د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يوناما: په تیرو ۶میاشتو کې د ملکيانو په مرګ ژوبله کې ۱۶فیصده زیاتوالی راغلی

اتل
02.10.2013

محترمو دوستانو، اسلام علیکم
دا هم د طالبانو صاحبانو، بل سوغات چې زموږخلکو ته یې په ارمغان راوړئ دئ.
د افغانستان خلکو ته د طالبانو په سخاوت کې شپاړس فیصده زیاتوالئ راغلئ دئ.
د ملګرو ملتونو د بشرد حقوقو د څانګې مسؤله وايي چې دتیرکال دشپږو میاشتو په نسبت سږکال په همدومره موده کې په افغاسنتان کې په مرګ ژوبله کې شپاړس فیصده زیاتوالې راغلئ دئ.
طالبان چې هرڅومره زیات خلک وژني هغومره هم ځان ته دښمنان زیاتوي. طالبان چې یو نفر وژني د هغه د کورنې په اوسط ډول شپږ غړي یې د طالبانو دښمنان کیږي.
دا رپوټ روهي خپورکړیدي:
====
يوناما: په تیرو ۶میاشتو کې د ملکيانو په مرګ ژوبله کې ۱۶فیصده زیاتوالی راغلی

10.07.1392

د یوناما د بشر د حقونو د څانګې مشره جورجیت ګنیان په جلال اباد کې د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ۲۰۱۳ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د تېر کال همدې دورې ته په کتو په ټول هېواد کې ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې شپاړلس فیصده زیاتوالی راغلی،خو په ختيّځو ولایتونو کې بیا د ملکي وګړو په شمېره کې څلور پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی.

د يوناما دفتر د معلوماتو له مخې په مجموع کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۱۹ تنه ملکيان وژل شوي او دارنګه په دې موده کې ۲۵۳۳ تنه نور زخميان شوي.

دوی وايي،چې ددغې مرګ ژوبلې زیاته برخه وګړي د دولت د مخالفو وسله والو په بریدونو کې مړه او ژوبل شوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more