د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

خدای تعالی د خپل پیغام د رالېږلو لپاره کتاب غوره کړ

اتل
26.09.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
ملالې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې پخپلو خبرو کې، ددنیا نه غوښتي چې افانستان ته د وسلو پر عوض کتاب او قلم واستوي.

ګرانو وطنوالو!
یو ځل چې څوک تعلیم یافته شی، بیا د ترورستي اعمالو او اسلامي احکامو تر منځ توپیر کړئ شي.

طالبان ملالې غوندې نجوني او هلکان تعلیم ته نه پریږدي، ځکه چې که ټول ځوان نسل تعلیم یافته شي، بیا طالبان ځوک نشي غولولئ چې خود کشي وکړي، او نور مسلمانان قتل کړي.
دا لاندې رپوټ تاند خپورکړیدئ:
=======
ملاله یوسفزۍ: افغانستان ته د وسلو پر ځای کتابونه ولېږئ
• Thursday, 26 September 2013 16:29
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د نجونو د تعلیم مخکښې ملالې یوسفزۍ په ملګروملتو کې یوې غونډې ته وویل، چې افغانستان د وسلو پر ځای کتاب و قلم ته اړتیا لري.
ملالې یوسفزۍ دا خبره پرون په نیویارک کې د نړیوال تعلیم په نوم یوې غونډې ته وکړه چې د نوبل د جایزې یو شمېر ګټونکو او د نړۍ د مختلفو هیوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و.
دا دوهم ځل دی چې ملاله یوسفزۍ ملګروملتو ته وربلل کېږي چې نړیوالو ته څرګندونې وکړي.
ملالې یوسفزۍ، چې په سوات کې د وسله والو طالبانو له لوري له ویشتل کېدو وروسته یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، ملګروملتو ته په وینا کې وویل: «افغانستان او هغو هیوادونو ته چې له تروریزمه کړېږي، د وسلو او ټانکونو د لېږلو پرځای کتابونه ولېږئ.»
«کتاب او قلم داسي وسلې دي چې تروریزم ته ماتې ورکولی شي، یوازینۍ لار چې په وسیله یې موږ نړیواله سوله رامنځته کولی شو، موږ ته امن او سوکالي راپه برخه کولی شي، لوست، پوهه او تعلیم دی. د کتاب د اهمیت د توضیح کولو لپاره به تر دې ښه لار نه وي چې ووایو حتي خدای تعالی هم د خپل پیغام د رالېږلو لپاره کتاب غوره کړ او له دې لارې یې خپل پیغام راواستاوه.»
دې د نړۍ مشرانو ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د توپکونو په ځای کتابونه ولېږئ.
ملاله یوسفزۍ د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د وسله والو طالبانو له لوري په داسي حال کې وویشتل شوه چې ښوونځي ته روانه وه.
دا له درملنې وروسته د مارچ له میاشتې په بریتانیا کېښوونځي ته ځي.
اوس ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې د ماشومانو په تېره بیا نجونو د زده کړې یوه مخکښه دفاع کوونکې پېژندل کېږي.
دې په ملګروملتو کې یوې غونډې ته چې د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکو پکې برخه اخیستې وه، وویل:« د دې پرځای چې عسکر لېږئ، ښوونکي ولېږئ.»
دې وویل:«زما له هیلې سره سم د ټولې نړۍ، که هغه د نایجریا، سوریې، پاکستان یا افغانستان وي، باید هر ماشوم زده کړه وکړای شي.»
ملاله یوسفزۍ تر دې مخکې هم ملګروملتو ته تللې وه. د سږکال په جولای کې دې ته بلنه ورکړای شوې وه چې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي. دې هلته وویل چې هیڅکله به خوله پټه نه کړي.
د ملګروملتو له احصاییو سره سم په نړۍ کې شاوخوا ۵۷ ملیونه ماشومان، چې د لومړني ښوونځي په عمر دي، له تعلیمه بې برخې دي. د دغو ماشومانو په سلو کې ۵۲ نجونې دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more