د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان: ملا برادر د بند نه ندې آزاد شوئ

میرویس
09.10.2013

د فورم ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
دپاکستاني زندان نه د ملا برادر د خوشي کیدونه، د بسوګۍ واده جوړ شویدئ. بسوګۍ ودیږي، بسو ګۍ نه ودیږی، بسوګۍ به څه وخت ودیږي.
پاکستان په تحقیق وویل چې ملا برادر د بند نه آزادشوئ او کراچۍ ته بیول شوي. بیا یې وویل چې ملا برادر ته هغه تلفون او کمپیوټر بیرته ورکړل شي چې د توقیف کیدو په وخت کې ترې اخیستل شوي وو، ترڅو د خپلو ملګرو طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي چې په افانستان کې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
بیایې وویل چې هغه پيښور ته نقل شوي چې د افغاني طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې په خپل رول خبرې وکړي.

اوس طالبان وایي چې ملا برادر لا هم بندي دئ. نه یې د خپلې کورنۍ سره تماس نیولئ او نه یې هم د سولې په هلو ځلو کې برخه اخیستې ده. د طالبانو نطاق وویل چې ملا برادر ناروغ دئ او په کاردي چې د انساني وجوهاتو پربنا آزاد شی.

سوال دادئ چې طالبان پر څه اساس دغه ډول ادعاوې کوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more