د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان خپلو کې د اسلام په نامه سره وژني

اتل
03.10.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
په پاکستان کې د طالبانو د تحریک دوو ډلو په خپلوقلونه کړيدي.
دقبایلو د سیمې پخواني بریکیډیرمحمد شاه او سیاسي کارپوه خادم حسین له سیاسي او مذهبي اړخونو نه دا مسئله ډیره ښه ځیړلې ده.
دا رپوټ مشال رادیو خپور کړیدئ:
====
طالبان خپلو کې د اسلام په نامه سره وژني
په هنګو کې د وسله والو طالبانو پر بله طالب ډله بريد دا څرګندوي چې دا د اسلام نه بلکې د طاقت د ترلاسه کولو جګړه ده.
عبدالحی کاکړ
03.10.2013
د خېبر پښتونخوا په هنګو کې د زيارت په ورځ د وسله والو طالبانو يوې ډلي د يو بل طالب قومندان ملا نبي حنفي پر ډلي بريد کړی چې پکې يوولس کسان وژل شوي او نهه نور زخميان دي. تحريک طالبان پاکستان د بريد ذمه واري قبوله کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو د ډلو په مينځ کې نښتي شوی دي. تر دي وړاندې په خېبر ايجنسۍ، کورمه، اورکزو او جنوبي وزيرستان کې هم ورته پېښې شوي دي.

د وسله والو ډلو پر يوه بل شوو بريدونو ته په کتو سره د قبائلي سيمو د امنيت پخوانی سيکټر بريګيډيئر محمد شاه وايې، دغه ډول ځانمرګي بريدونه د وسله والو طالبانو هغه تضاد په ډاګه کوي چې دا دعوا کوي چې دوی عام خلک او حکومتي چارواکي ځکه وژني چې شريعت غواړي او د دې لپاره ځانمرګي بريدونه او د مخالفينو وژنه له اسلامي پلوه جائزه ده.

نوموړی وايې، په هنګو کې د وسله والو طالبانو پر بله طالب ډله بريد دا څرګندوي چې دا د اسلام نه بلکې د طاقت د ترلاسه کولو جګړه ده.

( لکه څنګه چې دوی د طاقت د ترلاسه کولو لپاره نور خلک وژني او د اسلام نوم استعمالوي هم دغسې دوی پخپلو کې هم سره وژني. د دوی په سوچ او اسلام کې ډیر زيات تضادات دي. عام مسلمانان او دينی عالمان اوس په دې خبره پوه دي.

ځينې کارپوهان بيا د وسله والو ترمينځ کيدونکو جګړو ته په پام سره د دې يو بل اړخ رابرسيره کوي. دوی وايې، په پاکستان کې په لسګونو سياسي ګوندونه شتون لري او له يو بل سره سخت نظرياتي اختلاف د بحث مباحثو له لاري هواروي. خو د دوی په خبره د دې برعکس وسله وال طالبان نه يوازي له نورو مخالفينو بلکې پخپل مينځ کې شته اختلاف حل د ټوپک د شپلی له لاري راباسي.
د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايي، د وسله والو دغه جنګي خوی بوی ته په کتو سره دا نتيجه مخي ته راځي چې طالبان د پاکستان د سياسي ګوندونو يو متبادل نشي کېدلای.

ځيني کارپوهان وايې، له وخت تيريدو سره سره د وسله والو طالبانو مفکوره د تضاداتو ښکار شوې ده او هم دا وجه ده چې ورځ پر ورځ په خلکو کې د دوی پر ضد کرکه مخ په زياتيدو ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more