د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغان حکومت د بې باورۍ منطق

pattang
30.09.2013

وروڼو دا مضمون /مقاله چې ځلاند ليکلې په زړه پورې ده او د فاسد
دولت مداحينو او دلا لانو ته واقعي اخطار ورکړی !
د مقالې مضمون عنوان يې زما ډېر خو‍ښ نه شو او داچې پردی
مضمون دی نو ګوتې مې ترې لرې کړې !

په افغان حکومت د بې باورۍ منطق

ډاکتر ځلاند
29.09.2013 19:31

په سر کې باید ووایم چې افغانان دې تمه نلري چې دا هیواد به ورته د امریکا په خیرات، د نړیوال بانک یا دنړیوالې همیانۍ د صندوق په قرضو، د اسلامي هیوادونو په صدقاتو څوک جوړ کړي. په نړۍ کې د سویلي کوریا نه پرته د هیڅ داسې هیواد مثال نشته چې هغه دې د خیرات په پیسو جوړ شوی وي، او هغه هم ځکه تر یو حده جوړ دی چې د کوریا د ویش او کوریایانو تر منځ د ژور اختلافاتو د رامنځته کولو دپاره ترې کار اخیستل کیږي، چې د شلمې پیړۍ په منځ کې ۱۹۴۸ ز کال کې د کپیتالیزم او کمونیزم د ژور اختلاف په پایله کې رامنځته شوی دی. که افغانان فکر کوي چې نوی استعمار به ګران افغانستان په پښو ودروی نو بیا دې افغانان د شمال او سویل ویش ته ځانونه اماده کړي، او د نړیوال نظام ټولو هغو دسیسو ته دې ځانونه تیار کړي چې د افغانانو په وژنه او دافغانستان په بربادۍ کیدای شي نړیوال دسیسه ګر قوتونه د اسیا په لویه وچه کې خپلې منګولې خښې کړي.
خو ولي نشو کولای چې خپل هیواد پخپله جوړ کړو؟ ولي مو د څه دپاسه یوې لسیزې فرصتونه له لاسه ورکړل؟ او ولي هغه باور چې حکومتونه یې په هیوادونو کې تر لاسه کوي ، افغان حکومت نکړ تر لاسه؟
د سیاست د ګڼو تعریفونو څخه یو منل شوی تعریف له فرصتونو معقوله استفادې ته سیاست وایې، متاسفانه زموږ سیاستوال او په ځانګړي توګه د واک په ګدۍ ناست واکمن ټیم ونشوای کولای چې له شتو او تیرو فرصتونو څخه معقوله ګټه پورته کړي. هر هغه فرصت چې د هیواد دننه د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات دپاره رامنځته شول ، هغه د واکمن تیم د غیري ملي مصلحت ښکار شول، مالي شتمنې او مرستي لوټ، تالان شوي او کارونه ( مسولیتونه او صلاحیتونه ) نا اهله کسانو ته وسپارل شول. د افغان نا امنۍ ستر لاملونه کیدای شي په دوه برخو وویشو: لومړی کورني لاملونه او دویم بهرني. د کورنیو لاملونو لوی سبب همدا واکمن ټیم او د سیاست په ډګر کې تش په نامه سیاستوال دي، چې په لوی لاس یې افغان ملت د ګړنګ پر غاړه ودراوه.
په تیره یوه لسیزه کې افغان حکومت د نړیوال ملاتړ په پایله کې ګني لاسته راوړني لرلي او لا هم کیدای شي د واک په سالم انتقال سره دا بهیر دوام پیدا وکړي خو دا چې ولي افغانان پرې بې باوره دي؟ ځواب یې په لاندې توګه دی:
د افغان حکومت د پاره د پرمختګ او ښکلا د منطق مسخه کیدنه ـ فکر وکړي چې یوه ډیره ښکلي پیغله، چې ښایسته افغاني کالې یې اغوستي، لوړې زده کړي کړي، د خپل صورت د هرې برخې د ښکلا خیال یې ساتلی، په یوه اداره کې کار کوي، ښه لوړ معاش اخلي، کورنې یې په زده کړو، ښکلا، پوهې، دندې او لوړ معاش نازیږي !! خو ! په دا وروستیو کې ددې پیغلې د ګډیدا او دارنګه له ګڼو کسانو سره د اخلاقي فساد ویډیوګانې په فیسبوک او یوټیوب خپرې شوي !!! اوس به نو د انجلۍ د ښکلا، لوړو زده کړو، پوهې، ښې دندې او لوړ معاش خیال په افغاني ټولنه کې څوک وساتي ـ ددې کورنې، ملګرې ؟؟ څوک به پیدا شي چې له دې پیغلې سره واده وکړي او پاتې ژوند ورسره تیر کړي !! ایا د انجلۍ افغان ورور یا کورنې به ددې د وژني هڅه ونکړي ؟؟ د افغان حکومت د تیرې یوې لسیزې لاسته راوړني او سمي کړنې د اداري فساد، نا اهله اداري جوړښت، بدې حکومتوالۍ، د ټوپکسالارانو برلاسې او د قانون په سپکولو سره د بې باورې د سیوري لاندې راغلي دي. کله چې افغانان او حتی نړیوال افغان حکومت ته په ځیر، ځیر ګوري نو پرته له ادراې فساده، د مخدره موادو قاچاق، د ځمکو مافیا او د ټوپکمارو له واکمنتیا نور څه ورته نه تر سترګو کیږي. د ښو کړنو د خپراوي او عامه پوهاوي اړتیا شته، حکومت دنده لري چې دا ترسره کړي، خو د بدو کړنو د پاره بیا د خپراوۍ اړتیا نشته، ځکه هغه د خپلې بدې له امله لکه د اور د لمبو په څیر په ټولنه کې خپریږي. د افغان حکومت په وجود کې د قاچاقبرو، درغلګرو، مفسیدینو شتون لکه د لمر په شان هر چاته روښانه دی، حکومت له تیرې یوې لسیزي را هیسي هیڅوک په ادارې فساد، قاچاقو، افغان وژنه او د ځمکو په غصب محکوم نکړل، په کومه ټولنه کې چې د مجازاتو او مکافاتو سمه اجرا نه تر سترګو کیږي، هلته خپلسري او د ټولنې یا ملت د وګړو تر منځ بې باورې رامنځته کیږي، هلته ملت نشي کولای د حکومت تر شا ودریږي.
د ثبات او امنیت ترمنځ د توپیر ارزښت په همدې کې دی چې امنیت د امنیتي اورګانونو په واسطه رامنځته کیږي، مګر ثبات د ملت او حکومت تر منځ د باور د فضا له مخې رامنځته کيږي، مونږ له بده مرغه نه امنیت لرو او نه هم ثبات. زمونږ پانګوال ورځ تر بلې په هیواد دننه د موجودو ګواښونو له امله خپله پانګه او کورنې له هیواده بهر باسي، ځوانانو مو بې باورۍ او بې روزګارۍ له امله په سختو لارو د اسټرلیا او اروپا په لوري تښتي.
تبصرو ته هيله ده څکه چې اقتصادي حقيقت پکښې نغښتی دی !

د ذکر شوي مثل له مخې هغه څوک چې د داسې حکومت دپاره د ښکلا انځور وړاندې کوي، لکه پورته ذکر شوي بد اخلاقي پیغلې ته چې د هغې د ښو اخلاقو له امله لمانځغونډه نیسي او یا یې د بد اخلاقۍ د پاره دلالي کوي !! د ولس سترګو ته د خاورو شیندلو پر ځای باید له افغان حکومت او افغان ملت سره مرسته وشي تر څو ادارې فساد، اخلاقي فساد، نا اهلي، بده حکومتوالې سره په کلکه مبارزه وشي او د ټوپکسالارانو سیوری له افغان حکومته او مظلوم ملته پورته کړای شي . همدا یې د حل لاره ده کنه خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more