د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

بخښنه او صلح تر کساداو بدلې نه ډیره خوږه ده

میرویس
07.10.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
تاند په خپله ننۍ ګڼه کی لیکلي:

ملاله یوسفزۍ: باید له طالبانو سره خبرې وشي
• Monday, 7 October 2013 12:24
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د نجونو د تعلیم د حق مخکښې دفاع کوونکې ملالې یوسفزۍ د سولې لپاره له طالبانو سره خبرې ضروري وبللې.
ملاله یوسفزۍ وايي «سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده چې له طالبانو سره خبرې وشي.»
د دې په وینا مهمه دا ده چې له طالبانو سره د دوی پر غوښتنو خبرې وشي.
د ملالې یوسفزۍ او ګڼو نورو باور دا دی چې که په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي په ټوله سیمه کې به د سخت دریځو له لوري بل شوی اور مړ شي.
هغې وویل، غواړم چې تعلیم پر ټولو خلکو لازمي شي.

محترمو لوستونکو:
ملاله چې د پاکستان طالبانو وویشته چې مړه یې کړي، اوس د طالبانو نه دبدلې د اخیستو په عوض د هغوی په غوښتنو د خبرو اترو سپارښتنه کي او پدې ډول وینه پر وینه مینځل نه غواړي، د افغانستان او پاکستان طالبان هم باید د هغې په پله لاړ شې د خپلو ملکونو او ولس سره د سولې لاره غوره کړي او پدې ترتیب د الله جل جلاله رضا مندي حاصله کړي.
آلله دې خیر را پیښ کړي.


م . ق
07.10.2013

ښاغلی میرویس، د طالبانو سره خبرې څه ګټه لري پداسې حال کې چې د امریکا ګټې د طالبانو په وجود کې رانغښتې دي، کله چې امریکا په سیمه کې تشنج جنګ او وینې تویونې ته ضرورت لري او د همدې کار لپاره یې طالبان او القاعده رامینځ ته کړيدي بیا نو ولې په لوي لاس د سولې په راوستلو د خپلو ټولو جنګي ګټو او اهدافو څخه تېر شي، امریکا خو غواړي حتی منځنۍ اسیا تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، کرغیستان، قزاقستان، سینکیانګ، قفقاز او نورو سېمو ته هم د تروریزم د لارې جنګ وارد کړي ترڅو پراخې طبعي زیرمې ترلاسه کړي، د همدې کار لپاره یې د ازبکو او تاجکو طالبانو په روزلو کار شروع کړی، چې په بدخشان او نورو سیمو کې وروستۍ پېښې یې ژوندی ثبوت وړاندې کوي. نو چې داسې وي نو بیا خو سوله راتلل د امریکا په ټولو اهدافو او پلانونو او تاوانونو اوبه تویول دي.
نو ځکه سوله موله نه راځي او نه به راشي ځکه چې د امریکا ګټې په کې نشته همدا وجه ده چې طالبان کله د سولې په وړاندې یو شرط وړاندې کوي کله بل، کله یو دریځ لري کله بل، چې ترشا يې اصل مقصد دادی چې دسولې راوستلو په وړاندې خنډونه جوړ کړی شي.
که په قطر کې دفتر دی او که نورې ډرامې دي، دا ټول د ساده مسلمانانو غولول دي، امریکا پاکستان ته سپارښتنې کوي او پاکستان یې د طالبانو د لارې پلي کوي، پدې توګه د درې واړو ترمنځ همکاري یوه جوته، ثابته، معلومه، بدیهي، ښکاره، څرګنده، بربنډه، لغړه، واضحه او تر لمر روښانه خبره ده چې نور پکې هیڅ شک او شبهه نده پاتې، هرڅوک چې ترې انکار کوي هغه به یا ډیر ناپوه او بې لیاقته، نااهل او کم ظرفیته وي او یا به په دې درې واړو کې د یو لپاره کار کوي نو دا رنګه شخص که هرڅومره پوه هم وي خپلې شخصي ګټې یې مجبوروي چې انکار وکړي او په خپلو ناچیزو دوو ګوتو د روښانه لمر د پټولو ناکامې او شرموونکې هڅې وکړي.
فلهذا د افغانانو ګټې پدې کې دي، چې د سولې مولې پرځاي د امریکا، پاکستان او طالبانو د مخونو څخه برقعه لرې کړي ترڅو اصلې څیرې یې بربنډې شي او مخنث او مذکر یې ټوله نړۍ وګوري، د ازدواج اړیکې او د نکاح پلار یې خلک وپیژني.

مننه او درنښت


میرویس
08.10.2013

م. ق، ورورجانه، السلام علیکم
ستاسې د مهربانۍ تبصره مې ټکې په ټکې ولوستله. داسې خبرې په مختلفو حالاتو کې د تاریخ په اوږدو کې په هره سویه اوریدل شويدي. د ۹/۱۱ په ارتباط هم دیته ورته تبصرې شویدي.

همدغسې خبرې د عراق په ارتباط ډیرې تودې وې. خلکو ویل چې امریکا خو څه شوده نده چې هسې چټي په عراق کې دومره بې شانه لګښت وکړي او خپل عسکر پکېووژني.
امریکا خو د عراق د تیلو دپاره هلته تللې ده. امریکا غواړي چې ددایم دپاره دعراق په تیلو قبضه ولګوي. عامو خلک څه چې حتې صاحب نظرانو هم دا خبره کوله، خو امریکا د هرچا سوچونه غلط ثابت کړل او د عراق نه تش لاس ووتله.

زما په خیال چې افغانستان او سیمه د عراق په نسبت کم سیم اوزر لري. امریکا د افغانستان نه وزي، طالبانو ته پکار دي چې دصلحې او سلم له لارې د خپلو خلکو اوحکومت سره مخ په وړاندې قدم واخلي، او ځوریدلئ ملت نور ونه ځوروي.
په الله دې سپارم.


م . ق
08.10.2013

[quote:6e1a9697d3="میرویس"]م. ق، ورورجانه، السلام علیکم
ستاسې د مهربانۍ تبصره مې ټکې په ټکې ولوستله. داسې خبرې په مختلفو حالاتو کې د تاریخ په اوږدو کې په هره سویه اوریدل شويدي. د ۹/۱۱ په ارتباط هم دیته ورته تبصرې شویدي.

همدغسې خبرې د عراق په ارتباط ډیرې تودې وې. خلکو ویل چې امریکا خو څه شوده نده چې هسې چټي په عراق کې دومره بې شانه لګښت وکړي او خپل عسکر پکېووژني.
امریکا خو د عراق د تیلو دپاره هلته تللې ده. امریکا غواړي چې ددایم دپاره دعراق په تیلو قبضه ولګوي. عامو خلک څه چې حتې صاحب نظرانو هم دا خبره کوله، خو امریکا د هرچا سوچونه غلط ثابت کړل او د عراق نه تش لاس ووتله.

زما په خیال چې افغانستان او سیمه د عراق په نسبت کم سیم اوزر لري. امریکا د افغانستان نه وزي، طالبانو ته پکار دي چې دصلحې او سلم له لارې د خپلو خلکو اوحکومت سره مخ په وړاندې قدم واخلي، او ځوریدلئ ملت نور ونه ځوروي.
په الله دې سپارم.[/quote:6e1a9697d3]

وعلیکم السلام،
خوښ شوم چې خبرې په دلایلو کوې، پدې توګه کولاي شو بحث ترپایه ورسوو او یوه معلومه او جوته نتیجه ترینه راوباسو.
خو که په بحث کې داسې څه ترسترګو شو چې د امریکايي ګټو څخه ننګه او دفاع کوي نو ښايي چې خوند یې ډیر خراب شي.
د عراق متعلق چې کومې خبرې کېدې اوس هم سمې دي، امریکا د هغه ځاي څخه پوره نده وتلې، بلکه پټې استخباراتي کړۍ هلته اوس هم موجودې دي، د تجارت، او ټولنیزو کارونو، تعلیم او رسنیو په نوم اوس هم هلته امریکایي او یهودي جال خپور دی، امریکا چې څه غوښتل هغه ترلاسه شو، د امریکا او اسرایلو غښتلی دښمن له مینځه لاړو، امریکا ته په ټوله هغه سیمه کې د مداخلت لاره برابره شوه، بدامني په سیمه کې خوره شوه چې دادی اوس هم روانه ده، سوریې او لیبیا ته د همدغه ځاي څخه ډلې ټپلې تیاریږي او لیږل کیږي، د کردانو او کردستان مسئله راپورته شوه، د امریکایانو یو لاسپوڅی حکومت قایم شو، د تېلو ذخیرې د امریکايي کمپنیو لاسونو ته ورغلی، د امریکایانو ټول اهداف پوره شول، نو بیا هلته د لویو فوځي کاروانونو ساتلو ته څه ضرورت دی چې هسې پرې خرچې کوي، استخباراتي کړۍ ټول کارونه کوي کنه، او د اډو ضرورت ځکه نشته چې په ډیر لنډ واټن کویټ، قطر، سعودي، اماراتو کې لويې امریکایي اډې پرتې دي، د فارس خلیج کې هم لويې امریکایي بیړۍ او ابدوزونه ګرځي.
د نړیوال اقتصادي بحران له وجې نه امریکا پدې پوهېدلې چې د لويو فوځي قافلو او لویو اسلحو د استعمال پرځاي پراکسي ور (Proxy War) یعنې د بل چا په واسطه جنګ کول او استخباراتي جنګ ډیر مؤثر دی، د همدې وجې نه یې په افغانستان او عراق حملو وروسته یې په لیبیا، تیونس، سوریه، مصر، یمن او سوډان کې د عربي جنګي ډلو ټپلو څخه کار واخیست او اوس یې ترینه هم اخلي، په همدغه ډول یې په پاکستان کې هم په جنګي قراردادیانو او ډرون حملو اکتفاء کړې ده.
په افغانستان کې هم همدغسې اراده لري، لوي فوځي کاروانونه به ووځي خو خاصې کړۍ، ځانګړي ځواکونه او استخبارات به پاتې وي، بدامني به لاپسې زیاتیږي، جنګي ډلې ټپلې به نورو سیمو ته خوریږي.
امریکا چې په ظاهري او غولوونکې بڼه د عراق څخه ووته نو عراق یې شاته څرنګه پریښود؟ تر پخوا ښه کنه لا بدتر؟ لیبیا ته چې راننوتله، د لیبیا حالات ښه شول کنه نور هم بدتر شول؟ سوریه یې کوم حالت ته ورسوله؟ څومره خلک د امریکا په پېسو او د امریکايي قراردادیانو په لاسو ووژل شول؟ ایا د پاکستان او عراق څخه ورته په پیسو اغیستل شوې طالبان او مجاهدین ونه لېږل شول؟
په مصر کې یې د خرڅ شوي مصري فوځ په لاس څومره مسلمانان ووژل او لایې وژني؟ ایا دا امریکا نه وه چې یو ځل یې انقلابیون راوپارول چې د منظم او غښتلي حکومت تخته چپه کړي، او بیا یې مصري پوځ ته پېسې ورکړې ترڅو انقلابیون راچپه کړي او پدې توګه یې د یوبل سره وجنګوي ترڅو د اسرایلو په مقابل کې هیڅ یو قوي عربي ملک پاتې نشې! که هغه عراق وي، که سوریه او یا مصر! ایا په دې به هم کوم عاقل او مدبر انسان نه پوهیږي، ولې مونږ خو واښه نه خورو چې دومره به هم نه پوهیږو.
دغه حالات امریکا په ټوله نړۍ کې د یهودي شیطانت په ابتکار او لمسون روان کړې دي، او د دنیا د ټولو کړکیچونو ترشا د امریکا لاس دی، که هغه عربي ملکونه دي، که شمالي او جنوبي کوریا ده، که صومالیه او سوډان دی، که بوسنیا او هرزګوینیا او جارجیا ده، که ګرجستان، ارمنستان، او قفقاز دی، پاکستان او افغانستان دی، یوکراین، بیلاروس او پولینډ دی، لنډه داچې د نړۍ په هر ګوټ کې امریکا شخړې راپورته کړي او لایې پسې اوږدوي، ملکونه تجزیه کوي او جنګوي یې، د دنیا په ټولو ستراتژیکو، سیاسي او اقتصادي موقعیتونو کې د امریکا فوځي او استخباراتي اډې دي، نه ورڅخه بحر خالي دی نه ورڅخه بر خالي دی او نه ورڅخه پورته فضاء خالې ده، لنډه دا چې د نړۍ پرمخ د تاریخ په اوږدو کې د امریکا غوندې شیطان او ابلیس موجود نه وو، او پدې کې هیڅ شک نشته چې د ابلیس او شیطاني لښکرو څخه به مستقیمې لارښوونې او الهامونه اخلي ځکه چې د ابلیس تخت هم په بحر دی.
په ټول افغان کې زما دغه لیکل به د یادګار په توګه پاتې وي چې د افغانستان حالات به نور هم خراب شي، امن او سوله به رانشي، بد امني او جنګونه به په ټوله منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې خپاره شي، قوي مرکزي حکومتونه به ختم شي پرځايي به یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ په نامه کمزوري او غیر متمرکز حکومتونه قایم شي ددې لپاره چې امریکایانو ته د مداخلت او لاسوهني فرصت هروخت په ازادانه توګه برابر وي.
فلهذا نه طالبان او نه پاکستان خپلسری تصمیم نیولی شي او نه د امریکا له اجازې پرته سوله کولی شي، امریکا جنګ غواړي او ترهغه به جنګونه جاري وي ترڅو ټوله نړۍ د امریکا لاسو ته کېوزي، مرکزي او مستقل حکومتونه ختم شي او په ټوله نړۍ کې داسې لاسپوڅي دولتونه قایم شي چې د امریکا هر امر ته لاس په نامه ولاړ وي.
او یا دا چې د الله رب العالمین اراده بدله شي او امریکا باندې خپل الهي غضب رانازل کړي او دنیا یې د شر څخه خلاصه کړي.

مننه


م . ق
09.10.2013

[quote:959996d5f1="میرویس"]امریکا د افغانستان نه وزي، طالبانو ته پکار دي چې دصلحې او سلم له لارې د خپلو خلکو اوحکومت سره مخ په وړاندې قدم واخلي، او ځوریدلئ ملت نور ونه ځوروي.[/quote:959996d5f1]

دلته یو څو سوالونه پیدا کیږي:
امریکا که د افغانستان نه وځي نو د څه د پاره راغلې وه؟ که ظاهري بهانه یې طالبان او القاعده وه نو هغوي خو اوس هم شته، که وايي اسامه بن لادن له مینځه تللی نو دا خو هم هسې یوه ډرامه وه، د اسامه معامله اوس هم یوه معما ده، سیند ته غورځول څه معنی لري، صدام او قذافي یې ټولې نړۍ ته ښودلی شو اسامه یې ولی نه ښودو؟ هغه تصویرونه چې په انټرنیټ خپاره شول فوټو شاپي وو.
ایا امریکا واقعا په افغانستان کې سوله غواړي؟ ایا امریکا واقعا غواړي چې طالبان سوله وکړي او د حکومت سره یوځاي شي؟ ته څه فکر کوې چې امریکا دغه کار غواړي خو نه یې شي کولی؟

د ځوابونو څخه وروسته به موضوع نوره پسې وغزوو، او ستاسې د ځوابونو مطابق به نور سوالونه مطرح کړو.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more