سياست او روانې چارې
اوس دې برابر کړو جانانه
tandar
06.10.2013
اوس دې برابر کړو جانانه
اشرف غني لومړي مرستيال دملت قاتل پخوا دجنګلک دفابريکي پياده نني جنرال دوستم وټاکل شو
دادcia پلانونه دي همدغسو جنايتکارو ته ضرورت لري
لعنت دي په اشرف غني وي چه په ٣٤ ولايتونو کي بل څوک پيدانکړو او ځانته لومړي مرستيال جنګسالار جنايتکار انتخاب کړو
داشغالګرو نوکران ځان غم خوري که دملت ؟
داخاوره يو ملي انقلاب ته ضرورت لري او يوه سمه تصفيه غواړي اوبس
دوطن ددشمنانو په سر يو غيبي تندر
tandar
07.10.2013
دوه نۍ د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې ١٥
ډاکټر صيب ځان انتحار کړ
عبدالله ابک
06.10.2013 21:17
(لکه سر د پسه پر اور غاښونه سپين کا
هسې ماته له ډېر غمه خندا راغله)
ما هم دا ليکنه له ډېره درده کړې ځکه چې ټولې هيلې مو په ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي پسې تړلې وې)
تر دې دمه مې په انتحار هيڅ باور نه درلود. ما ويل دا به د بهرنيانو ډرون وي او نوم به د انتحار ورکوي ځکه چې ځان ډېر شيرين وي او د هيچا هم په خپل ځان بد نه لورېږي خو اوس باور لرم چې انتحاريان شته او شتون خو يې پرېږده چې په هوښيارو خلکو کې هم شته او ښه مثال يې زمونږ ستر مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.
نوم ګټل او هغه هم په پوهه او تفکر کې ډېره ګرانه خبره ده. ولې ډاکټر صيب د پوهې او تفکر په نړۍ کې ګټلي نوم ته داسې ضربه ورکړه چې جبيره به يې ناشونې وي.
د جګړه مارو او ټوپکمارو له زور زياتي نه نور خلک تر پوزې راغلي وو او په ځانګړې توګه د ګوتو په شمار روڼ اندي خو په دې تمه وو چې د نړۍ د ستر مفکر ډاکټر اشرف غني په قدرت ته رسيدو سره به نور که خدای کول د زورواکانو ګلم جم شي او حتی خلکو دا تمه درلوده چې د اشرف په راتګ به د بې شرفو محاکمه شروع شي خو حيران يو چې د پوهې او تفکر مفهوم بدل شوی او که پوهان او متفکرين بدلېږي.
اوس به ډېر خلک وي چې د ډاکټر صيب دې تېروتنې ته بېلابېل رنګونه ورکړي، منطق او استدال ورته پيدا کړي، خو که متفکر صيب په خپله خپل ګريوان کې فکر وکړي نو دې نتيجې ته به ورسېږي چې نه جبيره کېدونکې تېروتنه يې وکړه.
د ولسمشر کرزي د دوو جګړه مارانو مرستيالانو د کانديدۍ پر مهال هم د ولسمشر کرزي پلويانو خپل کمزوری استدلال پر خلکو تحميل کړ او ويل يې چې يو يې اخوند او بل لنډه غر دی او کرزی به يې استعمال کړي خو خبره سرچپه وخته. کرزي ورته کتل او فهيم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زورواکان اکمالول. که کله به يې طبعيت خراب شو نو غره ته د ختلو او وسلو پورته کولو ګواښونه يې هم په ډاکه کول. دې بل مرستيال يې هم د نړۍ د ټيروريزم خلاف مرستې د جګړه مارانو په پياوړتيا ولګولې چې ښه مثال يې د ارزګان د يو قاتل (شجاعي) ملاتړ ؤ. همدا راز يې په ډېره سپين سترګۍ د هېواد د يو شمېر مالدارو پر ضد د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېښوده او له خپلې قبيلې سره يې په بهسود ولسوالۍ کې خيمه ووهله. نو ولې نه منۍ چې (له موزي ښادي حرامه ده)؟
کله کله په سياست څوک نه پوهېږي چې نتيجه به يې کاميابه راووځي که ناکامه خو د ډاکټر غني پرېکړه په ډاګ چغې وهي چې دوو لومو کې نښتی دی.
ولسمشري به ونه ګټي خو بې شکه چې ګټلی نوم يې بايلود.
د ټاکنو هدف د حکومتونو بدلول يا تاييدول وي او بې له شکه چې د ولسمشرکرزي له سياست او حکومته خلک تر پوزې راغلي وو او نور ورته د زغم نه ؤ چې له همدې کبله ډاکټر اشرف غني احمدزی ورته ښه بديل ښکاريده خو فکر کېږي چې ولسمشر کرزي ښه ډز ورکړ. ځکه داسې رپورټونه هم خپاره شول چې له اکثرو کانديدانو سره د کانديدۍ او مرستيالانو په ټاکنو کې ولسمشر کرزي مرسته کړې نو له ډاکټر غني سره يې داسې مرسته وکړه چې تر مرګه به يې له ياده ونه باسي. لومړی خو ولمسمشر کرزي د خپل قومي مصلحتي حکومت خټې پرې ومږلې او بيا يې د دوستم د مرستيال کولو داسې مشوره ورکړه چې په ژوند کې به هم بيا څوک ونه وايي چې غني تر کرزي ښه دی.
ځکه چې د کرزي مرستيالان خو لږ تر لږه يوازې له جنګي ډلو سره تړلي وو او که جنايتونه يې کړي هغه هم د جګړې پر مهال دي؛ ولې د غني مرستيال رشيد دوستم يوازې د جګړجنګي مجرم نه دی بلکې د همدې ډيموکراسۍ په دوره کې يې شخصي زندانونه لرل چې کرزي يې په بندولو ترې مننه وکړه، د همدې امريکايي ډيموکراسۍ په پيل کې يې ژوندي انسانان په کارټينرونو کې وراسته کړه. د همدې ډيموکراټيکې دورې په اوږدو کې يې د ارګ په څومترۍ کې د جنسي تېريو ډنډورې پورته شوې.
خدای مه کړه چې ډاکټر صيب هم ولسمشري ونه ګټي او هم به ګټلی نوم له لاسه ورکړي!