د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامریکايي-ځواکونو-تازه-وحشت،په-دوو-جلاپېښو-کې-۱۱-تنه-شهیدان-شوي

pattang
05.10.2013

[img:60c26c2ae8]http://nunn.asia/images/Foreign_troops/crimes/janaza1.jpg[/img:60c26c2ae8]

امریکایي عسکرو په وردګو کې دیوې ښځې په شمول ۷تنه په ډزو شهیدان کړی له وردګو ولایت نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي،دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ دنیک پاي کول سیمې دچمړي په کلي کې تیره شپه ناوخته یوه بجه امریکایي عسکرو دشیراغا په نوم دیوه ولسي وګړي په کور دتلاشي په پلمه یرغل ور وړی

،خبرزیاتوي امریکايي عسکر پرته له اجازې دشیراغا کورته په داسې حال کې ننوتل چې دکور وګړي ټول په خواږه خوب ویده وو.امریکايي عسکرو کور ته له ننوتلو سره سم ناتاره ډزې پیل کړې چې له امله یې دیوې میرمنې په شمول ۷تنه شهیدان شول.

له سیمې نه وروستي رارسیدلي راپورونه وایي چې اشغالګرو ځواکونو له یرغل وروسته له سیمې نه دیوې ښځې په شمول څلورتنه په اسارت له ځان سره وړي.

دمیدان وردګ ولایت دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي پیښه تاید کړې او ویلي تیره شپه خارجي او داخلي عسکرودمیدان وردګ دچک ولسوالي اړوند سیمه کې په یوه کور چاپه وهلي او په ترځ کې یې شپږ تنه طالبان وژل شوي. او په یوه بل کور دامریکايي ځواکونو په ډزو یوه ښځه،یو ماشوم او یوه بله نجلۍ ټپيان شوي.

له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسنیو ته په یوه لیږل شوې خپرپاڼه کې زیاته کړې ،تیره شپه ناوخته بهرنیو اشغالګرو ځواکونودمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ دچمړي کلي کې دشیراغا په نوم دیوه ملکي وګړي په کور چاپه وهلې ، اشغالګروعسکرو ۷ تنه شهیدان کړی نوموړی زیاتوي په پیښه کې شهیدان شوي کسان ټول بې دفاع ملکي وګړي دي او له طالبانو سره یې تعلق نه درلود.

په سیمه کې عیني شاهدانوهم تاید کړې چې شهیدان شوي کسان او اسیران ټول دیادې سیمې بې دفاع ولسي وګړي دي.

دیوبل خبرلمخې تیره شپه دننګرهار په ولایت کې دبهرنیو ځواکونو په هوايي بمبارد کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شول.

پېښه تیره شپه دبهسود ولسوالۍ اړوند جلال اباد هوايي ډګر ته څیرمه دسراچه په سیمه کې رامنځ ته شوې چې له امله یې د درویو تنو زده کوونکو په شمول پنځه تنه ملکي وګړي په شهادت رسیدلي

په خبر کې ویل شوي په شهیدانو کې دوه تنه وسیع الله او امان الله دیوه کور غړي وو او دواړه دښونځۍ شاګردان وو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more