نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په پاکستان کې د سخت دریځې مډیا ګواښ
میرویس
07.10.2013
ګرانو لوستونکو، سلامونه او احترامونه
مشال رلدیو د پاکستان د ډان ورڅپانې په حواله لیکي چې: ترهګري د پاکستان له پاره لوی خطر دی، خو د دی خطر تر ټولو مهمه برخه چې پاکستاني رياست او ټولنې له پامه غورځولې هغه د وسله والو ډلو رسنۍ دي.
ډان دغه راز په خپله مقاله کې لیکي:
وسله والو دپاکستاني میډیا برعکس خپله ځانګړی میډیا ترتيب کړي.
مقاله زياتوي، په پاکستان کې وسله وال د میډیا په برخه کې د جومات په نقش قدم روان دي او هدف يې راتلونکي نسلونه دي.
ګرانو وطنوالو، پرځای ددې چې وسله وال د راتلونکو نسلونو نه، ځان وژونکي، قاتلان او د ملک او اسلام تباه کونکي جوړ کړي، ورله پکار دي چې ماشومانو ته دیني میانه روی ورزده کړي، ځکه چې په اسلام افراطیت حرام دئ.
څوک چې په اسلام کې میانه روۍ ته شا اړوي او د افراطیت لاره غوره کوي، اصلاً د اسلامي ارشاداتو نه سرغړونه کي.
الله جل جلاله دې افراطیان د اسلام په ځلانده لار روان کړي.