سياست او روانې چارې
ملا برادر پيښور ته بیول شوئ، چې د افغان طالبانو سره خبرې وکړي.
میرویس
03.10.2013
قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
تاند د رویتر خبري آژانس په حواله وایې چې ملا برادرد کراچۍنه د افغان طالبانو سره د خبرو دپاره پيښور ته بیول شویدئ. رپوټ وایي چې د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل چې «ملابرادر خپلو پخوانیو طالب ملګروته ټېلفونه کړي. دی په ترکیې، افغانستان او امریکا کې له خپلو ملګرو سره د سولې په بهیر کې د خپل رول په اړه ږغېدلی دی.»
ګرانو لوستونکو، موږ ټولو افغانانو ته پکار دي چې د سولې ملاتړ وکړو، ځکه چې سوله له یوې خوا د جنګ نه پرته زموږ بحران حل کولای شي، او له بلې خوا الله جل جلاله په جنګ ندئ خوشحاله، بلکه د مسلمانو وروڼو تر منځ د سولې ارشاد کوي.
=====
ملابرادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته لېږدول شوی
• Thursday, 3 October 2013 18:44
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د پاکستان د امنیتي سرچینو په قول ویل شوي چې د افغان طالبانو پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې تېره میاشت د پاکستان حکومت له څو کلن بنده وروسته خوشي کړ، پېښور ته لېږدول شوی دی.
رویټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي ملا برادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان پولې ته نژدې پېښور ته لېږدول شوی دی.
ملابرادر له خوشي کېدو وروسته کراچۍ ته یووړل شو او هلته په یوه خوندي کور کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ساتل کېده.
رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي ورته وویل چې ملابرادر اوس پېښور ته رسول شوی دی.
د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی.
د افغانستان حکومت، چې د ملابرادر د خوشي کېدو یې هرکلی کړی، وايي چې که ملابرادر هر ځای وي، باید له نوموړي سره د افغانستان د سولې عالي شورا تماس ونیولی شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ملابرادر په کراچۍ له خپلو یو شمېر پخوانیو طالب ملګرو سره تماسونه نیولي دي.
د پاکستان استخباراتو ملابرادر ته هغه لپ ټاپ او سټیلایټ ټېلفون بېرته ورکړی چې په ۲۰۱۰ کال د ده د نیولو په مهال یې ورڅخه اخیستي ول.
د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل چې «ملابرادر خپلو پخوانیو طالب ملګروته ټېلفونه کړي. دی په ترکیې، افغانستان او امریکا کې له خپلو ملګرو سره د سولې په بهیر کې د خپل رول په اړه ږغېدلی دی.»
رویټرز وايي، په ۲۰۱۰ کال د ملابرادر د نیول کېدو په مهال افغان چارواکو شک کاوه چې نوموړی د دې لپاره نیول شوی چې د پاکستان له مشورې پرته یې د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کوله.