نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ګور چنجي، یو بل سره خوري.
اتل
08.10.2013
السلام علیکم، محترمانو!
د پاکستاني طالبانو یا [ټي ټي پي] نطاق شاهدالله شاهد د اردوپونټ ورځپاڼې سره مرکه کړیده، او ګران افغانستان ددې مرکې په حواله وایي چې شاهدالله شاهد صاحب ویلي، چې د پاکستان ټول طالبان د حکیم الله محسود تر واحده قومانده لاندې دي.
د شاهدالله صاحب، دا ناڅاپي څرګندونې چې په وزیرستان کې یې میډیا ته کړې، د ضرورت اساس څشئ دئ؟ داسې ښکاري چې ترکاسه لاندې نیم کاسه پټه ده.
که واقعاً ټي ټي پي یوه واحده ډله ټپله وی، نو بیا په کراچۍ کې تیره هفته د حکیم الله محسود او ولی الرحمان د ډلو تر منځ جګړه ولې وشوه؟ که د شاهد صاحب، خبره باوري وي، نو بیا دا د هنګو پیښه څنګه توجیح کوي؟
ولې د محسود یو پخوانئ قوماندان نبي حنفي د هغه په مقابل کې بغاوت وکړي او د محسود خلک په حنفي باندې په حمله کې دوولس تنه ووژني او نور زخمیان کړي.
دا لاندې رپوټ د بي بي سي دئ:
======
هنګو: د طالبانو پر مرکز بريد کې ۱۲ کسه وژل شوي
د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - پنجشنبه 03 اکتوبر 2013 - 11 تله 1392
ځايي خلک وايي له چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي
بريد د خيبر پښتونخوا له هنګو ولسوالۍ سره نژدې په سپن ټل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز شوی، چې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ زیات شمېر نور ټپيان دي.
راپورونه وايي چې قومندان نبي حنفي په اورکزيو قبايلي سيمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد جنګېږي.
روښانه، نه ده چې په دغه بريد کې پخپله نبي حنفي وژل شوی، که نه.
ځايي خلک وايي دغه پېښه نن د پنجشنبې سهار وختي شپږ بجې شوې او له چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي.
وروڼو، حقیقت خو دادئ چې د طالبانو نطاق شاهد صاحب کوښښ کوي چې مخکې د مخه د طالبانو په رتلونکو خپل منځي پیښیدونکو اختلافونو پرده وغوړوي او بې اثره یې کړي.
په الله مو سپارم