نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هنګو: د طالبانو پر مرکز بريد کې ۱۲ کسه وژل شوي
میرویس
03.10.2013
قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
په هنګو کې دې پیښې یوه سلسله سوالونه را پیدا کړیدي.
قوماندان نبي حنفي چې د چندان شهرت نه برخوردارندې ، څوک دئ؟
دهغه ډله کومه مستقله ډله ده، که د کومې بلې ډلې نه یې انشعاب کړيدئ؟
د نبي حنفي ډله ولې د پاکستان د تحریک طالبان سره جګړه کوي؟
آیا دا ډله هم، ټي ټي پي غوندې د جهاد په نامه جګړه کوي؟
آیاددې ډلې داعیه څه ده؟
دا لاندې خبر د بي بي سي رادیو خپور کړیدئ:
====
هنګو: د طالبانو پر مرکز بريد کې ۱۲ کسه وژل شوي
د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - پنجشنبه 03 اکتوبر 2013 - 11 تله 1392
ځايي خلک وايي له چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي
بريد د خيبر پښتونخوا له هنګو ولسوالۍ سره نژدې په سپن ټل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز شوی، چې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ زیات شمېر نور ټپيان دي.
راپورونه وايي چې قومندان نبي حنفي په اورکزيو قبايلي سيمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد جنګېږي.
روښانه، نه ده چې په دغه بريد کې پخپله نبي حنفي وژل شوی، که نه.
ځايي خلک وايي دغه پېښه نن د پنجشنبې سهار وختي شپږ بجې شوې او له چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي چې نامعلوم کسان د طالبانو يوه مرکز ته ننوتي او هغه يې په بمونو الوځولی دی.
دوی وايي د چاودنو له امله د دغه مرکز ودانۍ ويجاړې شوي او يو شمېر کسان له کنډو کپرو لاندې شوي چې راوېستل يې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
داسې انګېرل کېږي چې هنګو د خيبر پښتونخوا د حساسو سيمه څخه يوه ده او دغه ولسوالي د ترهګرۍ او فرقه يي شخړو له امله ډېره اغېزمنه شوې ده.
د دغې ولسوالۍ پولې د اورکزيی، کرم او شمالي وزيرستان له قبايلي سيمو سره نښتې دي.