نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حکیم الله محسود د پاکستان د حکومت سره د خبرو غوښتنه کړیده.
میرویس
09.10.2013
ګرانو لوستونکو، الله مو په خیر راوله
داسې ښکاري چې له یوې خوا، د پيښور دعیسویانو په کلیسا، او قصه خوانۍ بازار کې د طالبانو حملو او د ګڼ شمیر بې ګناه خلکو قتل عام، د طالبانو پر خلاف عامه افکار راپارولي او د ولس غوصه یې کامل اوج ته رسولې، او طالبانو هم خپله چاړه په اوبو کې لیدلې ده. او له بلې خوا د طالبانو خپل منځي اختلافونو او جګړو د طالبانو د اتحاد او یو موټئ کیدو مړاندې اومړې کړیدي، او اوس طالبان پدې پوهیدلي چې د ولس د نارضایتۍ په وجه دوی ورځ تر بلې کمزوري کیږی.
له بلې خوا د محسود او ولی الرحمان دډلو ترمنځ په کراچۍ کئ جګړئ وشوې او له دغه رازد طالبانو یو تکړه قوماندان نبي حنفي د محسود پرخلاف بغاوت وکړ، او وړمه ورځ د محسود ډلې په هنګو کې، د نبي حنفي په مرکز باندې په ځان مرګې حمله کې یوولس تنه ووژل او نور یې زخمیان کړل.
پرون د محسود نطاق شاهدالله شاهد یو ناڅاپه خبریالن وروبلل او د قتلونونه یې د خپل تحریک د پاکولو او اتفاق خبرې وکړې، او نن هم پخپله حکیم الله محسود بي بي سي رادیو سره په یوه بې ساري مرکه کې د پاکستان د حکومت سره د خبرو غوښتنه وکړه.
داسې بریښې چې د پاکستان طالبان بې وسې شوی، او د خپل عزت د ساتنې دپاره غواړي چې خبروته کیني او روانه کشاله حل کړي.
پدرناوي.