د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په کابل کې د څوتنو عالمانود راټوليدو او خبرو په اړه داسلامي امارت غبرګون اود۱۶۰۰تنوجیدوعلماء کرامو فتوی

طیب زابلی *
27.09.2013

په کابل کې د څوتنو په اصطلاح عالمانود راټوليدو او خبرو په اړه داسلامي امارت غبرګون اود۱۶۰۰تنوجیدوعلماء کرامو فتوی

دکرزي ادارې دخپلوبادارانو په لار ښوونه دخپل ځان دتبرې اوخلاصون لپاره دځينو هیوادنو ديني عالمان را غوښتي وو او په افغانستان کې يي دروان جهاد په اړه تيره ورځ په کابل کې خپل نظريات ورکړل ، په افغانستان کې يي جهاد عقيدوي جګړه نه بلکي دنورو موخو درلودونکي وبلله او يادونه يي وکړه چې دلته روان جهاد جهاد نه ده ، موږ په ټول درناوي چې دنړۍ ديني څيرو او عالمانو ته يي لرو ، په کابل کې راغونډو شوو عالمانوته وايو چې متأسفانه تاسو په کاملې نا آګاهۍ سره خبرې کړي ، دافغانستان وضعيت او د روان جهاد پيل ته مو هيڅ نظر نه دی کړی او يا ممکن ورته پام شوي مو نه وي ، په ناخبرۍ سره حکم او يا دکابل لاسپوڅې ادارې په غوښتنه راټوليدل او خبرې کول تر ټولو وړاندې د راغونډو شوو عالمانو حيثيت او علمي مقام ته شديده صدمه واردوي چې موږ په هيڅ صورت هم نه غواړو چې دديني اشخاصو حيثيت دې د دسيسو ښکارشي ، موږ یادو عالمانوته ورپه زړه کوو چې زموږ جهاد په پوره بصيرت او دخپلو جيدو ديني څيرو او زبده علماء کرامو دلارښونو او فتوا په ورکولو سره پيل شوي ده چې موږ نور له تاسو سره له خپلې خوا هيڅ دليل نه وايو بلکې داوسني جهاد دپيل لپاره دخپلوهغو ۱۶۰۰ديني عالمانو شرعي فتواستاسو مخ ته د دليل په توګه ږدو چې له واقعاتو پرده پورته کوي او دافغانستان دروان جهاد او مقاومت لپاره ليدلوري ، استقامت او شرعي حيثيت ټاکي، همدا دلائل زموږ دمسلمان ولس دقناعت او ديني حجتيت لپاره کفايت کوي . کوم چې تاسو په خپلو خبرو کې یادونه کړې چې ګڼې دلته جهاد عقيدوي جهاد نه بلکي دنورو موخولپاره روانه جګړه ده !! موږ درنه غوښتنه کوو چې آياد داسې موخې هم په نړۍ کې شته چې يوڅوک دې يي لپاره له خپل حکومت ، منصب ، مقامونو ، سر، مال او ټول ژوند نه تيرشي؟ ، که وي نو په تاسوده چې دديني عالمانو په توګه يي راته په ګوته کړئ چې هغه هدف ماسوا له شرعي مکلفيت رفع کولواو عقيدوي بنسټ درلودلونه بل څه کيدلای شي ؟

لاندي موږ تاسوته د روان جهاد دپيل په اړه په افغانستان با ندي دکفارواو دهغوی تر یر غل مخکې دخپلو ۱۶۰۰ ديني جيدو عالمانو فتواچي دولس کاله مخکې یې صادره کړي دخپل دليل په توګه وړاندي کوو او دخپلو قربانيو اوستړياوؤلپاره يې بالکل کافي بولو.

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۱۱/۱۹هـ ق

۱۳۹۲/۷/۳هـ ش ــ 2013/9/25م

د افغانستان په پاک حريم د تيري په اړه د جیدو علماء کراموشرعي فتوی او پرېکړه ليک


په کابل کې د ۱۴۲۲/۷/۳ هـ‍‍‍‍‍‍‍ـق 2001 \9 \21م نېټې د علماء کرامو د سترې غونډې پرېکړه ليک او شرعي فتوی

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی أشرف الأنبياء والمرسلين محمد وعلي آله وأصحابه أجمعين. اما بعد: دا چې د افغانستان ملت همېشه د خپلو سترو مسئلو د حل لپاره علماء کرامو ته مراجعه کړې، علماء کرامو يې د مشکل د حل لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې، په اوسنۍ لويه پېښه کې چې افغانستان ته د امريکا له لورې د بريد خطر رامنځ ته شوی د افغانستان علماء‌ د خپل درانه مسئوليت له مخې د مشکلاتو د حل لپاره د اسلامي دين په رڼا کې په لاندې ډول فتوی او فیصله صادروي:

۱ - دافغانستان علماء دامریکا دتلفاتو په اړه خفګان ښکاره کوي او دافغانستان علماء په دې هیله دي چې امریکا به په افغانستان حمله ونه کړي او ددغې پیښې په اړه دې له پوره زغم او دقت څخه کار واخلي او دموضوع په اړه دې پوره تحقیقات ترسره کړي .

۲ - دافغانستان علماء غوښتنه کوي ، چې دامریکا دوروستیو پیښو په اړه دې ملګري ملتونه او اسلامي کانفرانس دقیقه پلټنه ترسره کړي ، چې اصلي حقیقت معلوم شي او دبې ګناه خلکو دځورولو مخه ونیول شي .

۳ - ملګري ملتونه او اسلامي کانفراس دې د امريکا د جمهور رئيس په دې خبره غور وکړي چې هغه ويلي دي چې دا جنګ به صلیبي جګړه وي، دغې خبرې د ټولې نړۍ مسلمانان په احساساتو راوستلي او نړۍ یې له یوې لويې خطرې سره مخامخ کړې ده.

۴ - ددې لپاره چې داوسني جنجال مخه ونیول شي او هم په آینده کې ددا ډول پیښو په صورت کې بدګوماني رامنځته نه شي ، دعلماء کرامو دغه ستره شوری اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي ، چې اسامه بن لادن تشویق کړی ترڅو په ممکنه وخت کې په خپله خوښه له افغانستان څخه ووزي او دځان لپاره کوم بل ځای انتخاب کړي .

که دپورته پریکړو په رڼا کې بیا هم امریکا قناعت ونه کړي او په افغانستان باندې حمله وکړي دمقدس شریعت په رڼا کې یې حکم په لاندې ډول بیانیږي .

لومړی :

زمونږه د فقهې کتابونه لیکي چې که چېرته کافران د مسلمانانو د کوم هیواد د خاورې په حريم باندې حمله وکړي د هغه هېواد په مسلمانانو جهاد فرض ګرځي او د قرآن کريم ایاتونه او احادیث مبارکه او د فقهې ټول کتابونه مسلمانانو ته د جهاد امر کوي:

لومړی آیاتونه:

۱ـ ﴿يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴾ [التوبة: ۱۲۳].

ترجمه: ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! جنګ کوئ تاسې له هغو کسانو سره چې نژدې وي تاسو ته له کفارو او ودې مومي دوئ په تاسې کې کلکوالی او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.

۲ـ ﴿وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ﴾[البقرة:۱۹۰].

ترجمه: جنګ کوئ په لاره د الله کې د هغو کسانو سره چې جنګ کوي له تاسې سره.
۳ـ ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه﴾[الانفال: ۳۹].
ترجمه: او وجنګېږئ له دغو کفارو سره تر هغه پورې چې پاتې نه شي فتنه او شي دین ټول خاص الله -جل جلا له- لره.

۴ـ ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾[الحج:۳۹].

ترجمه: حکم ورکړی شوی دی هغو کسانو ته چې جنګ ورسره کاوه شي په دې سبب چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی او بېشکه چې الله په مرسته د دوئ خامخا قادر دی.

۵ـ ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمْ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاَللهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [البقرة: ۲۱۶].

ترجمه: فرض کړی شوي پر تاسې باندې جنګ کول حال دا چې دغه بد ښکاري تاسې ته او ښايي چې بد ګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه ډېر بهتر وی تاسې لره او ښايي چې ښه وګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه به ډېر بد وي تاسې ته او الله عالم دی تاسې نه پوهېږئ.

دوهم حديثونه:

۱ـ وَعَنْ أَنَس بن مالکرضی الله عنه، قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ»[رواه ابو داؤد ۳۲/۲ والنسائي ۷/۶ والحاکم ۸۱/۲].

ترجمه: د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: جهاد وکړئ مؤمنانو د مشرکانو سره په مالونو، نفسونواوپه ژبو سره.

۲ـ عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُما قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : «إِذَاتَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْبِالزَّرْعِ ، وَتَرَكْتُمْ الْجِهَادَ ، سَلَّطَ اللهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَايَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» [رواه ابو داؤد ۷۷/۳].

ترجمه: د عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليم وسلم فرمايلي: کله چې تاسو اخستل، خرڅول، شروع کړئ، په عينې سره (بيعه د عينې دې ته وايي: چې یو انسان څه شی په انسان خرڅ کړي په معلومو روپو سره تر معلومې نېټې پورې بيا بېرته دا خرڅوونکی د دې اخستونکي څخه دغه شی واخلی په کمو روپو سره په نقدو) او تاسې ونيولې لکۍ د غوايانو او راضي شوئ په کرهنه او جهاد مو پرېښود، رابه ولي الله پاک په تاسې ذلت او سپکوالی، دا به ستاسو څخه الله تعالی نه لرې کوي ترهغه پورې چې تاسې راجع شئ خپل دين ته.

دريم د فقهاؤ رحمهم الله اقوال:

۱ـ وفی المبسوط للإمام السرخسي (۲/۱۰):ثم أمررسو الله صلى الله وسلم بالقتال إذا كانت البداية منهم فقال تعالى ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَبِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [الحج / ۳۹] أي: أذن لهم في الدفع وقال تعالى ﴿فَإِنْقَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ﴾ [البقرة:۱۹۱] وقال تعالى ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِفَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: ۶۱]ثم أمر بالبداية بالقتال فقال تعالى﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾ [البقرة: ۱۹۷]وقال تعالى ﴿فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُوَجَدْتُمُوهُمْ﴾ [التوبة: ۵]وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «أمرت أن أقاتل الناس حتىيقولوا: لا إله إلا الله».

ترجمه: امام سرخسي رحمه الله په مبسوط کې ذکر کړي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم بیا امر وکړ په جنګ سره کله چې د مشرکانو له طرفه جنګ شروع کړی شي الله تعالی فرمایلي حکم ورکړی شوی هغو مسلمانانو ته چې جنګ ورسره کیږي په سبب ددې چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی. یعنې دوئ ته حکم ورکړی شوی دی په دفاع کولو سره. او الله تعالی فرمايلي دي که چېرې کافران تاسو سره جنګ کوي نو تاسو هم د دوئ سره جنګ وکړئ او الله تعالی جل جلا له- فرمايي که دوئ رجوع صلحې ته وکړي نو ته هم رجوع صلحې ته وکړه. بیا نبی صلی الله عليه وسلم حکم وکړ د جنګ په شروع کولو سره، پس الله تعالی فرمايي: وجنګېږئ له دغو کافرانو سره ترهغې چې فتنه پاتې نه شي او الله تعالی فرمايلي: پس وژنئ تاسې مشرکان په کوم ځای کې چې دوئ ومومئ‎. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: امر شوی دی ماته د الله تعالی له طرفه چې د کافرانو سره جنګ وکړم ترهغې چې دوئلا إله إلا الله ووايي.

۲_ وَفي الهندية (۸۸/۲)وَعَامَةِ الْمَشَايخِ رحمهم الله تعالى قَالُوا: الجِهادُ فَرْضٌ عَلَى كُلّ حَالٍ غَيْرَ أنَّهُ قَبْلَ النَّفِيرِ فَرْض كِفَايَة وَبَعْدَ النَّفِيرِيَصِيرُ فَرْض عَيْنٍ وَهُوَ الصَّحِيْح، وَمَعْنَى النَّفِيرِ أنْ يُّخْبِرَ أهْل الْمَدِينَة أنَّ الْعَدُوَّ قَدْ جَاءَ يُرِيْدُ أنْفُسَكُمْ وَذُرَارِيْكُمْ وَأمْوَالَكُمْ فَإِذَا أُخْبِرُوا عَلَى هَذَا الْوَجْهِ افْتَرَضَ عَلَى كُلّ مَنْ قَدَرَ عَلَى الْجَهَادِ مِنْ أهْلِ تِلْكَ الْبَلْدَةِ أَنْ يَّخْرُجُوا لِلْجِهَادِ وَقَبْلَ هَذَا الْخَبَرِ كَانُوا فِي سَعَة أنْلَّا يَخْرُجُوا.

ترجمه: په فتاوی هنديه کې ذکر دي چې عامو مشائخو رحمهم الله ويلي چې جهاد فرض دی په هر حال کې خو د عام نفير نه وړاندې فرض کفائي دی او وروسته د عام نفير نه فرض عين ګرځي او دا صحيح خبره ده.

د عام نفير معنی دا ده چې د يوې منطقې او ښار خلکو ته خبر ورکړی شي چې دښمن راغلی اود ضرر اراده لري، ستاسې د نفسونو اولادونو او مالونو په رابطه، نو کله چې خبر ورکړی شي هغه چا ته چې په جهاد قادر وي، د دې ښار او منطقې د اوسېدونکو نه چې جهاد ته ووځي او وړاندې د دې خبرې د ده لپاره روا دي چې جهاد ته ونه ځي.

دوهم:

که کفار په کوم اسلامي هیواد تجاوز وکړي او هغه هيواد تنها د مقابلې توان ونه لري د نړۍ په ټولو مسلمانانوجهاد فرض عین ګرځي:

۱ـ في رد المختار (۲۰۱/۶ طبع جديد)(والهندیة ۱۸۸/۲ )قَالَ أبُو الْحَسَن الْكَرْخِي فِي مُخْتَصَرِه: وَلا يَنْبَغِي أن يُخلي ثغْرٌ مِن ثُغورِ المسلمين ممن يقاوم العدوَّ فِي قِتَالِهِم وَإنْ ضَعُفَ أَهْلَ ثُغر من الثغورِ عَنِ المقاومةِ وَخِيفَ عليهم فعلي مَن وراءَهم من المسلمين أن ينفروا إليهم الأقربُ فالأقربُ وأن يُمِدُّوهم بالكِرَاعِ وَالسَّلاح لِيَكُونَ الجهاد، أبدًا قائمًا كذا في المحيط.

ترجمه په ردالمحتار کې ذکر دي چې ابوالحسن الکرخي په خپل مختصر کې ویلي ، دمسلمانانو لپاره مناسبه نه ده چې دهغو سرحداتو له جملې چې هلته له کفارو سره مقاومت کیږي کوم سرحد خالي کړي ، او که چیرې ددې سرحداتو مسلمانان دکفاروپه دفعه کې کمزوري شي نو په هغو مسلمانانو چې دوئ ته نږدې دي فرض ده چې مرستې ته ورشي او که هغه هم کمزوري شول نو هغوی ته په ورنږدې نورو فرض دی همداسې الاقرب فالاقرب په دوئ لازمه ده چې دجهاد ددوام لپاره دمجاهدینو مرسته وکړي ، دامضمون په محیط کې هم ذکر دی .

۲ـ وفي الهندیة (۱۸۸-۲) ثُمَّ بَعد مَجِئ النَّفير العام لا يفترض الجهاد على جميع أهل الإسلام شَرقًا وغربًا فَرْض عَين وإن بلغهم النفير وإنَّما يَفرُضُ مَنْ كان بقَربمِنَ العَدُوّ وَهُمْ يَقْدِرُونَ عَلى الجهادِ وَإمَّا عَلَى مَا وَرَاءَهُمْ مِمَّنْ يَبْعُدُ العَدُوَّ فَإِنَّهُ يَفْتَرِضُ فَرض كِفاية لا فرض عين حتّى يسعَهم تركُه فَإذا اُحتيجَ إليهم بأن عَجَزَمَنْ کان بقرب العدوّ عن المقاومة مع العدُّوِ أو تكاسلوا ولم يجاهدوا فإنه يفترض على من يليهم فرض عين ثَمَّ وَثُمَّإلى أن يفرض على جميع أهل الأرض شرقاً وغرباً على هذا الترتيب.

ترجمه: په فتاوی هندیه کې ذکر دي: پس د ثابتېدو د عام نفیر نه جهادعینا نه فرض کېږي په ټول اهل اسلام باندې د مشرق نه تر مغرب پورې اګر که رسېدلی وي دوئ ته ثبوت د عام نفير: په تحقیق سره جهاد فرض کېږي په هغه چا چې دښمن ته نژدې دي او دوئ قادر په جهاد وي او په هغه نورو مسلمانانو چې دښمن څخه لرې وي، په دوئ جهاد فرض کفايي دی، نه فرض عین، تردې چې د دوئ لپاره جائز دي چې جهاد پرېږدي او کله چې دې لرې مسلمانانو ته ضرورت پیدا شو، په داسې شان سره چې دښمن ته نژدې مسلمانان د مقابلې نه عاجز شي او یا سستي وکړی شي او جهاد یې پرېښود نو بیا جهاد په هغه چا فرض عین دی چې دښمن ته نژدې وي په ترتیب سره، تردې چې جهاد به فرض عین شي، په ټولو مسلمانانو د مشرق نه تر مغرب پورې په دې ترتیب سره.

۳ـ فی رد المختار (۲۰۱/۶) قُلْتُ:وَحَاصِلُهُ أَنَّ كُلَّ مَوْضِعٍ خِيفَ هُجُومُ الْعَدُوِّ مِنْهُ فُرِضَ عَلَى الْإِمَامِ أَوْ عَلَى أَهْلِ ذَلِكَ الْمَوْضِعِ حِفْظُهُ وَإِنْ لَمْ يَقْدِرُوا فُرِضَ عَلَى الْأَقْرَبِ إلَيْهِمْ إعَانَتُهُمْ إلَى حُصُولِ الْكِفَايَةِ بِمُقَاوَمَةِ الْعَدُوِّ.

ترجمه: په رد المختار کې ذکر دي: زه وایم چې حاصل دا دی چې هر هغه ځای چې په هغه باندې د دښمن دتجاوز او حملې ویره وي نو په امیر د وخت او یا په اوسېدونکو د دې ځای ساتنه د دې ځای فرض ده او که اوسېدونکي د دې ځای په ساتنه قادر نه شي نو په نزدې خلکو فرض دی امداد د دوئ ترهغې چې د دښمن د مقاومت لپاره کفایت او پوره والی ثابت شي.

دريم:

که چېرته کفار د مسلمانانو د خاورې په حريم باندې حمله وکړي نو د ضرورت په وخت کې مسلمانان له اسلامي او غیر اسلامي حکومتونو څخه مرسته غوښتلی شي خو په دې شرط چې د اسلام احکام به غالب او ښکاره وي لکه چې زمونږ د فقهې کتابونه ليکي:

وفي إعلاء السنن (۵۸/۱۲) نقلاً عن شرح سير الكبير (۱۸۶/۳) ولا بأسَ بأن يَّسْتَعِين المسلمونَ بِأهلِ الشّرك عَلَى أهلِ الشّرك إذا كانحُكم الإسلام هو الظاهر عليهم، لِأنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم استعان بيهود بنيقينقاع على بني قريظة، وخرج صفوان مع النبي صلى الله عليه وسلم حتى شَهِدَ حُنَيناًوالطائف وهو مُشْرِكٌ، فَعَرَفْنَا أنَّهُ لا بأسَ بالاستعانة بهم، وما ذلك إلا نظير الاستعانةبِالكِلابِ عَلَى المشركين وَإلى ذلك أشَارَ رَسول الله بِقَولِهِ إنَّ اللهَ لَيُؤَيّدُ هَذا الدّينَ بِأقوامٍ لا خَلاقَ لَهُمْ فِي الآخرة (طبراني).

قُلتُ: وَ عبارةُ شرحِ السير تُفيد جَوازَ الاستعانةِ بالكُفَّارِ إذا كانَ حُكمُ الإسلام هُوَ الظَّاهِرُ سَواءٌ كانوا مُشرِكِينَ أو أهلُ الكِتَابِ.

ترجمه: د اعلاء السنن مصنف په خپل کتاب کې د شرح السیر الکبیر څخه دارنګې رانقلوي: او باک نشته په دې کې چې مسلمانان امداد وغواړي د مشرکانو په مقابله کې کله چې د اسلام حکم ظاهر او غالب وي په کافرانو، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د یهودو دبني قینقاع نه امداد غوښتی وه په مقابله د بنو قریظه ؤ کې، صفوان د نبی علیه السلام سره ووت تردې چې د حنین او طائف په جنګ کې حاضر وو او حال داچې صفوان مشرک وو، نو مونږ ته معلومه شوه چې باک نشته په دې کې چې د دوی څخه امداد وغوښتل شي د کافرانو په ختمولو کې او ددې مثال داسې دی لکه د سپو څخه استفاده وشي دکفارو په ختمولوکې او دې ته نبی کریم علیه السلام اشاره کړې په دې وينا سره چې الله تعالی د دين امداد کوي په داسې خلکو سره چې آخرت کې يې هيڅ حصه نه وي.

د اعلاء السنن مصنف وايي چې: د شرح السير الکبیر د عبارت نه د کافرانو نه د امداد غوښتلو رواوالی معلومېږي کله چې د اسلام حکم غالب وي په کافرانو باندې، برابره خبره ده که دغه کافران مشرکان وي او که اهل کتاب وي.

څلورم:

که د امریکا د عملیاتو په وخت کې کوم مسلمانان هغه که افغانان او یا غیر افغانان وي له کفارو سره همکار شي معاونت او جاسوسي ورته وکړي، هغه کس هم د خارجي متجاوزینو حکم لري او واجب القتل ګرځي. لکه چې رد المختار او درالمختار د دريم ټوک په ۱۹۸ مخ کې دغه مسئله ذکر کړې ده. و الله سبحانه وتعالی اعلم.


larghonay laraway
27.09.2013

زه خو د کرزي د حکومت پلوی نه يم خو دا د ملاعمر ډلګۍ په رد مختار کې دا ولې نه لټوي چې د يو جاهل او انپړ سړي امارت په اسلام کې څه حکم لري؟


طیب زابلی *
27.09.2013

یوچاته چی په زرهاوو علما اوپه لکهاوو مسلمانان بیعت ورکوی او دامیرالمؤنین لقب ورکوی اوبل ورته دجهالت نسبت کوی دده لپاره هم دا جهالت بس ده


pattang
27.09.2013

لرغونيه اسلام عل‍يکم !
په ټوله درناوي سره درته ليکم چې داسې خبرې دې څو څو واره
ليکلې ي او ډېر مسلمانان دې له ځانه خپه کړي دي ! زه نه پوهيږم
چې ته داسې بې اساسه خبرې ولې کوې؟؟؟

په ملا عمر باندې مسلمانان ، پښتون مسلمان ، ناڅونالسته پښتون
مسلمان اونور نور ډېر خوابدي کېږي اوته را ولاړېږې خپلې بې
اساسه خبرې تکراروې ؟

ملا عمر نن دازادۍ او پرون د يووالي سمبول دی خو
ملا عمر مسلمان دی نو څکه يې صليبي مېدياوې په خلاف کارکوي.

که ملا عمر د پښتنو دوستم وی لکه دوستم داوزبکو اوس به صليبي
قوې مخکې په چوکۍ کېنولی وو او دفاع به یې ترې کوله !

داچې ملا عمر يو پرهيزګاره مسلمان دی نو دشمال دلنډغرانو، دساده
دالر ډوبو نيمچه مسلمانو پښتنو ، افغان ملتيانو ،خلق پرچم ، لېبرالو
، کاسه پاکو تخنوکراتانو ، بولهوسو شرابخورو ،لوچکانو،فاحشو،
جنايتکارانو، بې لمازه غلو ،دسرمايې اوسروت دغلو او خصوصا د
دصليبي نړۍ بد ترې راځي !

ملا عمر تا په سترګو ليدلی او تا خبرې ورسره کړې دي ؟چې
ارزيابي یې کوې؟ نو بې انصافه ولې دپښتنو ددوشمنانو خبرې
تکراروې اوپښتانه پرې خوابدي کوې ؟؟

په ملا عمر پسې صليبيان ګرځي په مځکه يې صليبي جاسوسان او د
فضا له خوايې صليبي (درونه) تعقيبوي او په مليونو دالر يې
ورباندې ئيښې دي او له زوره کار اخلي نه منطق مني نه قضا اونه
عدالت او نه دجرم سبوت خو هرڅوک چې ښه مسلمانوي ددوی لپاره
لوی دوښمن دی !

انډيواله ملا عمر ناڅو نالسته مسلمان ندی دهغه لپاره اسلام شرط دی
او نه قوميت خو يو شی درته وايم چې څوک به پرېنږدي چې په پښتنو
ظلم وکړي ژوندي يې خښ کړې ، مځکې يې ترې واخلي او دبقوا
دښتې ته يې وشړي ! او داسې به هم دنورو قومونو لپاره !!

داچې اوس له ملا عمر سره څوک مرسته کوي مهمه نده ځکه دا په
نړۍ کې رواج شوې خبره ده لکه چې هوچېمين، مارشال تيتو ،
جنرال دوګول، فيديل کاسترو ، چېګووارا ، موګابه اونورو ډېرو
ازادي غوښتونکو پردۍ ساتنې ته ضرورت لاره تر څو چې خپلې
ازادي یې پردې ډول پرې واخيستې !!

خو دهغوی دوښمنان هغه وخت ضعيفه وو اوتخنيک هم دومره
مخته نوو تللی لکه اوس ، نو هغوی به ميديايې انترويوګانې هم
ورکولې خو ملا عمر دا امکانات نلري او يا به له خپله سره تيرېږي
تر څو چې څو ناپوهه ژورنالستان او مېدياوې خوشاله کړي !

او دابه دافغانستان داسلامي امارت ډېره سخته
ناپوهي او تاريخي سهوه وي !

[quote:6c1cba8818="larghonay laraway"]زه خو د کرزي د حکومت پلوی نه يم خو دا د ملاعمر ډلګۍ په رد مختار کې دا ولې نه لټوي چې د يو جاهل او انپړ سړي امارت په اسلام کې څه حکم لري؟[/quote:6c1cba8818]


Samsor Afghan
30.09.2013

پتنګه لژ احتیاط کوه چی د ولیانو او د پیغمبرانو درجی ته دا ملا عمر ونه خیزوی

ظالمه ته ملا عمر د صلح سمبول بولی؟ کومه سوله؟ د جهالت سوله؟

ملا عمر که لرغونی نه ده لیدلی تا خو لیدلی د پلار وروڼو نوم یی څه دی؟ کورنی لری او که له پاکستانه نه راغلی او ستا امیر شوی وو؟

او بل دا چی ملا عمر دومره پټ ځای کی پټ شوی چی امریکا یی نه شی پیدا کولی؟ او بل دا چی صدام نه یی امکانات زیات وو او که کم چی صدام یی له څاه نه را ویست او ملا عمر له پاکستان نه نشی نیولی؟

ملا عمر پسی که اوسنی عالمانو بیعت هم ورکړی وی خو د پاکستان د دروغو علما دی او بل دا چی د هغو نومنونه او لیست یی چیری دی چی مونژ هم پری پوه شو چی دا علما د ریښتیا علما دی او که له لښتی یی خیز اچولی او ملا شوی؟ آیا د ملایان د پاکستان دی او که د افغانستان؟ او بل دا چی دا علما د آزاد ژوند خاوندان وو او په آزاد فکر یی بیعت ورکړی او که د توریستانو په لاس کی خلک وو چی داسی بی اساسه بیعت یی ورکړی؟

پتنګه که جواب را کولی شی سم جواب به راکوی بیا د دالرو اویا کومی بلی پلمی په بنسټ ستا کوښه ګیری نه شم منلی او که ځواب نه لری بیا نو قلم د کیژده او خپل څادر د په اوږه واچوه او خپله لاره ده ویه.

په ډیر زیات درنښت


pattang
30.09.2013

[quote:40fc8287ed="Samsor Slimankhil"]

پتنګه لژ احتیاط کوه چی د ولیانو او د پیغمبرانو درجی ته دا ملا عمر ونه خیزوی

ظالمه ته ملا عمر د صلح سمبول بولی؟ کومه سوله؟ د جهالت سوله؟

ملا عمر که لرغونی نه ده لیدلی تا خو لیدلی د پلار وروڼو نوم یی څه دی؟ کورنی لری او که له پاکستانه نه راغلی او ستا امیر شوی وو؟

او بل دا چی ملا عمر دومره پټ ځای کی پټ شوی چی امریکا یی نه شی پیدا کولی؟ او بل دا چی صدام نه یی امکانات زیات وو او که کم چی صدام یی له څاه نه را ویست او ملا عمر له پاکستان نه نشی نیولی؟

ملا عمر پسی که اوسنی عالمانو بیعت هم ورکړی وی خو د پاکستان د دروغو علما دی او بل دا چی د هغو نومنونه او لیست یی چیری دی چی مونژ هم پری پوه شو چی دا علما د ریښتیا علما دی او که له لښتی یی خیز اچولی او ملا شوی؟ آیا د ملایان د پاکستان دی او که د افغانستان؟ او بل دا چی دا علما د آزاد ژوند خاوندان وو او په آزاد فکر یی بیعت ورکړی او که د توریستانو په لاس کی خلک وو چی داسی بی اساسه بیعت یی ورکړی؟

پتنګه که جواب را کولی شی سم جواب به راکوی بیا د دالرو اویا کومی بلی پلمی په بنسټ ستا کوښه ګیری نه شم منلی او که ځواب نه لری بیا نو قلم د کیژده او خپل څادر د په اوږه واچوه او خپله لاره ده ویه.

په ډیر زیات درنښت[/quote:40fc8287ed]

وروره تاسې مخکېني د روبلونو خلقيان او ددالرو پړانګان هر وخت
خپل هېواد خرڅ کړی ! په روسانو مو هم خرڅ که په امريکايانو
يې هم خرڅوۍ !
ته چې د ملا محمد عمر اخند پلار، نيکه او قام نه پېژنې دا پر دې
دلا لت کوي چې له هغوی يتيمانو څخه يې چې د روسانو په لا ګرکې
له روسي کمسمول سره بې تاريخه او نصبه لوی شوې دي.

ستا په حال د افسوس ځای دی چې ته يواځې دفاسد رژيم ددالرو
باداران پېژنې اونه ددې فاسد رژيم بشرې مسبته توليدي قوه !!

ستاسو احوال او حالت به داسې کېږي لکه د تايلند بازاري نجونې
او بيا به مو دالري باداران باقره د خپلې ساتېري لپاره در پکښې
لټوي !!!


Samsor Afghan
01.10.2013

پتنګه ما خپله مخکینی لیکنه کی له مخکی درته لیکلی وو چی
پتنګه که جواب را کولی شی سم جواب به راکوی بیا د دالرو اویا کومی بلی پلمی په بنسټ ستا کوښه ګیری نه شم منلی او که ځواب نه لری بیا نو قلم د کیژده او خپل څادر د په اوږه واچوه او خپله لاره ده ویه.

تا بیا ما ته خپلی ډه ډوزی لیکلی

نور که در پکی شرم نه وی ستا ملګری د وشرمیژی چی ستا داسی غلطی لیکنی درسره منی او حقیقت درته نه وایی.

ّځه
ځه نور د کوم غره په خوړ کی تیږی ماتی کړه او خپل جهالت د تیګو ته وښيه

زما درته دوه لاسه سلام دی
سلام
سلام
سلام


larghonay laraway
01.10.2013

ما خو ملاعمر ځکه نه دی ليدلی چې ماته کوم اهميت نه لري او ګورم يې هم نه. ولې تاسو خو ړانده او کاڼه نه يئ ملاعمر نه په کومه رسمي او نه شخصي مدرسه يا ښوونځي کې زده کړه کړې. بلکې د ده د ډلې غټ غټ طالبان هم دا مني چې ملاعمر يوازې ښه سړی دی نور يې هيڅ ديني او عصري زده کړه نه ده کړې.
ما يې له راډيو خبرې اوريدلي چې کلمه يې هم سمه نه زده.
نو ځکه خو په ډاګ وايم چې د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي.
دا که په سلګونو ورته بيعت کوي نو په زرګونو خلک شراب هم خوري، چرس هم وهي او هرامنډوی ته هم ځي ايا يو جاهل به نو اوس وايي چې دا دومره خلک ته ولې نه منې؟


pattang
01.10.2013

او لېونيه تور پېکيه ساده پبښتونه له ريچو ډک سر د ې غوړ
کړی او ډول ته څلور اړخه ګډېږې !

د خلقيانو په مخ کې هم ته ګډې دې ،اتڼ د کاوو او دامريکايانو په مخ
کې هم ته ګډېږې او نظاريان د خوند اخلي ته خپل اولس ته دکار
،کور کاليو وعدې ورکوې خو په حقيقت کې يې ريښې باسې
ګور او کفن ورته تياروې !

بس ده لږ انسان شه فکر وکړه بې عقلي ، ساده توب او ايديا ليستي
پرېږده !

اولېونه تور پېکيه کړنګ د بهيږي خوشې دخلک غلطوي !

ددالرو له نومه داسې ډارېږي لکه زنا کار په شرعي محکمه کې
خو پټ يې داسې وهې لکه دپسرلي شبتله !
داولې ؟؟

اوتور پېکيه پښتونه!
ته پر دې هم نه پو هيږې چې د ټولنې د هرډول مختګ او انکشاف
اساس اقتصاد دی چې ته یې نلرې ! او نه داسې بشري قوه لرې چې
ته دغه خپل ضرورتي اقتصاد پرې وګټې !

لکه سوالګر ناست يې ، دلته او هلته ګدايې کوې خو بيا هغه د cia
هدفي ځيرات ځخه غلاکوې او خپل نس پرې ډکوې او نور وږي
پرېږدې ا

تر څو به ته دا خيرات خورې ؟ ته فکرکوې چې صليبي اشغالګر به
تا ابدي مريض ته تل په خوله کې ډوډۍ درکوي ؟ نه هغوی يې تل
نشي درکوی او هغوی پوهېدلي دي چې په چينجن خره يې د اس ګمان
کړی دی او دا انتظار باسي چې کله به دا چينجن خر مردارېږي چې
هسې خپله کونه وباسي !

او ريچنه پښتنه !

خوشې کيفي روان يې په درواغو کې داسې بند پاته او نيښتی یې لکه
سرتمبه خر په خټه کې چې هرڅومره يې پورته له غوږو کشکوې نو
دی نور هم کښته پکشې ننوزي !

ستا ساده توب ستا ميراثي بې علمي ده تا خپل اتڼ ته تغير ورکه
اوس نږدې دتاجکو په ميده بازي بدل شوی خو خپل فکري هويت دې
داسې له لاسه ورکړی چې نه علمي ده اونه کليوال پښتني !!!

دبيکارو ، فاسدينو ، درواغجنو، جعل کارو پلاګيات ګرو plagiat
(دپردويو معنوياتو غله ) چالاکو او غلامانو په دام کې داسې بند
ياست لکه مړز په لومه کې چې هرڅومره ځان ښوري هغومره يې
لومه تنګېږي اومرۍ يې پرېکېږي اويوه ورځ مو دحقيقت پوښتنه ترې
ونکړه چې ملي ازادي او ملي اقتصاد په کوم لوري روان دي اومونږ
ته يې بيلانس راکړۍ!
دواړه تاسو او پلا ګياتګرمو د cia موزيک ته داسې مست اتڼ کوۍ
لکه داندړو اربکي یې چې د کټوازويو په نوم کوي !

نوټ ! سليمانخيل صيب مقصد مې يواځې ته نه يې !

[quote:47bd9ac4cc="Samsor Slimankhil"]پتنګه ما خپله مخکینی لیکنه کی له مخکی درته لیکلی وو چی
پتنګه که جواب را کولی شی سم جواب به راکوی بیا د دالرو اویا کومی بلی پلمی په بنسټ ستا کوښه ګیری نه شم منلی او که ځواب نه لری بیا نو قلم د کیژده او خپل څادر د په اوږه واچوه او خپله لاره ده ویه.

تا بیا ما ته خپلی ډه ډوزی لیکلی

نور که در پکی شرم نه وی ستا ملګری د وشرمیژی چی ستا داسی غلطی لیکنی درسره منی او حقیقت درته نه وایی.

ّځه
ځه نور د کوم غره په خوړ کی تیږی ماتی کړه او خپل جهالت د تیګو ته وښيه

زما درته دوه لاسه سلام دی
سلام
سلام
سلام[/quote:47bd9ac4cc]


میرویس
01.10.2013

طیب زابلئ صاحب، اسلام علیکم
محترمه، ډېرد افسوس ځای دئ چې د طالبانو د حکومت د زمانې ملایان جید علماء کرام بولې، او د څلیرویښتو ملکونو عالمان چې وړمه هفته یې په کابل کې غونډه وکړه، په اصطلاح عالمان بولئ.
ستاسې د حب علي او بغض معاویه روش د ستاسې د لیکنې د لمړۍ کرښې نه را وټوکید.
تاسې څنګه ویلای شئ چې د ملا محمد عمر دحکومت چې دقمچینې په زور یې چلاوه، ددوران خپله ملا عمر غوندې آخندان، نیمچه طالب ګوټي او دا ملایان د افغنستان جید دیني عالمان بللئ شئ، او د نړۍ په سویه راغلي عالمان تش په نامه عالمان ګڼلئ شئ؟
تاسې ولیدل چې زموږ طالبانو دین دعنعناتو سره اخښلئ دئ. طالبانو د لباس اغوستل چې په اسلام کې شخصي سلیقه ده، ددین جز ترې جوړ کړئ ؤ.
مثلاً د ږیري پریښول همدومره سنت دي، لکه چې د سنتو وهل، یعنې د بریتونو وهل او د جمعې په ورځ غسل کول او د خوشبوهي استعمال چې سنت دئ.
تاسې وینئ چې پخپله د ملا صاجب محمد عمر بریتونه تر شونډو اوښتيو په خوله کې یې لګیږي.
تاسې به د طالبانو د ځینې مشرانو او غټو مقاماتو سره نه وئ ناست، باور وکړه، چې دوی به وزیران او رئیسان وو، امکانات یې هم درلودل، خو دتخرګونو او خولې نظافت یې کله هم نه مراعات کاوه، د جمعې غسل او خوشبوهي خو لا پر خای پریږده.
دوی ددین نه دعام ولس په مقابل کې حربه جوړه کړی وه. تاسې دداسې آخندانو چې په مسجد کې یې خلاصه، منیه، کدري او هغه غت تحصیل یې هدایه ؤ. افسانې بیانوئ، او هغو نړیوالو علماوو ته چې د اسلامي علومو په پیژندل شوو پوهنتونونو کې یېزده کړې کړې دي، تش په نامه عالمان وایاست، او افغاني آخندګي، چې په تورمسجد کې یې د یوه ناخوانه، انپړ یا بې سواده آخند نه درس لوستئ جید عالم ویاست.
باور وکړه، چې ماته ملا صاجب په مسجد کې خلاصه، پنج کتاب،ذ ‌لیخا، خواجه حافظ، د سعدي ګلستان او بوستان تدریس کړي، کله چې ښونځي ته لاړم او ددرې استادانو به هغه ځایونه تدریس کول چې ملا صاحب یې درس را کړئ ؤ، د اکثرو تلفظ او معنی یې ټول غلط راښودلي وو.
طالبان په غوږ کاڼه، په سترګو رانده،او د تعصب نه ډک دي، د علم، فرهنګ، ساینس او نورو متدولو علومو دښمنان دي، او اسلامي کتابونه کورکورانه لوني او په پټو سترګو یې عملي کوي. دوی د خپل مقصد دپاره، آیتونه او حدیثونه د کانتکست نه بهر، یعنې په مجرد شکل د عباراتو نه را باسې او ولس پري ویروي.
تاسې لږ دې حبرو ته ځیر شئ او بیا قضاوت وکړئ.
په الله موسپارم.


larghonay laraway
02.10.2013

ياره پتنګ صيب په خدای داسې تاريخي ليکنه دې کړې چې زه يې سل په سلو کې درسره منم.
دا چې ټول پښتانه دې مخاطب کړي په رښتيا هم دا بدمرغه خلک همداسې دي!
خدای دې دا ريچن او سپږن نور انسانان کړي[/quote]


اتل
02.10.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
دا د پښتانه تشریحاتي انڅور دې چې کاږلئ دئ، کټ مټ د طلبانو په حق کې صدق کوي. طالبان دالقاعدې، د ګاونډیو ملکونو دنورو افراطیانو اودافغانستان د سرسپرده دښمنانودسحرد لومې نه د هغوی دمرۍ په خلاصولو کې مرسته کوي. طالبانو د مرییه توب طوق لعنت خپلې غاړې ته اچولئ، او درګرده خپل مسلمان وروڼه وژني.

ستاسې انڅور ګر بیان د ټول پښتون د پاره سپکاوئ دئ. د پښتون ډهل د غزا دپاره هم وهل کیږي، غازیان په اتڼونو غزا ته ځي. د چيغې ډهل د ظلم او ستم په مقابل کې د ولسونو د راولاړولو دپاره غربیږي. اتڼ او ډهل د پښتون دکلتور، غیرت اومیړانې سمبول دئ.

طالبان یو تاریک قوت دئ او ملک د قهقرا په لورپه شا بیایي. دیته مرتجع قوت هم وایي.
لکه ژمئ چئ تیر شي او د ذغال فروش د سودا دوکان بند شی، نو ذغال فروش کوښښ کوي چې د پسرلي دراتګ مخه ونیسي، ترڅو د هغه د ذغالو بازار پرچاو نشي. طالبان هم نه غواړي چې ملک ترقي وکړي، او خلک باسواده شي، ځکه چې باسواده انسانان دطالبانو په اوتو بوتو نه غولیږي. طالبان غواړي چې ولس بې سواده وی، او د برق پر عوض شیطان چراغ ته کیني. پدې ډول شرائطو کې
طالبان ښه پاچاهي کولای شي.
متل دي: ژمئ به تیر شي، خو د ذغالو تور مخ به پاتي شي.
الله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more