د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پیښور: د تروریزم خلاف تظاهرات

میرویس
01.10.2013

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې د خارجي ترورستانو، کورنیو افراطیانو او د اسلام او جهاد تر پرده لاندې د طالبانو د مظالمو نه خلک ترپزې راغلي او د صبر کاسه یې ډکه شویده.
په پیښور کې د عیسویانو په کلیسا او بالخصوص د قصه خوانۍ په بازارکې د غبرکو ځان مرګي حملو نه وروسته پیښوریان کوڅو ته راوتلي د تروریزم پرخلاف یې اعتراضونه کړيدي.

پدغو اعتراضونو کې د هرې طبقې خلکو ګډون کړئ او د حکومت نه يې غوښتي چې د ترورستانو جرړي وباسي، که نه ولس به د خپل سر او مال د ساتنې دپاره بله لاره ولتوي.
دا رپوټ ډېوې رادیو خپورګړیدئ:
========
مونږ پخپله خاوره امن غواړو" دپيښور خلک سړکونو ته راوتلي
30.09.2013
فاروق فراق
دپيښور په قيصه خوانۍ بازار کې داتوار په ورځ د شوې بمي چاودنې څخه وروستودگل په ورځ د مدني ټولنې فعالين اؤ دپيښور اوسيدونکي سړکونو ته راوتلي اؤ غوښتنه يې کړې ده چې پيښور دې نور د سوځيدو څخه وژغورل شي .
دغه اولسي وگړي وايي "مونږ ته دې حکومت نۀ رياست ځواب راکړي چې زمونږ بچي،خويندې اؤ وروڼه په څه سبب قتليږي اؤ ترڅو به مونږ سحراؤ ماښام دخپلو عزيزانو جنازې پورته کوو؟"
داتوار په ورځ غرمه يوولس بجې دپيښور په تاريخي بازارقيصه خوانۍ کې په شوې يوه بمي چاودنه کې د زنانه اؤ ماشومانو په گډون ٤٣کسان مړۀ اؤ ٨٠نور ژوبل شوي وؤچې ديارلس پکې ديوې کورنۍ غړي وؤ.
دپيښورکاروباري ورورولۍ ددغه پيښې له امله د دريوؤ ورځو د هړتال يا کاربنديز اعلان کړى اؤ دبيلابيلو اولسي تنظيمونو،کاروباري ورورولۍ اؤ عامو خلکو لخوا په پيښور کې دترهگرۍ د شوؤ وروستو پيښو په ضد لاريونه شوي اؤ په سوؤنو خلک دامن دغوښتو په لړکې سړکونو ته راوتلي دي.
د قيصه خوانۍ دچاودنې د قربانيانو د ثواب دپاره دسړک په مينځ تلاوت کيږي
په دغه لړکې د بيلابيلو تنظيمونو اؤ اولسي خلکو يو لويې لاريون د پيښور پريس کلب مخې ته شوى چې پکې زنانه ؤ،داقليتي ورورولۍ استازو،ليکوالو،صحافيانو،سياسي فعالينو اؤ سماجي کارکنانوپه گڼ شمير کې برخه لرله .
دلاريون برخه والو کتبې په لاسونو کې پورته کړې وې چې د امن په حق کې پرې نعرې ليکل شوې وې اؤ شعارونه يې ورکول چې "مونږ پخپله خاوره امن غواړو"
دلاريون يوې برخه والې ميرمنې ثناء اعجاز وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل "مونږ په دې خاوره اوسو،دلته مو ژوند دى ،کورونه مو دي خو روزانه زمونږ خويندي وروڼه دترهگرۍ ښکارکيږي،اخرولې اؤ په څۀ گناه؟"
هغې وويل"رياست کۀ زمونږ تحفظ نه شي کولى نو ځواب دې راکړي چې دا خاوره پريږدئ ،ولې يې دترهگرو مخې ته غورځولي يو؟"
دپښتونخوا کلچرل فاونډيشن په استازيتوب ددغه لاريون يو برخه وال ښاغلي روم ډيوه راډيو ته وويل "پيښور چې اوس څنگه په ډاگه د بريد لاندې راغلى اؤ سحر ماښام دلته زمونږ بچي، وروڼه ،خويندې قتلولى شي همدغه شان دترهگرو په ضد اؤ دامن دپاره واکداران هم بايد ډاگيز پلان رامخې ته کړي اؤ مونږ ته دې اطمينان راکړي چې نور به نۀ وژل کيږو "
روم زياته کړه جنگيالو سره کۀ په خبرو امن راځي خو سمه ده کۀ خبرې نۀ کيږي نو مونږ دې نور نور نۀ وژني اؤ رياست دې د خپلو وگړو دتحفظ دپاره په حرکت کې راشي.
دعوامي نيشنل پارټۍ يوتن مشر ميا افتخارحسين په دغه موقعه وويل پښتانۀ نور د خپلو بچو په جنازو پورته کولو ستړي شول، اوس په شپ شپ کار نۀ کيږي ددغه ترهگرۍ نه به خپل اولس بچ کول وي اؤ ددې دپاره به مقتدرو قوتونو په ډاگيز ډول پرته له کومې ويرې ترهې ميدان ته راوتل وي.
د لاريون يو برخه وال په نيولې کتبه پښتنو ته د بيدارئ غږ کوي
هغه وويل دغه ترهگرو ته وخت ورکول دپښتنو د وژنې دمعياد سيواکولو په معني دي ځکه چې هغوئ نه مذاکرات مني اؤ نۀ انسانيت ،بايد قام نور په دوکه کې ونۀ ساتل شي اؤ دترهگرۍ دنوغي ويستودپاره يو کوټلى پروگرام عملي کړل شي.
دهندوانوپه نمائندگۍ ښاغلي هارون دلاريون په مهال وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل "په پيښور کې دترهگرۍ وروستو پيښو په ډاگه کړې ده چې اوس خبره دمذمت څخه وتلې اؤ د مزاحمت وخت رارسيدلى بايد حکومت اؤ رياست دخپل اولس د ژعورنې دپاره په ډاگيز ډول راوړاندې شي اؤ کۀ چرې هغوئ دترهگرو څخه ويريږي نوبيا به اولس ته پخپله دخپلو ځانونو،مالونو اؤ عزتونو د ساتنې دپاره سړکونو ته راوتل وي".

ه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more