د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د سولې.......

Hashmat Kahn
24.09.2013

د سولې نړیوالې ورځ په ویاړ د ننګرهار ځایي وګرو د ځوانانو او د سولې د دارالنشا غړیو سره په ګډه د یو سوله ییز لاریون په ترځ کې چې سر لیک یې "وینه مه تویه وي ، وینه ورکړي" پیغام خلکو ته ورساوه. همدارنګه ګدونوالو د ښه نیت په موخه د مینځنی جګړو ، د ماینونو او د ځانمرګې بریدونو قربانیانو ته د ننګرهار په سیمه اییز روغتون کې وینه ورکړه.
ګډونوالو له ټولو جنګیالیو وغوښتل چې خپله وسله په ځمکه پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځاي شې. د درونټه د ځوانانو د اتحادیه یو غړي احسان الله داسي وویل: "هغه ځوانان چې د پردیو خلکو وسله په غاړه ګرځوي په دي پوه شې چې خپل کور، کلي، وطن او اسلام به له دوي څخه خیر ونکړي. " افغانستان پس د طالبانو له ولکه څخه په یو ښه لار روان دي. ډیر د خوشحالي او نیکمرغي ځای دي چې ځوانان په وطن کې د سولې په راوستلو کې فعاله ونډه اخلې. ددوي هڅې او ونډه اخیستل به د افغانستان په راتلونکې ډیر اغیزولري او خلکو ته د یو ښه احساس او خوشبینې هیله پیدا کوي.
ستاسو په انډ ځوانان څومره رول د سولې په راوستو کې لوبولې شي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more