJ2E
هغه د استخفاف جمله راته په ګوته که !!!!!
درنښت
طیب زابلی *
14.10.2013
محترم حلیمی صاحب السلام علیکم
1. الحمد لله ،الله پاک دغومره څه راکړی چی کفایت په وکړم چاته مجبوریت نه لرم اونه چاته طمع لرم،مګرخوته یا په موضوع سرنه خلاصوی اویادی زمالیکنه سمه نه ده لوستلی،دلته دبحث موضوع قتل اوقتال نه ده،بلکی داستخفاف بالسنة،ده،موضوع تاغلطه کړی اوردپرماکوی،داولی؟؟؟
کوم حدیث چی مارانقل کړی دابالکل له موضوع سره مطابق ده،په حدیث کی وایی (فمن رغب عن سنتی فلیس منی) مطرزی دحدیث ددې الفاظو تشریح داسی کوی:) يعني من ترك ما أمرت به من أحكام الدين فرضاً أو سنة على سبيل الاستخفاف بي وعدم الالتفات إليّ فليس مني لأنه كافر،)
دشارح دتشریح پربناء داحدیث بالکل له موضوع سره موافق ده،
داچی ته وایی چی حدیث دنکاح په باره راغلی ده داسمه ده مګرخودابه دی هم اوریدلی وی چی(العبرة فی النصوص لعموم اللفظ لا لخصوص المورد)
دلته د(فمن رغب عن سنتی فلیس منی) الفاظ عام دی لکه شارح چی یی تشریح کړی ده،نودحدیث مطلب دانه ده چی یوازی اعراض پرطریقه داستخفاف په سنت نکاح کی سبب د(لیس منی) ده بلکی دحدیث مطلب داده چی اعراض پرطریقه داستخفاف له هرسنت څخه سبب د(لیس منی) ده،
2. په حدیث کی ماهغه ټکی را اخیستی چی زما مطلب ترپوری اړه لری نودټول حدیث ذکرکولو ته ضرورت نه وو،
3. سیاف خوځکه ددین استخفاف کړی چی هغه جهاد ته فساد وایی،جهاد چی داسلام یوه مهمه فریضه ده دېته فساد ویل تردې بل غټ استخفاف نشته،
په پیښورکی یووخت دسیاف پخوانی دفتر(حویلۍ) ته ورغلم که ګورم شاوخوا پردیوالونو ټول هغه آیاتونه اوحدیثونه لیکلی دی چی هغه اوس هریو پر ده پخپله تطبیقیږی،نوهلته می وویل چی الله پاک مودی له داسی امتحانه وساتی،
1. زما او ستا بحث پردې ده چی استخفاف دسنت یا دین کفرده اوکه نه؟ داچی سیاف استخفاف کړی یانه؟ پردې بحث نه ده اونه ددې ضرورت شته، اتحادعلماء پوه سه اوسیاف یی پوه سه،
الله پاک دی موږ اوتاسوته دحقی لاری پوهه اوپیروی رانصیب کړی
ع کريم حليمي
14.10.2013
[color=white:220ddc6fb2]من ترك ما أمرت به من أحكام الدين فرضاً أو سنة على سبيل الاستخفاف بي وعدم الالتفات إليّ فليس مني لأنه كافر، أما من تركه لا عن استخفاف بل عن الكسل لم يكن كافراً[/color:220ddc6fb2]
محترم او مکرم طیب زابلی ، وعلیکم السلام و رحمة الله
هو که څوک فرض او سنت د سپکاوي او استهزا او رشخند او استخفاف په شکل او په اراده ترک وکړي ، نو کفر ئې ګڼم ،او که له سستي او سادګۍ او ناپوهۍ ترې پاته سي نو بیا کفر نه بلل کيږي
او سیاف صاحب په خبرو کښي هم ډېري داسي خبري سته ، و مولوی عبـــــــــدالله ذاکري ته لازمه ده چه ښه فکر پر وکړي ، او د سیاف په خبرو کښي ډېر ریشتیا او حقیقت وجود لري .
هیڅوک او بیا مسلمان هم وي، جهاد ته فساد نوم نه ورکوي حتی چه لېونئ هم وي د جهاد او فساد تر مینځ فرق کولی شي
د صحیح او اصیل او جایز او مشروع جهاد نتیجه ښېګڼی وي ، او هر کله چه د جهاد فرض او مسنونه قواعد او اساساتو تر پښو لاندي سي ( دښځو او ماشومامو وژنه ، قتل عام شروع وي ) ، او جوز د قتل او قتال وګرځی ، د جهاد روح ته خساره رسیږي ، نو بیا جهاد واوړي په فـــــــــــــــساد
داچه سهيل شاهين د دیني علماء په کتار کي دریږي ، نو بیا به خود د جهاد روح ته تاوان رسیږي ، شاهین او دیني علم دومره سره لیري دي لکه زه او کندهار
کور ودان ، ستاسو داخبره مي هم ډېره خوښه سوه چه :
[color=indigo:220ddc6fb2]داچی سیاف استخفاف کړی یانه؟ پردې بحث نه ده اونه ددې ضرورت شته، اتحادعلماء پوه سه اوسیاف یی پوه سه، [/color:220ddc6fb2]
بس بحث خلاص سو !!
درنښت