د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو قوماندان ملا کيبل او د اتو تنو دله یې په غزني کې وژل شوی دی
اتل
02.10.2013
محترمو لوستونکو، السلام علیم
که ملا کیبل او د هغه اته کسیزه ډله نه وای وژل شوي، خدای خبر چې څومره نورې ښځې به یې کونډې کړې واي، ماشومان به یې یتیم او یسیر کړي واي او څومره نورعام خلک به معیو ب کړي وای اوڅومره مالي تلفات به یې اړولي واي. دغزني خلک به اوس د طالبانو پرخلاف دعملیاتو هرکلئ کوي، ځګه چې د ملا کیبل او د هغه دډلې د شرنه يې نجات وموند.
دالاندې خبر روهي خپور کړیدئ:
=====
د طالبانو قوماندان ملا کيبل په غزني کې وژل شوی دی
په غزني ولايت کې د طالبانو يو لوړ پوړی قوماندان ملا کيبل له ۸ تنو نورو وسلوالو سره وژل شوی دی.
د ملي اردو يوه تن چارواکي نظیف الله سلطاني خبري رسنيو ته ويلي، چې دغه قوماندان له خپلو ملګرو سره د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د خوګياڼيو په سيمه کې وژل شوي دي.