سياست او روانې چارې
د کابل د اسلام او سولې کانفرانس!
طیب زابلی *
26.09.2013
پرنټ
Email
تفصيل
بـــــرخه: د نن سرمقاله
25 Sep 2013
لیکوال: نن ټکی آسیا
كـــتني: 422
karzai with ulamaتیره ورځ په کابل کې دسولې د عالي شورا په نوښت د اسلام او سولې تر نامه لاندې کانفرانس رابلل شوی وه چې دهغه صادرکړی پریکړه لیک ځینو کورنیو رسنیو دخپلو خبرونو لپاره دسرلیک په حیث غوره کړی دی.
مخکې تردې چې د دغه کانفرانس په صادر کړي پریکړه لیک خبره وشي لومړی باید له علمي اړخه دهمدې کانفرانس مذهبي حیثیت او په هغه کې د راغونډ شویو ګډونوالو په مسلکي صلاحیت رڼا واچول شي.
دکابل حکومت تیر کال هم د کب په میاشت کې (( د افغانستان د سوله ییز راتلونکي)) تر نامه لاندې په کابل او استانبول کې ورته کانفرانس رابللې چې هغوئ هم ورته پریکړه لیک صادر کړی وه .
په دغو پریکړه لیکونو کې هماغه تبلیغاتي شعارونه ځای پر ځای شوې چې په تیرو ۱۲ کلونو کې د کابل حکومت د اړونده مذهبي ادارو لخوا د خپلو مخالفینو (طالبانو) په خلاف د شرعي فتواګانو په نوم کارول کیږي .
په مذهبي لحاظ په اسلام کې دیوه کار د حل او حرمت په اړه امر او فتوا ورکول د شرعي فقهاوو لخوا د قطعي الدلالته شرعي نصوصو په رڼا کې تر سره کیږي .
د دغې فتوا ورکولو صلاحیت هم له مسلکي اړخه يواځې د مذهبي مراجعو د مسلکي فقهاوو او مفتیانو اختصاص دی چې هغه ته په شرعي لحاظ د استفتاء په مقابل کې ورکړل شوی فتوا ویل کیږي نه دسیاسي کانفرانسونو او غونډو سیاسي پریکړه لیک .
په دغسي شانې فتواګانو کې د مُفًتی بِه ِعمل شرعي حیثیت او په ټولنې باندې د هغه د مثبتو او منفي اغیزو ټول اړخونه په پام کې نیول کیږي او بیا داسلامي شریعت دڅلورګونو دلیلونو (کتاب الله ، سنت نبوي، اجماع او قیاس ) دصریحو نصوصو په رڼا کې ورباندې حکم او فتوا ورکول کیږي.
د کابل د اسلام او سولې په نوم د جوړ شوی کانفرانس له نوم او عنوان څخه مالومیږي چې هغه یو سیاسي کانفرانس دی نه علمي او شرعي مرجع او په هغه کې راغونډ شوي اشخاص هم له مسلکي اړخه هغه معیارونه نشي پوره کولای کوم چې په مسلکي لحاظ د اسلامي فقهاوو او مفتیانو لپاره تعین شوی .
لهذا د دغسي کانفرانسونو فیصلې یواځې سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري چې دهغوئ درابلونکو او ګډونکونکو تر شخصي اهدافو پوري اړه لري نه شرعي او الزامي حیثیت .
دا چې تل په دا شاني سیاسي او تبلیغاتي غونډو کې ګډونکوونکي اشخاص او برخوال هم د یو لړ خاصو سیاسي انتماءاتو او ګرایشونو له مخې غوره کیږي نه د هغوئ د علمي او مسلکي صلاحیتونو له مخې، نو همدا وجه ده چې دهغوئ پریکړې او تبلیغات هم یواځې د کانفرانس د رابلونکو او ترتیبونکو د سیاسي اهدافو او شخصي منافعو د ترلاسه کولو په نیت صادریږي نه دعامه مشروعو مصلحتونو په اساس .
د پورتنیو وضاحتونو په اساس ویلای شو چې په کابل کې د اسلام او سولې په نوم د رابلل شوي کانفرانس پریکړې یواځې د کابل حکومت د تبلیغاتي ارګانونو سیاسي او تبلیغاتي شعارونه بلل کیږي نه په علمي دلائلو ولاړې مستندې الزامي فیصلې.
د نن ټکی آسیا سرمقاله
میرویس
26.09.2013
طیب زابلئ صاجب، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
بې شکه چې زحمت دې ایستلئ او د یوه عامې د غولولو دپاره دې ډیره ښه کرشمه ادا کړیده. ته چې طالبانو صاحبانو غوندې هر شي ته یوه شرعي حيله راباسې، خلص دا راته ووایه چې اول، دغه بلوغ ته نا رسیدلې، او ددیني ارشاداتو نه ناخبر ماشومان چې طالبان یې په دوکه، خدعه، نبرنګ او فریب استعمالوي، ځان وژنه او د نورو مسلمانانو قتلونه ورباندې کوي، په اسلام کې جائز دې او که نه؟
دویم دا چې دغه انتحارونه چې طالبان یې اشتهادي بریدونه بولي په اسلام کې روا دي او که نه؟
په پروردګار عالمیان دې سپارم.
صبور
26.09.2013
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴿٦﴾
ای کسانی که ایمان آوردهاید! اگر شخص فاسقی خبری برای شما بیاورد، درباره آن تحقیق کنید، مبادا به گروهی از روی نادانی آسیب برسانید و از کرده خود پشیمان شوید!
سیاست بسیار مردار چیز است که هرکس بخاطر اهداف خود سیاه را سفید و حتی که کافر و منافق را مسلمان میخوانند.
آیهء شریفه به وضاحت میفرماید که به سخنان هر شخص گوش ندهید، خود تان باید موضوع را تحقیق و جستجو نماید، بعداً اگر راست بود قبول و اگر کذب بود رد کنید.
یک گروپ از پنجابی ها درین فورم میخواهند که روی سیاه و کثیف آدمکشان و جنایتکاران عصرمارا سفید و بیگناه نشان بدهند. آنها باید بدانند که افغانها هریک شما را به بسیار خوبی شناخته اند، و شما هرچه خود را افغان - افغان بگوید، ما میدانیم که از مرکز پنجاب ویا سنده هستید.
طیب زابلی *
27.09.2013
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
میرویس صیب تاسو چی حقیقت ووینئ نوکرشمه ورته وایاست اودالیکنه یقینا هم یو حقیقت ده دعوامو غولونکی کرشمه نه بلکی دعوامو سر ورخلاصونکی حقیقت ده،
دامریکا دحملی په وخت کی چی په زرهاوو علماوو دجهاد دفرضیت یوه لیکلی په آیت اوحدیث سره ثابته فتوا صادره کړه اوس بیا کومه وحی دې درباری ملایانوته راغله چی جهاد ساقط سو،دوئ خودی ددا فتوا متن ښکاره کړی چی په کوم آیت اوکوم حدیث اوکوم کتاب سره له امریکا سره جهاد نه ده روا ، بلکی هیڅ داسی دلیل نشته هسی ګیډی فتوا ده ،اونه په دې ملایانو کی دداسی غټی فتوا وړ سړی شته،اومیرویس صیب که له تا سره ددی فتوا متن وی یا درته معلوم وی له موږ سره یی شریک کړه بیا به خبری پر وکړو، اوکه دافتوا له سره لیکل شوی نه وی او یا خو دوئ له ځان سره ساتلی وی نومعلومه ده چی دښکاریدلو وړنه ده او دوئ هم اعتماد نه پر لری،
حیران دې ته یم چی زماکورته کافر په زور راغلی او ما او زما ورور وژنی اوبیا هم پرما جهاد نه ده فرض ، نودا جهاد فرض کله ده؟ نوبیا خو دا ووایاست چی جهاد نشته ، چی دفاعی جهاد هم ماته نه ده جائز نو اقدامی خو بیخی نه ده جائز، داجهاد څه وخت منسوخ سو؟ داوحی چاته وسوه؟ کرزی ته؟ او که یوبل درباری ملاته؟
ایا یوداسی آیت یاحدیث یا دفقه یو عبارت هم شته چی هغه دی داشغال په وخت کی هم جهاد فرض نه ګڼی؟
بلکی هیڅ داسی دلیل نشته که وی وړاندی یی کړئ،
میرویس صیب په اوس حالت کی له اشغالګروسره جهاد فرض ده په دې کی هیڅ شک نشته ټول قرآن ،ټول حدیث او ټوله فقه پردې ګواهی ورکوی انکار یی کفرده ترک یی ګناه ده ،
دجهاد آیاتونه اوحدیث ډیر واضح او صریح دی دذکر ضرورت یی نشته،
پاته شوه داستشهاد خبره،
[دغه بلوغ ته نا رسیدلې، او ددیني ارشاداتو نه ناخبر ماشومان چې طالبان یې په دوکه، خدعه، نبرنګ او فریب استعمالوي، ځان وژنه او د نورو مسلمانانو قتلونه ورباندې کوي، په اسلام کې جائز دې او که نه؟]
میرویس صیب پرافواهاتو غږیدل خو بېځایه خبره ده او یو حقیقت ده حقیقت داسی نه ده حقیقت داده چی طالبان نه نابالغه ماشومان دحملولپاره تیاروی اونه طالبان چاته دوکه ورکوی اونه طالبان په چا په جبر فدایی حمله کوی اونه داکیږی بلکی دا دهرچا دخوښی اورضا کارده طالبان صرف دجنګ ټریلنګ ورکوی دعقیدی ټریلنګ نه ورکوی او نه دا دچا د وس کار ده تاته چی یوڅوک شل کاله ټریلنګ درکړی ته ځان بېځایه وژنی؟ نوپربل بیا ولی دومره دبېوقوفه خیال کوی چی هغه دی په یوه میاشت ټریلنګ سره دومره خطاووزی چی بېځایه دی قصدا ځان ووژنی؟
ترهرڅه سړی تیریږی خونفس ګران ده که ماشوم وی حتی که لیونی وی هم ترځان نه تیریږی بلکی دې کارته یوازی هغه څوک تیاریدلی شی چی له هغه سره به بې کچی داسلام اوجهاد مینه وی اوبس،دبل هیڅ مطلب لپاره څوک نه ځان وژنی اونه دځان په وژنه سره سړی بل مطلب ته رسیدلی شی،
[دویم دا چې دغه انتحارونه چې طالبان یې اشتهادي بریدونه بولي په اسلام کې روا دي او که نه؟]
پردې ډیربحثونه شوی دی بېشکه چی په دې کی علماوو اختلاف ده چی ځینی یی روا ګڼی او ځینی ناروا ،
مګر چونکی دا یوه اجتهادی او اختلافی مسئله ده نو دضرورت په وخت کی باید جواز ته ترجیح ورکول شی ،
تاسی یوازی دهغه ملایانو دلائلو ته ګورئ چی هغه یی نارواګڼی او دهغه ملایانو دلائلوته غوږ نه نیسئ چی روا یی ګڼی دواړه دلائل وګورئ او له حالاتو سره سم یی وسنجوئ بیا یوه فیصله وکړئ،
اودافسوس خبره خوداده چی دګرګینانو اوخمونیانو هم وس افغانستان ته امید پیدا شوی ده او ځینی جاسوسان یی په دې فورم او نورو شبکو کی دتبلیغ لپاره مقرر کړی دی خو دوئ دی دګرګین تاریخ وګوری عبرت دی واخلی بېځایه دی هڅی نه کوی،
لا تراوسه یی ماغزه په قرار نه دی
چا چی ماسره وهلی سر په سنګ ده
والسلام
میرویس
27.09.2013
ډير محترم طیب زابلئ صاحب، السلام علکم
ورورجانه تاسې ته دې الله هغه څه در کړې چې غواړې یې!
زه ددې خبرې سره موافق نه یم چې ګواکي طالبان ماشومان او د اسلامی احکامو نه ناخبر افراد ځان مرګي حملو ته نه استوي. دا بالکل په ثبوت رسلدلې او تاسې به هم د سر په سترګو لیدلي چې صغیرانو په رسنیو کې اقرار کړې چې طالبانودوی ته بمونه ور تړلي وو چې ځان مرګي حملې پرې وکړي خو ونیول شول.
یوه دغسې پیښته وړمه هفته په هرات کې وشوه. هغه بل دیرلس کلن هلک دې په زړه چې همدغسې اعتراف یې وکړ، او بیا ترکیې ته د سبق دپاره واستول شو.
تاسې به هغه نهه کلنه نجلئ هم لیدلې وي چې طالبانو د پيښور په ښار کې تښتولې وه او د بمونو واسکټ یې وراغوست او ورته ویلي یې وو چې د پولسو پوستې ته چې ورسیدې دغه تڼۍ تخته کړه.
طالبانو چې یو واسکټ ورتاړه، هه نه ؤ ورباندې جوړ، دوی بلې خونې ته لاړل چې بل واسکټ وروړي، نجلۍ ترې وتښتیدله او پولسو ته ورغله.
آیا نهه کلنه نجلئ د اسلامي احکاو نه خبره ده؟
بله مسئله داده، ښځه چې د مسلح جهاد نه منع شویده، ولې طالبان او حکمتیارصاحب خود کشه حملې وربادې کوي؟ آیا دا د اسلامي ارشاداتو نه سرغړونه نده؟
په مولا مو سپارم