د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

stase nazar sa dae

Anonymous
19.01.2005

درنو دوستانو زما سلامنه او نېکی هېلی ومنۍ٠ خداېدی وکړی چی روغ او جوړ وې٠
وروسته له سلام او احترامه څه می غوښتل چی تاسی راته خپل نظرېات (اندونه) په دی ﻻندی اړوند بيان کړی هغه داچی٠
موږتاسی هرکله دقسمت خبری کوو٠ هغه داچی فلانی ښه قسمت لری بستانۍ بد، کله چی ېو چاته ښه او بد ور پيښېږی نو واېو چی قسمت کښی بۀ داسی لېکلی وؤ٠ اوېا که ېو څوک غرېب وی واېو قسمت ېی داسی خراب دۍ٠ اوېا ېو څوک بد عمله دی او غلا کوی ،خلک وژنی او بد فعلونه کوی نو واېو چی الله تعالی داسی بد قسمت ورپه نسېب کړی٠ ېاهم څوک ښه ثروتمندوی اوښه ژوند لری نو واېو خدای ورته قسمت کښی ښه لېکلی٠
پوښتنه می داده چی اېا قسمت او نسېب په رېښتېا شته او که نه؟
اېا دانسان د پيدايښت سره سم دېده برخلېک هم لېکل کېږی؟
نو که داسی وی چی دېو انسان قسمت ېا برخه لېک کښی له اذله لېکل شوی وی چی دۍ به په ژوندانه کښی قاتل او غل وی نو بيا ولی دۍ په دی دنېا او اخېرت دکړېو غلاو او قتلونو سزا وېنی؟
چاته چی لوی خدای په قسمت کښی څه ولېکی نو بنده خوېئ بد لولای نه شی ٠
او غواړم ېو ټکی په ګوته کړم هغه داچی زما مطلب د پورتنی لېکنی څخه خداېمه کړه زما دعقېدی کمزورتېااوېا هم په دېن کښی شک نه دی ماضی غواړم په دی اړوند ځان پوه کړم٠
ستاسی دخو دﻻېلو او ځوابونو په تمه

خاوری سپېلنی٠


Ghairat
19.01.2005

سپلنيه د چا نظر ته چې لوږی کيدل غواړې، بې له لوږي کيدلو دې خدای هغه درکړي ، او د چا خبره که په نصيب او قسمت کې دې وي له سپلني کيدو پرته به دې هم په ﻻس درشي . دا ډول خبرې د قسمت په هکله اوريدل کيږي . زه په دې اند يم چې دا يوه عقيدوي سکالوده او بايد د اسلام په فورم کې يې طرحه کړئ. بيا هم که له عقيدې پرته ورته د هرچا خپل نظري څار اوکتنه غواړئ، نو دا ده زما اندتوګه :
انسان په طبيعت او ټولنه کې ژوند کوي او د دواړو قوانين او قانونمندۍ پرې سيخ اغيزلري. د فرد په توګه هغه ځان او خپل سرنوشت د ټولنيز او طبيعي چاپيريال له ټاکونکي نفوذ څخه نشي ويستلای اونه هم د دوی ټولې اغيزې تشخيصولی شي، خو يو شمير نتيجې يې ويني ، بيله دې چې عليت يې ورته روښانه شي. تر کومه ځايه پورې چې د پيښو او ځلپېښو عِلٌِيٌت ( دعلل اومعلول اړوند) انسان ته روښانه نه وي، تر هغه ځايه پورې يې د عقيدوي بنسټونو پرمټ ځانته تفسير اوتوجيه کوي او خپله ويره او نا آرامي پر ډاډ، اونااميدي پراميد بدلوي . دا کارلومړی د ميتو لوژي ، طبيعت لمانځلو او بيا د آسماني اديانو په شکل تره شوی اوترسره کيږي خو بنسټ يې تل هماغه يو پاتې شوی چې : پرانسان د طبيعت برﻻسی او حاکميت او د هغه په وړاندې دانسان د ناتوانۍ احساس ، ويره او اميد درې ګونې حقايق دي . برعکس تر کومه ځايه چې انسان طبيعت او ټولنه پيژني، او طبيعت تر
خپلې و لکې ﻻندې راولي او پر خپله ګټه ترې کار اخيستلی شي، تر همغه بريد او پولې پورې هرڅه د خپل عمل او کوانتيا محصول اونتيجه بولي او دعقيدوي چمنۍ ( مړ تت څراغ) رڼا تته او د پوهې ،تجربي او علميت د لمر رڼا يې ځای نيسي . نوبيا د قسمت او نصيب پر انګيرنو ،توجيهاتو باندې په روښانه شوي برخه کې څوک باور هم نه کوي . عقيدوي واکمان ، ټيکه داران او واک غوښتونکي ملايان تل د بي خبرۍ، تورتم او ويرې اچونې غښتونکي وي څو ددوی پيروان او مراجعين زيات شي او دخپلې خيټې لپاره خپلې مشرۍ او واکمنۍ ته پرې دوام ورکړای شي . د ناپوهۍاو ملايانو ترولکېﻻندې هرسرنشت ته نصيب اوقسمت وايي اودپوهې په رڼاکې دخپل عمل او پرکتيک نتيجې ته ٠
په درنښت او سلامونو .


Anonymous
20.01.2005

سلامونه٠ ټولو وروڼو او خويندو ته د اختر مبارکي وايم٠
ګرانه Spelanae وروره، موضوع په اسلام پورې تعلق لري، د اسلام بحث فورم ته يې نقل کړه، انشاالله چې مفصل جاب به درکړل شي٠

اکبر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more