د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

خلقيان او پرچميان يواځي دانسانانو قاتلان نه دي

tandar
05.10.2013

خلقيان او پرچميان يواځي دانسانانو قاتلان نه دي بلکي دبابا صيب دکلي دسپيو قاتلان هم دي
په کافي اندازه اسناد اوشاهدان شته
دوي به چه له ولاياتو اودکابل دښار نه خلک راټول اودپل چرخري زندان ته يوړل بيا به يې توري خلطي ورپه سرکړي او په سرويسونو کي به يې پوليګون دپل چرخي ته وړل پس له تيربارانه دبيلدوزرو په زريعه ترخاورو لاندي کول
دبعضو شهيدانو به لاس اويا پښي ترخاورو لاندي نه وي پس له څو ورځو به يې بوي کولو نودبابا دکلي سپي پري اموخته شوي وه دشهيدانو دبدن اعضاوي به يې کلي ته له ځان سره وړل چه په همدي علت دقواي ٤ او١٥ زرهدار عسکرو ته امر شوي چه سپي هم درانژدي کيدلو وهغلته راتللو سره وولي اوووژني
نن دادملت قاتلين څه شول ؟
٨٠ فيصدو يې امپرياليزم ته فناه وړي بيغمه ژوند کوي
دحساب ورځ راتلونکي ده کله خلاصيږي انشاالله
ديوه لوي اوازاد هيواد په هيله


پښتون:
05.10.2013

نه پوهیږم چې د خلق او پرچم د رژیم بی ځایه وژنې به څومره حقیقت ولري.
حتمن به د سیاف نه هم خطرناکه وو، چې وژل یی .
ځکه چې سیاف یی په دا دومره وحشیتوب او منافقتوب د زندانه خوشې کړ ،او ورسره یی نور د سیاف په څیر وحشي ایخوانیان چې د پاکستان رباب ته نڅیدل ،له زندانه خوشې کړل.
ستاسو مالومات بلکل صحیح دې.
هماغه خلقیانو او پرچمیانو ته هم غرب پناه ورکړه .
ځکه چې د ملاعمر ،ګلبدین،سیاف،مجد دی،خالص،محمدی او غیره غول خاشاک په تندي خو لیکلي ندي چې جنایتکاران.
نو د خلقیانو او پرچمیانو په تندي یی هم لیکلي ندي چې د هیواد آشرار وژونکي.
په همدې خاطر د نر په شان په لوړ سر په پراخه ټټر او میړانه پخپل ژوند بوخت دي.
د ۵۰۰۰ کسانو لست دا په ثبوت رسوی چې هغه کسان د قانون له مخې تورن شوی وو او د اعدام وړ وو.
مګر راشه د سیاف ،د ملاعمر او د ګلبدین نه هغه لستونه وغواړه چې په لکونه کسان د دوی د قدرت غوښتنې قربانیان شول.فقط یی د بس ،د موټر او د کور نه راویستل او د غرونو په ناونو کې به یی وژل.
که څوک به مامور وو ،معلم وو،خرکار وو،بیکار وو خو چې د افغانستان د حکومت پیسی به یی جیب کې وی ،نو د سور کمونسټ ټاپه چې په پاکستان کې د آی اس آی د ملایانو لخوا ورکړ شوی وو،پدې تندي وروهله .
د ایخوان الشیاطینو دا بد عادت د پاکستانی باداره ور پاتې دئ چې خپل ځانونه د جنت فرشتې وګڼي او د افغانستان اصلی خدمتګاران قاتلان وګڼي.


tandar
05.10.2013

دټولودي خداي داسي کوروران کړي لکه دو ي چه دنورو وران کړ و
سګ برادر شغال است
سياف ولسمشري غواړي دوستم به يې معاون اول وي نظامي مارشال به يې فهيم سګباز وي :oops:
ملي ژبه به هم فاړسي اواوزبکي شي پښتانه دي دژمي پتاوي ته دکورونو خوله کي کښيني اوخپل نسوار دي اچوي :oops:

پخواني اشرار اوسني اوراتلونکي ولسمشران ، دي ځپلي ملت ته دي يوواقعي رهبر خداي،ج، غيبي پيداکړي امين
ديوه لوي اوازاد هيواد په هيله


پښتون:
05.10.2013

تر څو چې نا اهله ،بیسواده او بی کلتوره ایخوانیان او د ټولو لوی د جهالت نمونې طالبان د پښتنو په منځ کې وي،پښتانه به د ښه ورځ خاوندان نشي.
دا د عربو او پاکستانیانو غپیدلي غلامان د پښتنو د بربادۍ او د منځه تللو اصلي عاملین دي.
په افغانستان کې دې پښتانه د امریکایانو په شتون شکر اوباسي.که دوی نه وی اوس به پښتانه هم نه وی .او که وی نو د زر کالو پخوا د غرونو ژوند به یی په برخه وی.


pattang
05.10.2013

په مرداره کوڅه کې له چټلي څخه ځان ساتنه اسانه کار ند ی !
که څه هم سخته راته تماميږي خو هغوی ته چې په ګناه ککړدي او
نور هم تېری کوي پټه خوله پاتېکېدل نامردي راته شکاري !

[quote:78d2dc6bf2="پښتون:"]
تر څو چې نا اهله ،بیسواده او بی کلتوره ایخوانیان او د ټولو لوی
د جهالت نمونې طالبان د پښتنو په منځ کې وي،پښتانه به د ښه ورځ
خاوندان نشي. [/quote:78d2dc6bf2]

اخوانيان خو ددې خاورې اوسېدونکي دي او جهالت هم نسبتي دی!
دوی بايد خپل اقتصاد په کلچر کې تړلی مخته بوزي !

اخوانيان خو بيا دا بې ناموسه خلقيان غربي لېبراله لنډغر د ټيټو
سترګو خاوندان بولي چې خپل هېواد په نورو ابادوي او دوی سترګې
مړې ورته اچولې وي ! وطن ته هر څوک راولي او پردی بې خدايه
کلچر په مسلمان اولس تطبيقه وي!

[quote:78d2dc6bf2="پښتون:"]
دا د عربو او پاکستانیانو غپیدلي غلامان د پښتنو د بربادۍ او د منځه
تللو اصلي عاملین دي.[/quote:78d2dc6bf2]

نه!
دپښتنو د بربادي غپيدلي غلامان هغه خلق او پر چم وو او دی
چې ديکتاتوري دپرولېتاريا يې غوښته ! ملت ته يې کار، کور او کالي
وعده ورکوله خو په اصل کې يې ټول بې کفنه ژوندي خښ کړل !
او دپښتانه په نوم هر هلک ، موټروان ، کلينر ، تنبل ، بوالهوسه
انسانان د مارکس کتابونه په جيب کې تخته کړل خو په مانا او مفهوم
يې نه استاد پوهېده اونه وفادار شاګرد !

[quote:78d2dc6bf2="پښتون:"]
په افغانستان کې دې پښتانه د امریکایانو په شتون شکر اوباسي.که
دوی نه وی اوس به پښتانه هم نه وی .او که وی نو د زر کالو پخوا
د غرونو ژوند به یی په برخه وی.[/quote:78d2dc6bf2]

څوک چې دپرديو په شتون او اشغال خپل هېواد ابادوي نو عمل یې
يې مردګاوي دی ! له هغه نه بل پست انسان نشته او د پښتانه د نوم
بلا دې پرې وګرزي او داهغه برېتور خلقيا ن دي چې تر اوسه پورې
د بې ناموسي او هيواد خرڅونې دلالي کوي !


افغانستان خو داسې وو :

http://www.taand.com/archives/10375

خو څو فاسدو ريچنو تور پېکويو خلقيانو ورانکه او د اسقرار له مداره یې ويوست !!

تف لانت په داسې مردار جنايې عمل او ايديالوګي باندې !


پښتون:
06.10.2013

1-د ایخوانیانو په مرداره کوڅه کې یواځې هغه کسان تیریږي چې د ایخوانیانو د پوچو او تیاره افکارو د تاثیر لاندې راغلي وي.د ایخوانیانو مردار او د وروسته والی د مفکوری وایرس وهلي وي.او د ټولو اړینه د پاکستان د آی اس آی د ملایانو د ایخوانیزم میکروب یی ماغزه بوینه کړي وي.
ایخوانیان د دې خاورې اوسیدونکي نشي کیدلې.د افغانستان په ورستنیوڅلویښتو کلونو کې ټول افغان ملت ته په ثبوت ورسیدل چې ایخونیان یواځې د جهل خپرونکي ،د هیواد ویجاړونکي ، د خلکو قاتلان ، د دین او مذهب په نامه سوداګران ،دسیسه جوړونکي او د هیواد د وروسته پاتی کیدلو زهرجنه میکروبونه دي.
د دوی اقتصاد او کلتور د پاکستان لخوا ،د عربو لخوا او د ایخوانیانو ستر بادار یونایټید ستیډ اف امریکا لخوا دیکتی کیږي.د ایخوانیانو پورته باداران هیڅکله د ایخوانیان د انسانیت خواهش نلري ،بلکې دوی چې څومره چټل ،مردار ،سپږن ،ریچن ،سفلیس او بواسیر وهلی وي ،او تر حده زیات وحشیان اوسي ،نو په هماغه اندازه یی بادارانو لپاره ګټه ډیره ده.

2-د هیواد اصیل بچیان چې د هیواد په ودانولو کې هڅه کوي .د هیوادوالو د پرمختګ او د یوی ښه راتلونکي او د یو پرمختللي افغان هیله لري.هغوی دا بیناموسه وطن پلورنکي او وطن ورانوونکي ایخوانیان، ټیټ سری بیناموسه ،د آی اس آی مردارخواره او د پنجابیانو غلامان بولي.چې خپل هیواد او خلک د پنجاب د آرمانونو لپاره له منځه وړي.او د هغوی په امر د وحشیانو کلتور غواړي په هیواد کې پلي کړي.لکه د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱کال پورې.
الله ج رحمت او مهربانی وکړه چې افغانان له هغه وحشت او بربریته خلاص شول.

3-د پښتنو د بربادۍ او وروسته والی عاملین د پاکستان غپیدلي سپیان ایخوانیان او طالبان دي.چې د اسلام په نامه یی د اسلام آباد وحشي اوامر پر افغانانو تطبیقول.خلکو ته یی د کار او روزګار پر ځای د دورو وهل ، د سرونو او لاسونو پری کول،بیلمانځه لمونځ کول او په زرګونه اسرایلیات ورکړل.او د خیرات غوښتلو کڅوړې یی ورته غاړې ته واچولې.
دا بیناموسه او بی شعوره د پاکستان غلامان او د امریکا روبټونه د بیسواده او جاهلو خلکو څخه تشکیل شوی ،چې مشران یی ورته د سی آی ای منلي جاسوسان ټاکلي دي.
دوی د اسلامی کتابونو څخه ټوکې ټکالې جوړې کړې.له ځانه یی په هره دوره کې حدیثونه جوړ کړل .او د ځانونو لپاره او د بیسواده او جاهله لپاره یی فتوا ګانې جوړې کړې.
څوک چې خپل هیواد د یو بل هیواد لپاره چې څو لسیزی تاریخ لري ،وران او ویجاړه وي، لوی بیناموسه او مرده ګاوان دي.پدې بیناموسانو دې د ټولو کړیدلو پښتنو غم او بلا پریوځي ،چې دا بیناموسان د پښتنو په نوم د یو ټیزن ،د انګریزانو غلام د پنجابی غلامي کوي.
دا هغه ټیزن ،سپږن،خیرن ،جنوبه ایخوانیان دي چې تر ن نه پورې د پنجابی لپاره مرده ګاوی کوي.

4-افغانستان ډیر ښکلې وو ،او اوس لا ښکلې شوی دې،که د پنجاب غلامان نه وی نور به هم لا ښه شوی وی.
خو د ۱۳۵۳ه ش کال څخه چې کوم بیناموسه دلال ایخونیان د پنجاب په لورې وتختیدل او هلته یی اسلام آباد ته سجده وکړه ،او ځنځیری غلامان شول،،،،،،نو له هماغه ځایه یی د افغانستان د ورانولو قسم وکړ.
دې بیناموسه هیواد ورانوونکو د افغانستان په هره سیمه کې ښوونځې،روغتون،عام المنفع ځایونه،پولونه،د بریښنا ډیمونه او ستنې په بمونو ولوځول ،ځکه چې دا څیزونه د افغانانو په ګټه وو.
ښوونکي،داکتران ،انجینران،مامورین ،سوداګران او غریبکاران یی ووژل ،ځکه چې دا کسان د هیوادوالو په ګټه وو.

تو لعنت یې په دا داسې منصفی شه
چې یی فکر د سپږن ،ریچن ،غلام وي


م . ق
06.10.2013

درنو هیوادوالو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ!

خداي دې وکړي چې تر دې دمه روغ جوړ خوشحاله سوکاله، او نیکمرغه اوسئ.
زه خو نه اخواني یم او نه خلقي او نه د یوه څخه ننګه کوم، خوا دا وایم چې د افغانستان په بربادۍ او وروسته پاته والي کې د دواړو ډلو لوي لاس دی، او دغه دواړه ډلې اغیارپلوه ډلې وې او دي، یو د روسانو څخه حمایه کېده او بل د امریکا، سعودي او پاکستان لخوا، دا خو ټوله ته معلومه ده او هیڅوک ترې انکار نشي کولی.
اوس په تېر تاریخ جنګ کول نه دي پکار، څه چې کیده هغه وشو، اوس دا سوچ پکار دی چې مونږ باید څه وکړو ترڅو د مخکینیو نقصانونو او خرابیو جبران وکړو او هم د دغه دېرش څلوېښت کالو د وروسته پاته والي اثرات په پرمختګ او سوکالۍ سره له مینځه یوسو ترڅو ترخې خاطرې مو هېرې او نوي امیدونو ته سترګې په لار شو.
نو تاسې بهرمیشتي پښتانه افغانان پدې اړوند لوي مسؤلیت لرئ چې باید د وطن او ملت لپاره یې ادا کړئ، پدې نه کیږي چې د دې ځاي څخه مو سر پناه کړی او هلته هم د انټرنیټ د مجازي لارې نه یو بل خورئ، باید نور په تفاهم عقیده ولرو او د تفاهم معنی داده چې مونږ د مقابل لورې پوهې ته غاړه کېږدو او د هغه په پوهې باندې د ځان پوهولو کوښښ وکړو نو داسې به مونږ د یو بل په پوهې قایل او د یو بل په دریځ د ځان پوهولو لپاره جوګه شو، او دا به زمونږ په پوهه عقلانیت او تدبر دلالت کوي.
ترکومه چې د خارجیانو سره زمونږ د نفرت خبره ده نو دا د ټولو افغانانو په خټه کې اغږل شوې خبره ده،او هیڅ افغان خپله خپلواکي په بلواکۍ بدلول نه غواړي، خو وچ نفرت او بدبیني هم زمونږ د کوم درد نه دوا کېږي ترڅو مو چې ورته یو ژور پلان او حل لاره نه وي سنجولوي.
نو ګرانو ورونو راځئ پردې د پښتني جرګې په دود په مینه او احترام بحث وکړو چې څنګه کولاي شو هیواد او خلک مو نور وژغورو او هم د پرمختګ څخه نور شاته پاته نه شو، د ټولو لويو پوهانو څخه مې په درنښت هېله ده چې په بحث کې راسره ګډون وکړي او په علمي او سیاسي نظر خپل ژور مدلل تحلیل وړاندې کړي، زه ګورم چې د څه مودې راهیسې بحث فورمونه د ګرمو علمي او سیاسي بحثونو څخه خالي دي، دادي مبارز قرآني یوځل بیا د افغانیت او اسلامیت په بنیاد په سیاسي بحثونو کې د دې لپاره ګډون کوي ترڅو د هیوادوالو او وطن د نجات په موخه پوهان د منظمو لارو چارو سنجولو ته وهڅوي.

په ډیره مننه او درنښت

ستاسې مبارز


پښتون:
07.10.2013

وعلیکم السلام محترم مبارز قراني صیب.
ستاسو د ټولو خبرو سره موافق یم.
زه هم کوم قسم خوړلې خلقی او یا ایخواني نه یم.
خو دا هم نشم منلې چې یوه ډله ځان فرښتې وګڼي او بله ډله د ټول وحشت او بدبختۍ عاملین وګڼي.
که د خلق او پرچم په واکمنۍ کې په خلکو ظلم او تیرې شوی وو،او واقعن هغوئ ډیر بد کړي وو،نو دې ایخوانیانو چې ۳۰کاله خلک د جهاد په نامه ووژل ،د واک اخیستلو سره یی باید د خلقیانو او پرچمیانو ظلمونه په ښه عملونو له خلکو هیر کړي وی.
مګر ایخوانیانو(مجاهدین ،طالبان) داسې ظلمونه او قتلونه د واک لپاره وکړل چې د خلق او پرچم ظلمونه یی له خلکو بلکل هیر کړل.
او دوئ په ډیر سپین سترګۍ خپل هر بد عمل ته د هیواد د اشغال نه د آزادولو نوم ورکوي.
او په حقیقت کې دوئ پخپله د هیواد اشغال لپاره لاره هواره کړه او میلمانه یی کور ته راوستل.

په حضور دې په فورم کې ډیر خوشحاله شوم.لکه زما د زړه غږ چې دې اوریدلی وي.
د یو دوست سره مې پرون یاد کړې.
ورته مې وویل چې ما د داسو کسانو سره د مبارز صیب سره خوا بده کړه ،چې هغوئ د دوستئ په مانا نه پوهیږي.
هغوئ فقط توره په لاس ولاړ دي چې سر مو له تنې بیل کړي.
زما درنښت هم ومنه،والسلام


tandar
07.10.2013

سلامونه او مبارز ورور ته ستړي مشي وايم
پښتون صيب ښکلي دي ليکلي ځکه دډيرو ذهن مو دخپل موقف په هکله روښانه کړو
نورکه چا تيري کولو له څټه يې درته رانيسم :oops:
وسړيه داڅه حال دي دوستم جان درته ولسمشر کيږي ديته شهر بي پرسان وايې
ديوه لوي اوازاد هيواد په هيله


م . ق
07.10.2013

ډېره زیاته مننه درنو، پتمنو او خوږو ورونو،
الله مو په پوهه او زیرکتیا کې نور هم برکت واچوه.
ورونو، زما په نظر ددې نړۍ مثال پشان د یو ځنګل دی، لکه څرنګه چې په ځنګل کې هر ډوله ځناور موجود وي، هرځناور ته الله پاک مختلف استعدادونه او وړتیاوې ورکړي وي او دغه وړتیاوې د نورو ځناورو په خوړلو او وژلو کې کاروي، په همدې ډول انسانان هم د خپلو وړتیاو څخه همیشه د نورو د ځپلو، وژلواو کړولو لپاره استفاده کوي، کله یو غالب وي کله بل، کله یو مغلوب وي کله بل، پرون روسانو خپل وار تېر کړو ځکه چې غالب وو، او غوښتل یې نور ډیر هم لومړی مغلوب کړي او بیا یې ترستوني تیر کړي، ترهغو پخوا اغه بل پرون انګلیسانو غوښتل افغانستان ترستوني تیر کړي، او اخوا ورواوړي ترڅو منځنۍ اسیا او روسان هم وخوري او ځان پرې موړ کړي، خو قسمت ورسره یاري ونه کړه او په خپلو وینه تویونکو هېلو او ارزوګانو کې هماغسې ناامیده او ناکامه پاتې شول لکه څرنګه چې روسان ترهغوي وروسته ګرمو اوبو ته په رسېدلو کې ناکام او ناامیده پاتې شول.
اوس هماغه خوبونه د نړۍ دریم غالب قوت امریکا ګوري، غواړي د همدې لارې نه ځان منځنۍ اسیا ته ورسوي روسان او چینایان چپه کړي او د پاسه پرې سپاره شي، نو ددې کار په موخه لکه څرنګه چې خونخوار پړانګ د ښکار کولو لپاره لیوه او ګیدړ ته ضرورت لري، همدارنګه امریکا هم د خپل ښکار کولو لپاره لیوان او ګیدړان روزلي دي، غواړي چې خپل ښکار پرې ونیسي او ویې خوري، هماغسې لکه څرنګه چې روسانو د ځان لپاره لیوان او سورلنډیان روزلي وو.
نو مونږ باید شکر وباسو چې د هیچا لیوان، ګیدړان سورلنډیان نه یو چې د نورو ځناورو د خېټو لپاره خپل انسانان وداړو.
مونږ خپله زمریان یو، ځانته خپل دومره حلال ښکار کولی شو چې ځان پرې موړ کړو، بادارانو ته ضرورت نه لرو، نه د سرو چپیانو کمیونستي باداران منو او نه د ښي ډوله منافقانو نصراني او یهودي باداران منو.

دواړو ته مرګ غواړو ترڅو دا نړۍ ورڅخه ارامه شي.

مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more