نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
قصه خوانۍ د غم قصه!
اتل
30.09.2013
قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
ډپیښور د قصه خوانۍ بازار چې، د لرغونې زمانې د قصو اونقلونو محل ؤ، د غم، واویلاوو، سونګا او رینګټ بدل شو. د قصه خوانۍ بازاربه د ساندو او غمیزو دغه ډکه حادشه تل په خپله سینه کې وساتې، او خوله په خوله به راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
دمشال، ډیوې، بي بي سي او آشنا رادیو ګانو په شمول ګڼ شمیر خبرې آژانسونو او ورځپاڼو پدې فاحعه تبصرې کړیدي.
کله چې د سولې د خبرو اترو آوازې تودې شي، د سولې او امنیت دښمنان دغه ډول کاراوایي کوي. دغه تاریک قوتونه ځکه د خپلو ترورستي، افراطي جګړه مارانو نیابتي جنګ پرمخ بیایي چې، که سوله، امنیت او ثبات په سیمه کې وزرونه وغوړوي، بیا به ددغو تاریکو ډلو ملوک الطوایفي هم پای ته ورسیږي. دغه استثمارګرې ډلې چې ژورو غوندې د بې کناه انسانانو وینې زبیښې دیته ندي آماده چې عادي انسانانو غوندې ژوند وکړي. دوی خپله بقا د نورو په فنا کې لټوي.
پرودګار عالمیان دې دوی ته هدایت وکړي.
======
دغه د کومې افسانې يوه نيمگړې برخه نه بلکې د ډيرۍ شبقدر دمټه مغل خيلو دسيمې دهاغه بدنصيبه سرتاج خان دکورنۍ غم لړلى داستان دى چې داتوار په ورځ يې دخپلې کورنۍ ١٣غړي دپيښور په قيصه خوانۍ بازار کې په شوې بمي چاودنه کې بائيللي دي
د اتوار په ورځ دپاکستان خيبرپښتونخوا سرښار پيښور يو ځل بيا يوې درنې بمي چاودنې لړځولى چې پکې د٦ميرمنو اؤ ٤ماشومانو په گډون ٣٩کسان مړۀ اؤ د ٧٠ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
د يوې اوونۍ دننه دا په پيښور کې د ترهگرۍ دريمه پيښه ده چې پکې ١٣٥څخه زياتو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى.
د لمړيو اطلاعاتو له مخې د اتوار په ورځ دپيښور په قيصه خوانۍ بازار کې دغه چاودنه هغه وخت وشوه کله چې خلک دغلته د معمول مطابق په خرڅون اخستون کې مصروف وؤ.
دپوليس سرچينو وينا ده په دغه مهال د خان رازق پوليس سټيشن سره نزدې په ولاړ يو گاډي کې درنه بمي چاودنه وشوه کله چې په دغه چاودنه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبلو کسانو د مرستې دپاره خلک دپيښې ځايې ته ورټول شول نو دگاډي د سلينډر چاوديدو سره دوهمه چاودنه هم وشوه .
دپيښور د ليډي ريډنگ هسپتال د سرچينو له مخې په دغو دواړو چاودنو کې٣٩ کسان مړۀ شوي اؤ تر ٧٠ؤ زيات نور ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې دچارسدې ضلعې د شبقدر تحصيل د مټه مغل خيل د يوې کورنۍ دولس کسان هم شامل دي.
د چاودنې سره سم د پيښور په ټولو لويو هسپتالونو کې بيړنى وضعيت پځايې کړل شوى اؤ په پيښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان دجرنيلي يا ليډي ريډنگ هسپتال ته رسؤل شوي