نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جاوید ابراهم پراچه: د افغان طالب ډلو اختلافونه ډیر ژوردي.
میرویس
25.09.2013
قدر منو لوستونکو، السلام علیکم
د افغانستان په طالبانو کې د نفاق خبرې ورځ تر بلې تودیږي.د طالبانو د آتشي او ملایمو ډلو تر منځ مجادله تر بل هر وخت نه قوي شویده. پدې جریان کې د نوو مقرریو او برطرفیو آوازې هم څه موده مخکې خپرې شوې.
د پاکستنان دملي جمیعت پخواني غړي جاوید ابراهیم پراچه د نشن ورځپاڼې ته ویلي، پداسې حل که چې د ملا محمد عمر آخند ډله د افغان عسکرو، پولیسو او منصبدارانو او عامو ولسي خلکو د وژلو سره مخالفه ده، خودابله افراطي ډله نه یوازې دا چې عسکر، پولیس او منصبداران وژني، بلکه دوی د صلحې دخبرو سره هم مخالف دي، دا ځکه چې دغه ډله طالبان د خارج نه حمایه کیږي، او دوی غواړي په هر قیمت چې کیږي، افغانستان وران کړي.
قدر منو لوستونکوکو!
د پراچه دا تبصره ځکه ډیره معتبره ده چې دملا صاحب محمد عمرآختد زوم او د طالبانو د پخواني حکومت د مالیې وزیر ملا معتصم آغاجان هم د طلوع د تلویزیون سره کټ مټ همدغه خبرې کړې وي. هغه ویلي وو چې ددوی ډله ځکه کامیابیږي، چې د ولس غوښتنه هم دغه ده. دملا معتصم آغا جان دا خبره بالکل د کاڼی کرښه ده.
آلله مو سپارم.
Re: جاوید ابراهم پراچه: د افغان طالب ډلو اختلافونه ډیر ژوردي.
pattang
25.09.2013
انډيواله دا پرو پاګنده دې ځای نه نيسي ! طالبان يو مشر لري چې
هغه ملا عمر دی !
که دلاسپوڅي دولت اردو دصليبي اشغالګرو سره ګډ اهداف مخته
وړي مرګ يې روادی !
[quote:44c88e184c="میرویس"]قدر منو لوستونکو، السلام علیکم
د افغانستان په طالبانو کې د نفاق خبرې ورځ تر بلې تودیږي.د طالبانو د آتشي او ملایمو ډلو تر منځ مجادله تر بل هر وخت نه قوي شویده. پدې جریان کې د نوو مقرریو او برطرفیو آوازې هم څه موده مخکې خپرې شوې.
د پاکستنان دملي جمیعت پخواني غړي جاوید ابراهیم پراچه د نشن ورځپاڼې ته ویلي، پداسې حل که چې د ملا محمد عمر آخند ډله د افغان عسکرو، پولیسو او منصبدارانو او عامو ولسي خلکو د وژلو سره مخالفه ده، خودابله افراطي ډله نه یوازې دا چې عسکر، پولیس او منصبداران وژني، بلکه دوی د صلحې دخبرو سره هم مخالف دي، دا ځکه چې دغه ډله طالبان د خارج نه حمایه کیږي، او دوی غواړي په هر قیمت چې کیږي، افغانستان وران کړي.
قدر منو لوستونکوکو!
د پراچه دا تبصره ځکه ډیره معتبره ده چې دملا صاحب محمد عمرآختد زوم او د طالبانو د پخواني حکومت د مالیې وزیر ملا معتصم آغاجان هم د طلوع د تلویزیون سره کټ مټ همدغه خبرې کړې وي. هغه ویلي وو چې ددوی ډله ځکه کامیابیږي، چې د ولس غوښتنه هم دغه ده. دملا معتصم آغا جان دا خبره بالکل د کاڼی کرښه ده.
آلله مو سپارم.[/quote:44c88e184c]
طیب زابلی *
27.09.2013
دپراچه خبری هیڅ اعتبار نه لری
ځکه اول خو په طالبانو کی ډلی نشته یوازی معتصم اغا که ډله بولی خوسمه ده هغه یوسړی وو چی طالبانو شړلی ده اوس په ترکیه کی ناست نه افراد لری نه څه قدرت لری هغه ته که اوس هم طالبان اجازه ورکړی بیرته راځی له طالبانو سره یوځای کېږی
[د پاکستنان دملي جمیعت پخواني غړي جاوید ابراهیم پراچه د نشن ورځپاڼې ته ویلي، پداسې حل که چې د ملا محمد عمر آخند ډله د افغان عسکرو، پولیسو او منصبدارانو او عامو ولسي خلکو د وژلو سره مخالفه ده، خودابله افراطي ډله نه یوازې دا چې عسکر، پولیس او منصبداران وژني، بلکه دوی د صلحې دخبرو سره هم مخالف دي، دا ځکه چې دغه ډله طالبان د خارج نه حمایه کیږي،]
دملا محمد اخند ډله چی دولسی خلکو له وژلو سره مخالفه دا خوسمه ده مګر دا چی دعسکرو له وژلو سره مخالفه ده دا خبره یی بالکل غلطه ده بلکی په افغانستان کی چی هرڅه عسکر او نور منسوبین وژل کیږی دا ددې دلی له خوا وژل کیږی ،
اودابله افراطی ډله یی بیا کومه یوه ده؟ ددې مشر څوک ده ؟
دا خونه موږ تراوسه لیدلی دی او نه مو اوریدلی دی
هسی له ځانه اختراعی ډلی دی
pattang
27.09.2013
زابلی صيب دا خو دشيطانانو خبرې دي چې له هېڅ نه يو څه
جوړوي چې نفاق پرې اچول کېږي ، روحيه پرې خرابېږي…
دخلقيانو په وخت کې به یې مونږ ته مرتجعين وېلې ! بيا به یې
چې مونږ وليدو په خپلو منځو کې به یې پس پسک شروع که او دلېنين
اومارکس د شيطاني مانيفست به يې په تخرګ کې نيولی وو ۰۰۰
زه دوی ښه پېژنم خو که زه قاضي شوم ...
میرویس
27.09.2013
پتنګ صاحب، اسلام علیکم
یوازې پراچه دا خبرې ندي کړې، دا خبرې حتی تردې حده شوې چې د کوټې شوری پخپله پدې کې مذبذبه ده چې ملا محمدعمر چيرې دئ؟ د کال ۲۰۰۴ څلوراهیسي پخپله طالبانو ندئ لیدلئ او څلور کاله کیږي چې دده په غږ چا کوم پیغام هم ندئ اوریدلئ.
که ملا محمد عمر د طالبان یوازنئ مشر وی چیرته دئ؟
pattang
27.09.2013
وروره ماخو درته وېلي دي که ملا عمر هر چېرې او په هر حالت
وي،دملا عمر تر سيوري لاندې د ازادۍ جګړه روانه ده !
زه درته وايم ملا صيب روغ او جوړ دی ! دډاکتر افريدي غوندې
بل نفرمونږ په منځ کې نه غواړو !
[quote:b7992279d5="میرویس"]پتنګ صاحب، اسلام علیکم
یوازې پراچه دا خبرې ندي کړې، دا خبرې حتی تردې حده شوې چې د کوټې شوری پخپله پدې کې مذبذبه ده چې ملا محمدعمر چيرې دئ؟ د کال ۲۰۰۴ څلوراهیسي پخپله طالبانو ندئ لیدلئ او څلور کاله کیږي چې دده په غږ چا کوم پیغام هم ندئ اوریدلئ.
که ملا محمد عمر د طالبان یوازنئ مشر وی چیرته دئ؟[/quote:b7992279d5]
میرویس
01.10.2013
پتګ صاحب، السلام علیکم
ورورجانه، که د طالباو تحریک د ملا محمد عمر آخند تر چتر او نګین لاندې وي، همدا یو مخکښ لری،او د هغه تر قیادت لاندې فعالیت کوي، نو بیا ولې د ملاصاحب، اوامر او احکام نه عملي کیږي او ولې دغه په اصطلاح مسلمان مجاهدین د خپل امیرد اطاعت نه سر کشي کوي؟
دا دمسلمان مجاهد خاصه نه ده چې د خپل الولامر په مقابل کې بغاوت وکړيي. ملا صاحب وایي بېګناه خلک مه وژنئ، په عام محضر کې چاودنې مه کوئ، پخپل سر د موټرونو نه خلک مه ښکته کوئ او مه یې وژنئ، اوداسې عملیات مه کوئ چې دعام ولس سراو مال ته تاوان پکې اوړي.
یاخو په طالبانو کې بې اتفاقي حقیقي ده، او یاخو د ملا محمد عمر په شمول طالبان د الله د اوامرو نه سرکښي کوي، او د اسلام خلاف خط باندې روان دي.
پرودګار دې دوی اصلاح کړي.