د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د حکیم الله محسود، او ولې الرحمن د ډلو تر منځ دښمني

اتل
30.09.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د مشال رادیو د ځايې مقاماتو په حواله روپوټ ورکوي چې د حکیم الله محسود او ولی الرحمان ډلې په کراچۍ کې د یو اوبل غاړې ته ورلویدې او پخپلو کې یې جګړې کړیدي. پدې تشدد کې د حکیم الله محسود یو جګړه مار وژل شویدئ.

څه شو هغه جهاد چې دوی یې نارې سورې پیل کړی وی، او د ولس غوږونه یې کاڼه کړي وو، او اولادونه یې ور ووژل، خود کش یې کړل، مکتبونه یې ونړول او بدعت یې وګړ. اوس ولس پوهیږي چې دا جهاد نه، بلکه د قدرت، سیمي، د عاید د منابعو او ولس د کنترول پر سر جکړه ده.

مسلمان ولس اوس پوهیږي چې دغه افراطي ډلې د پردیو ترورستانو او استعماري منابعو جګړه پر خپل ولس تحمیلوي. دغه جکړه ماران اوس ولس پیژندلي او نور ولس نشي دوکه کولای.
=======
کراچۍ: د طالبانو دوو ډلو تر منځ نښته شوې ده
ظفر کریمي
28.09.2013
د کراچۍ پولیس وایي د دې ښار په ګلشن بونیر سیمه کې د دوه وسله والو ډلو ترمنځ د جمعې په ورځ نښته شوې ده چې په کې یې یو کس وژل شوې او درې ژوبل دي.

د سیمې پولیسو مشر ادریس بنګش مشال راډیو ته د خالي (شنبې) پر سهار ویلي، دغه نښته د وسله والو طالبانو د حکیم الله محسود او ولي الرحمان د ډلو ترمنځ شوې ده.
د هغه په خبره وژل شوی کس میرخاتم نومېده او هغه د وسله والو طالبانو د حکیم الله محسود ډلې سیمه ييز مشر وو.

((تر ډزو ووروسته موږ ته اطلاع ملاو شوه بیا پولیس او رېنجر هلته ورغلل. دوی بیا مړی غایب کړ، بیا موږ اپرېشن وکړ نو مړی او زخمیان په لاس راغلل. له زخمیانو اوس موږ تفتیش کوو لګیا یو.))

پولیس وایي تر دې جګړې وروسته امنیتي ادارو په سیمه کې عملیات کړي دي او یو شمېر مشکوک کسان یې نیولي دي.

ګلشن بونیر د کراچۍ یوه له پښتون ګڼ مېشتو سېمو څخه ده. له دې سېمې څخه تر دې مخکې هم وخت په وخت د نا امنۍ خبرونه مخې ته راغلي دي. څه موده مخکې په یاده سیمه کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي څاڅکو ورکونکو ښځینه کارکونکو باندې وسله وال برید شوی چې مرګ ژوبله یې اړولې وه .

د سیمې پولیس مشر ادریس بنګش وایي د ښار د منګوپیر،پیراباد، سهراب ګوټ او نورو سېمو څه وسله وال ګلشن بونیر او خواوشاه سېمو ته راغونډ شوي دي . د هغه په خبره د تېرې اوږدې مودې راهسې دې سېمې نه شو تللی او پروني اپریشن وروسته دوی په لمړي ځل سېمې ته ننوتي دي او دغه علاقه اوس د امنیتي ادارو په لاس کې ده.

((دې دوه ګروپونو کې یو د حکیم الله محسود ګروپ دی او بل د ولي الرحمان دی. دوی مخکې په کواري کالونۍ، منګو پیر اوسهراب ګوټ هم پر یو بل داسې بریدونه کړي دي. دوی د مختلفو علاقو نه ګلشن بونیر ته راټول شوي دي . مخکې دې علاقې ته پولیس نه شو ورتلې خو اوس په اول ځل دغې علاقې پولیس ورننوتلي دي.))

د سېمې خلک وایي، په یاده علاقه کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د وسله والو ګزمو او خوزښتونو د سېمې خلک تنګ کړي و او د تېرې د عملیاتو او سېمې ته د امنیتي ځواکونو په ورتګ د یادې علاقې خلک خوښ دي.

ددې ترڅنګ تېره شپه د ښار په بیلا بیلو برخو کې د تشدد نورې پیښې هم رامنځته شوي دي چې پکې د یو پولیس سرتیري په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

په کراچۍ ښار کې یادې پیښې په داسې مهال رامخې ته شوي دي چې د تېرو څو هفتو راهسې امنیتي ځواکونو ددغه ښار په مختلفو برخو کې هدفي عملیات شورو کړي دي او د پولیسو په وینا تراوسه یې د ۲ زرو څخه زیات مشکوک کسان نیولي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more