د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دیني عالمان: افغان جګړه شخصي اهداف لري، نه عقیدوي

میرویس
25.09.2013

ډ فورم برخه والو، سلامونه او احترامونه

څو څله هڅې وشوې چې په کابل کې د اسلام ددین دمخکښانو یوه نړیوله غونډه جوړه شي او د افغانستان په روانه غمیزه د اسلامي ارشاداتو په چوکاټ کې کره کتنه وکړي.
بالالخره پرون د ۲۴ ملکونو دیني عالمانو پدې مسئله غور وکړ، د روانې جګړې، دیني اړخونه یې و څیړل او او دې فیصلې ته ورسیدل، چې دا جګړه شخې هدفونه لري، نه عقیدوي.

محترمو خویندو وروڼو،
طالبان چې تل یې د جهاد نغارې ډنګولې دي، او یوه ډله بې معلوماتو، نالوستي، او ساده مسلمان خلک یې غولوي، او یا یې د وسلې د ګواښ له لارې مرستو ورکولوته مجبورکړي، په مدار مدار اوس پوه شوي چې دا جهاد ندئ، بلکه طالبان یا غواړي په زور قدرته ونیسي او یا خارجیانو طالبان د افغانستان پرخلکو باندې، تعرض او دې نا اعلان شوي ته مجبور کړیدي.
د طالبانو مشران اوس خپلو بادارانو، او وسله وال طالبان خپلو مشرانو ته ویلای شي، چې د ګردي اسلامي نړۍ عالمانو د طالبانو جګړه پر شخصې اهدافو ولاړه وبلله، نه پر عقیدوي اهداف."د دې کانفرانس په اعلامیه کې دا راغلل چې؛ دا جنګونه په عقیدوي لحاظ نه بلکې په عصبي لحاظ او شخصي اغراضو په هدف کیږي. په اعلامیه کې داسې راغلل چې؛ دا شرعي بڼه نه لري او باید مشکلات د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي."

طالبان اوس باید ددې نا حقه، غیر اسلامی او غیر انساني جګړې نه چې د مسلمان وژنې، د ملک د بربادۍ او اسلام د بد نامۍ نه پرته بل حاصل نلري بنده کړی، او دولس، نړۍ او اسلام سره صلحه وکړي.
الله دې طالبانو ته بصیرت ور په برخه کړي، آمین.

====
دیني عالمان: افغان جګړه شخصي اهداف لري، نه عقیدوي.

03.07.1392
په کابل کې د شا وخوا شلو اسلامي هېوادونو راټولو شویو دیني علماوو وویل چې؛ د افغانستان اوسنۍ جګړه شخصي اهداف لري نه عقیدوي.

دیني علماوو دغه څرګندونې په هغه یو ورځني نړېوال کانفرانس کې وکړې چې؛ د افغانستان د علماوو د شورا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له خوا جوړ شوی وو.

په دې کانفرانس کې د نورو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو سربیره د پاکستان او ایران علماوو هم ګډون کړی وو.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې؛ د کانفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو غوښتنه وکړه او دغه جګړه یې د شخصي اهدافو جګړه وبلله.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي چې؛ دیني علماوو د افغانانو په رهبرۍ د سولې په ټینګښت ټینګار وکړ.

ښاغلي شاهد د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې؛ د دې نړېوال کانفرانس ګډونوالو د افغانستان د روانې جګړې په اړه هم فتواوې ورکړې:

"د دې کانفرانس په اعلامیه کې دا راغلل چې؛ دا جنګونه په عقیدوي لحاظ نه بلکې په عصبي لحاظ او شخصي اغراضو په هدف کیږي. په اعلامیه کې داسې راغلل چې؛ دا شرعي بڼه نه لري او باید مشکلات د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي."

د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د شااوخوا شلو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو کانفرانس د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو.

دغه کانفرانس د افغانستان د عالمانو شورا او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له خوا پلان شوی وو چې؛ د پاکستان او ایران دیني علماوو هم برخه په کې اخیستې وه.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې کانفرانس د پریکړو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې خپله جګړه د اشغال پر ضد جهاد بللی.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې؛ د جنګ د پای ته رسولو لپاره د دیني علماو رول مهم دی او باید چې؛ هغوي وسله وال مخالفان نور هم د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي چې؛ د کانفرانس یوه پریکړه هم دا وه چې په راتلونکې کې باید ورته غونډې نورې هم جوړې شي:

"په همدې باندې ټینګار وشو چې؛ د اسلامي هېوادونو علما، دیني مراکز، لوی لوی مفتیان او شیوخ دې دې مسایلو ته ادامه ورکړي او دغه تفاهمات، غونډې او کانفرانسونه وخت په وخت دایر کړي، ترڅو په افغانستان او اسلامي نړۍ کې دا کومې ستونزې چې روانې دي د دوی په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي."

که څه هم د سولې عالي شورا چارواکي او عام خلک هیله من دي چې؛ د داسې غونډو په جوړیدو سره به د حکومت وسله والو مخالفین سولې ته وهڅول شي، خو ځيني کارپوهان وايي، د افغانستان جګړه د سیمې د هېوادونو په اشاره روانه ده.

دوی وایي، ترڅو چې د افغانستان د جګړې په اړه د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو اراده بدله نه شي، دا جګړه پای ته نه رسیږي.


Re: دیني عالمان: افغان جګړه شخصي اهداف لري، نه عقیدوي

pattang
25.09.2013

[img:2f59456e00]http://nunn.asia/images/officials/ulama_confrance.jpg[/img:2f59456e00]

ميروس جانه هغوی ماوليدل حتا ما ډېر کاله مخکې درباني له زوی
سره چې په تاجکستان کې اوسېده قلمي شخړه کړې ده!
داټول هغه خېټ ماران دي چې دکرزي او cia غوړې ډوډۍ به څو
ورځې ووهي او بيا به ځي !
په دې علما ؤ کې ږير رخېيلي چټ بنګيان هم ما وليدل !
ستار سيرت هم حضور پکشې لاره ؟؟
اياديني علماؤ د افغانستان په اشغال او وژنه هم خبرې وکړې اوکه
هغه څه يې ووېيل چه cia ورته ليکلي دي !

وروره دطالبانو هدف خارجي اشغالګر دي او نه ملکي وګړي !!
ميرويس خانه !
داخو اسانه خبره ده نو ولې صليبي اشغالګر افغانستان نه پرېږدي
چې داټول مرګونه ورک شي ! ځواب يې راکړه؟

[quote:2f59456e00="میرویس"]ډ فورم برخه والو، سلامونه او احترامونه

څو څله هڅې وشوې چې په کابل کې د اسلام ددین دمخکښانو یوه نړیوله غونډه جوړه شي او د افغانستان په روانه غمیزه د اسلامي ارشاداتو په چوکاټ کې کره کتنه وکړي.
بالالخره پرون د ۲۴ ملکونو دیني عالمانو پدې مسئله غور وکړ، د روانې جګړې، دیني اړخونه یې و څیړل او او دې فیصلې ته ورسیدل، چې دا جګړه شخې هدفونه لري، نه عقیدوي.

محترمو خویندو وروڼو،
طالبان چې تل یې د جهاد نغارې ډنګولې دي، او یوه ډله بې معلوماتو، نالوستي، او ساده مسلمان خلک یې غولوي، او یا یې د وسلې د ګواښ له لارې مرستو ورکولوته مجبورکړي، په مدار مدار اوس پوه شوي چې دا جهاد ندئ، بلکه طالبان یا غواړي په زور قدرته ونیسي او یا خارجیانو طالبان د افغانستان پرخلکو باندې، تعرض او دې نا اعلان شوي ته مجبور کړیدي.
د طالبانو مشران اوس خپلو بادارانو، او وسله وال طالبان خپلو مشرانو ته ویلای شي، چې د ګردي اسلامي نړۍ عالمانو د طالبانو جګړه پر شخصې اهدافو ولاړه وبلله، نه پر عقیدوي اهداف."د دې کانفرانس په اعلامیه کې دا راغلل چې؛ دا جنګونه په عقیدوي لحاظ نه بلکې په عصبي لحاظ او شخصي اغراضو په هدف کیږي. په اعلامیه کې داسې راغلل چې؛ دا شرعي بڼه نه لري او باید مشکلات د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي."

طالبان اوس باید ددې نا حقه، غیر اسلامی او غیر انساني جګړې نه چې د مسلمان وژنې، د ملک د بربادۍ او اسلام د بد نامۍ نه پرته بل حاصل نلري بنده کړی، او دولس، نړۍ او اسلام سره صلحه وکړي.
الله دې طالبانو ته بصیرت ور په برخه کړي، آمین.

====
دیني عالمان: افغان جګړه شخصي اهداف لري، نه عقیدوي.

03.07.1392
په کابل کې د شا وخوا شلو اسلامي هېوادونو راټولو شویو دیني علماوو وویل چې؛ د افغانستان اوسنۍ جګړه شخصي اهداف لري نه عقیدوي.

دیني علماوو دغه څرګندونې په هغه یو ورځني نړېوال کانفرانس کې وکړې چې؛ د افغانستان د علماوو د شورا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له خوا جوړ شوی وو.

په دې کانفرانس کې د نورو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو سربیره د پاکستان او ایران علماوو هم ګډون کړی وو.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې؛ د کانفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو غوښتنه وکړه او دغه جګړه یې د شخصي اهدافو جګړه وبلله.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي چې؛ دیني علماوو د افغانانو په رهبرۍ د سولې په ټینګښت ټینګار وکړ.

ښاغلي شاهد د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې؛ د دې نړېوال کانفرانس ګډونوالو د افغانستان د روانې جګړې په اړه هم فتواوې ورکړې:

"د دې کانفرانس په اعلامیه کې دا راغلل چې؛ دا جنګونه په عقیدوي لحاظ نه بلکې په عصبي لحاظ او شخصي اغراضو په هدف کیږي. په اعلامیه کې داسې راغلل چې؛ دا شرعي بڼه نه لري او باید مشکلات د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي."

د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د شااوخوا شلو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو کانفرانس د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو.

دغه کانفرانس د افغانستان د عالمانو شورا او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له خوا پلان شوی وو چې؛ د پاکستان او ایران دیني علماوو هم برخه په کې اخیستې وه.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې کانفرانس د پریکړو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې خپله جګړه د اشغال پر ضد جهاد بللی.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې؛ د جنګ د پای ته رسولو لپاره د دیني علماو رول مهم دی او باید چې؛ هغوي وسله وال مخالفان نور هم د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي چې؛ د کانفرانس یوه پریکړه هم دا وه چې په راتلونکې کې باید ورته غونډې نورې هم جوړې شي:

"په همدې باندې ټینګار وشو چې؛ د اسلامي هېوادونو علما، دیني مراکز، لوی لوی مفتیان او شیوخ دې دې مسایلو ته ادامه ورکړي او دغه تفاهمات، غونډې او کانفرانسونه وخت په وخت دایر کړي، ترڅو په افغانستان او اسلامي نړۍ کې دا کومې ستونزې چې روانې دي د دوی په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي."

که څه هم د سولې عالي شورا چارواکي او عام خلک هیله من دي چې؛ د داسې غونډو په جوړیدو سره به د حکومت وسله والو مخالفین سولې ته وهڅول شي، خو ځيني کارپوهان وايي، د افغانستان جګړه د سیمې د هېوادونو په اشاره روانه ده.

دوی وایي، ترڅو چې د افغانستان د جګړې په اړه د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو اراده بدله نه شي، دا جګړه پای ته نه رسیږي.[/quote:2f59456e00]


میرویس
27.09.2013

پتنګ صاحب، سلامونه
وروره، ته په کومو دیني ارشاداتو او یا کومو علمې اسنادو دا د ۲۴ ملکونو عالمان چټې او خیټ ماران بولې. له یوې خوا وايې چې په دیني مسائلو کې چندان وارد نه یې او له بلې خوا تر موټي بر لو کوي؟
الله دې په صراط مستقیم رهبري کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more