نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسودتودهرکلي په هيله
Anonymous
16.01.2005
ګرانو دوستانو، ملګرو اودرنو هېوادوالو!
اسلام وعليکم
که څه هم په دې وېبپاڼه کی دلومړي ځل لپاره ليکنه پېل کووم خودلومړنيو لوستونکوڅخه نه يم چې ددې پاڼې دمحترمو ليکوالوافکار اونظريات لولم ، بلکه د خاصی مينې په اساس ستاسودټولو حضارو ليکنې په غوراومسلسله توګه تعقيبووم ٠ همدغه احساس دې ته وهڅوولم چې دځان د پېژندګلو وروسته وکولای شم ستاسوسره دافغاني ټولنې دهراړخيزژوند په څرنګوالي اوددغې ټولنې دپرمختګ او هوساينې په خبرواترو کی ونډه واخلم ٠
زه هيله لرم چې دافغاني ميلمه پالنې په ځلاند دود اودمتقابل احترام په چوکاټ کی به وپالل شم ٠
فکرکووم چې دځان د معرفي لپاربه دومره بس وي چې ووايم چې زما نوم واحد اوتخلص می مشواڼې دې اودکندز ولايت ددشت ارچي په اولسوالۍ کی زېږيدلی يم٠
ډيره مننه
واحدمشواڼې
Re: ستاسودتودهرکلي په هيله
pattang
16.01.2005
مشوا ڼيه وروره په خير راغلې، ستړې مشې٠
وروره تاسو زمونږ سر او سترګې ياست، خداي دوکړې چې په خپلو افکارو او لېکنو ټول افغان ښکلې کړې ٠
په درناوې پتنګ ٠
[quote:a79179e7ea="واحدمشواڼې"]ګرانو دوستانو، ملګرو اودرنو هېوادوالو!
اسلام وعليکم
که څه هم په دې وېبپاڼه کی دلومړي ځل لپاره ليکنه پېل کووم خودلومړنيو لوستونکوڅخه نه يم چې ددې پاڼې دمحترمو ليکوالوافکار اونظريات لولم ، بلکه د خاصی مينې په اساس ستاسودټولو حضارو ليکنې په غوراومسلسله توګه تعقيبووم ٠ همدغه احساس دې ته وهڅوولم چې دځان د پېژندګلو وروسته وکولای شم ستاسوسره دافغاني ټولنې دهراړخيزژوند په څرنګوالي اوددغې ټولنې دپرمختګ او هوساينې په خبرواترو کی ونډه واخلم ٠
زه هيله لرم چې دافغاني ميلمه پالنې په ځلاند دود اودمتقابل احترام په چوکاټ کی به وپالل شم ٠
فکرکووم چې دځان د معرفي لپاربه دومره بس وي چې ووايم چې زما نوم واحد اوتخلص می مشواڼې دې اودکندز ولايت ددشت ارچي په اولسوالۍ کی زېږيدلی يم٠
ډيره مننه
واحدمشواڼې[/quote:a79179e7ea]
نقاد
16.01.2005
ښاغلی واحد خان مشواڼی وروره سلام، دې پاڼې ته ښه راغلاست او هرکله راشئ! خوښ یو چې لوستونکي د ټول افغان په کوانده غړي بدلیږي ، دا یوه ښه بیلګه او هیلمن کوونکی زیری دی. مونږ به د بحث په ټولودیموکراتیکو اصولو سره ستاسې پالنه وکړو، هیلمن يو د هیوادوالو په ګټه لوستونکو ته ارزښتمن مطالب وړاندې کړئ . بری مو غواړم .په ټوله افغاني پښتنې مینه .
Baheer
16.01.2005
واحد مشواڼې وروره د مسافرۍ د درنو سلامونو پنډې او د ښايسته تازه ګلونو ګېډۍ درته وړاندې کوم٠ هيله مند يم چې د صحت مبارکې جامې مو په غاړه وي٠ کرانه وروره د " ټول افغان" " کردي مېز" ته هر کله راشۍ، انشأ الله چې نازولای دې شو٠
هيله مند يم چې د " ټول افغان" دايمي غړی پاتې شې او د خپل قلم ( موس او کيبورډ) (mouse & keyboard) په واسطه د " ټول افغان" ښايسته وېب پانه نور هم رنګينې ګړې٠ خپل ته پيغام د د رحمان با با په شعر سره احتتام ورکړم
[color=blue:39898faa0d]لاس کښې به درکړمه د ګلو غنچې
.................................... د ورورولۍ دسم پاللو غنچې [/color:39898faa0d]
په درناوي او پښتنه مينه
ستاسو کوچنی ورور بهر
[color=blue:39898faa0d][/color:39898faa0d]
ع کريم حليمي
17.01.2005
ښاغلی واحد خان مشواڼی وروره سلام !
زه هم په خپل وار تاسوته ښه راغلاست وايم ٠ او خوښ سوم چه ستاسو ليکنه مي ولوستل ٠ پوه سولم چه د ډېر خواږه قلم خاونه ياست ٠ او ستاسو په نظر څرګندولو، ليکنه مي غفطه وسوله ٠
خدای دي موږته قدرت راکړي ٠چه په همدغسي خوږو ليکونو دي بدرګه کړو ٠ او تمنا لرم د خدای له درباره چه
ستاسو سره چه کوم څه په نظر، افکارو کښي سته په اظهار سديد سره ئې ٠ زموږد زړه هندار سفا کړۍ ٠
په درنښت
Anonymous
17.01.2005
قدرمن مشواڼې صاحب يوشاګرد به خپل استاذ ته دځان دمعرفي کولو څه ضرورت ولري چې په هفته کی که نه وي نو په دوه هفتوکی خو خامښا يو دبل سره خبرې کوو ٠
څه چې نوي دي هغه دې پاڼې ته ستا لومړنې راتګ دې نو په دغه سبب به تاسوته ځانګړې دروند هرکلې ووايم ٠
په خاص درنښت
ستاسو ازاد نظر
Anonymous
17.01.2005
واحد مشواڼيه وروره ددواجان له طرفه په په ډېر شوق اودرز دواوسلام قبول کړه ٠ خدای دی وکړي چه په ښايسته ليکنو می نورهم دښوکارونو شوقي کړې٠
هرکله راشه!
بخشش دی ډېر زيات وي منګ موږ خو شوقيان يو او شوقي شيان خوند راکوي نو ځکه د بهير جان شېر ډېر سور ولګاوه٠
***********************************************
ددواجان له خوانه په دوا-اونفا رخصت ياست
Anonymous
18.01.2005
ډېرو درنو اوډېروخوږو ورونو هريو پتنګ ، نقاد ، بهير ، حليمي ، ازاد نظر او دواجان صاحبانو!
هيله ده چې زما سلامونه به ومنۍ ٠ ستاسود تود هرکلي څخه دزړه له کومي مننه کوم ٠اوس پوه شوم چې له دې وروسته کولای شم په بحثونو اومرکو کی ګډون وکړم ٠ بده به نه وي که د نن څخه اووه ويشت کاله پخوا وخت لنډه غوندی يادوونه وکړم اودهغوسپېرودښتو، غرو اورغونوزړونه راپاسترکړم چې زماد دوستانو،کليوالواودچم ګاونډ خاطرې پکی خوندي شوي دي ٠ نپوهېږم چې زمازړه ولی په هغو خړو کاڼو اودوړنو دښتو پورې نښتې دې کنه ښه می په ياددي چې نه می جامې داسې وې لکه نن اونه می دومره خواړه اوڅښاک چېې په خوب کی ليدلي وو لکه دانن خو بيا هم د پولاو په دسترخوان دهغه وخت دسوړ سوکړک ارمان کووم ٠ اياداسی چاته به تاسولېونې ونه واياست ؟ خوزه په حال يم او هغه څه وايم چې په ويلو يې لاتراوسه ستړې شوې نه يم ٠ په هرصورت ، دشت ارچي هغه ځای دې چې زه پکی زېږېدلې يم ، ښوونځۍ ته تللې يم اوزلمې شوې يم ٠ هلته می نه يواځې چم او ګاونډ پېژاندل بلکه دوخت په تېرېدو په دې هم پوه شوم چې دپښتنودهرټبراستازي هلته اباددي ، هلته ازبک ، قزاق ، ترکمن اوتاجک هم اباددي، هغوی خپل خپل کلي لري اوهرکلې ځانته نوم لري ٠ زما څخه نه قرلق، ملا قولي ، ګل بلاغ ، اخسای ، اندړ ، سليمانخېل ، منګل ، ګودامدار ، دورانکلې ، باجوړي، سره مټه ، اکاخېل ، دفتاڼي ، کاکړ اوتورخېل هېر دي او نه راڅخه قومي مشران لکه مېرزا سيدرحمن ، پاچاميرخان ، شېرخان ، رئيس عبدالله خان ، ارباب نصرالله خان کاکړ، رئيس چاري اونور٠ځکه چې په دوی ټوله سيمه ښه ښکارېده ، دوی دجرګوښائيست وواوپه چل يې پوهېدل٠ متاسفانه د خپل رواج اوخلکونه ناخبروهلکانو کوراوکلي ته دا سې ووبا راوړه چې نه مشر پاتی شو اونه کشر٠ هغه ارچي چې ديوشين بڼ په څېر معلومېده په داسې ميره واوښت چې حيواناتوترې هم کډه وکړه ٠ نه بيا هغه بڼونه وو ، نه هغه نهرونه وو ، نه هغه خربوزې وې اونه هغه پنبه چې ما ليدلي وو٠ خلک کيسې کوي چې دشوروي دسرولښکروبم غورځوونکو الوتکو چې کله زمونږ په کلي اوربل کړ نودکلي ښځواونروزمونږ کورته رامنډی وهلې ځکه چې زما پلار ورته دستانه حيثيت پيداکړې وو خو کله چې دسرولښکرو راکټونه زمونږ په کور وتوغول شول نودکلي خلکو دامبارکو غره ته مخه کړه چېرې چې زما والد صاحب له يوې مياشتې څخه فراري وو٠ له دغه وروسته د ارچي څخه فرار پېل شو اوديواځې د بخت خاوندان ايران اوپاکستان ته ورسېدل ٠ دايواځينۍ ووبا نه وه چېپه سوررنګ په ارچي راغلې وه بلکه وروستنۍ سپينې اوتورې وباوې له سرې وبا څخه په مراتبو مهلکې وې٠
ددغو سرو ، سپينو اوتورو ووباوو نتيجه داشوه چې دوست له دوست سره دوښمن شو ، خپلوان په پردوبدل شول، پردې ملکيتونه خپل شول ، حد او قانون دټوپک په ماشه وټاکل شول، د جرګواومرکو ځايونه په قوماندانيو بدل شول ٠ قوماندان هم قاضي هم ملا هم دکلي اوښارمشرشواودغه سلسله لا تراوسه په اطرافو کی روانه ده٠
په دې کی شک نشته چې دښاغلي کرځي دمنځ مهالې ادارې دجوړښت سره په زرګونو افغاني کډوال سيمې ته ستانه شوي دي خودښاغلي کرځي دمنځ مهالې ادارې توجه دکندز په ولايت کی ديوه بېطرفه اداري سيستم رامنځ ته کوولو ته نه ده اووښتې ٠ دخلکوسره دخبرواترو څخه داسې ښکاري چې پخوانۍ کابينه د خلکودمسايلو په حل کی ترډېره حده ناکامه وه خو دنومنتخب حکومت اودنوې کابينې په نووڅهرو پورې له حده زيات توقعات تړل شوي٠ هيله ده چې نوې کابينه به لکه دپخوا په څېر په کا بل پورې محدوده نه وي٠
په احترام
واحد مشواڼې
وربل
غوټۍ وربل
19.01.2005
درنو لوستونکو خویندو او ورونو ته سلام.
د محترم ورور مشواڼي صیب لیکنه له څو پلوه ارزښتمنه بولم :
ــ ليکنې یې یوه تاریخي مقطع د لوستونکو قضاوت ته وړاندې کړي ، چې ګڼ اړوخونه لري اوهر لوستونکئ کولی شي د خپلې خوښې وړ اړخ تر څیړنې او کتنې لاندې ونیسي .
ــ دتاریخي پیښې په انځورولو سره لیکوال بیطرفه پاتې شوی او د منفی یا ناوړه
تاریخ جوړونکې بلاوې یې ، چې زمونږ پر مظلموهیوادالو باندې د راګډ نا تاراو بشري ناورین دورې وې، د سرې ، تورې او سپینې وبا په نامه ټیک تشخیص کړي دي . دد غو وباود راګډولو مسوول زما په اند د ویرسونو دځالو جوړونکی یا د سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو او د طالب غورځنګ سروال مقامات او لوړ پوړي مشران وو، خو په ګوندنوکې له پاسه له عمومي منشي څخه نیولې د سیاسي دفتر، مرکزي او ولایتي کمېټو دغړو او ناحیوي سازمانو تر منشیانو پورې په کې ښکیل بلل کېدای شي . ترهغوی ښکته ښایي یواخې د محکمې په وړاندې دیوه تر سره شوي جرم د ارتکاب فرد ي پړه په غاړه ولري . محاکم باید په دې لړ کې د دری واړو وبا ګانو استازي ویرسونه دنازیانو ، پولپت او پینوچت د ډلو په څیر تعقیب کړي او برأت اخیستونکي یې د ټولنې د سالم غړي په توګه و پیژندل شي او پر تیرو سیاسي فعالیونو د پښيمانۍ ښودلو څخه وروسته دا حق ولري ، څو د قانون سره سم نوي ګوندونه جوړ او سیاسي فعالیت وکړای شي . په دې توګه به د هیواد بیارغاونه د زړونو د بیا رغاونې په واسطه یوه اینده ولري ، او که نه په ورانو زړونو وران کورونه او ويجاړ کلی نه ودانیږي .
Anonymous
15.02.2005
د کوربه خيال ميلمه ووربله !
لومړې خوراته بخښنه وکړه چې دډېرې مودې وروسته ستاسو په څېړنيزې ليکنې راګرځم اوددې سره فکر کووم چې ستاسوليکنې ته به په ناوخته مننې ملامت نه شم .
دادډېرې خوښۍ ځای دې چې زه ځينې ليکونکي دلته پېژنم خو داچې دوخت تېرېدو اود حالاتودوړ اونا وړوبدلونونوپه نړۍ کی تيتوپرک کړي يو، د يوبل بيا پېژندګلوته اړتيا لرو٠ خو داهم اسان کار نه برېښي ځکه چې هرڅوک د وخت د تقاضو سره پلونه جګوي٠ خدای دی وکړي چې د افغاني ټولنې د نورو اړتياوو سره داعتماد، ورورګلوۍ ، پېزوينې او خواخوږۍ اړتيا هم ژرترژره ترسره شي اودا هغه څه دي چې زمونږ ژوند ورپورې تړلې دې ٠
دورورګلوۍ په مينه اوهيله
واحد مشواڼې
هيواد شېرزاد
16.02.2005
مشواڼی صېب سلامونه.
د غوټۍ خور وروستۍ ليکنه درې ځله، او د مشواڼي صېب وروستۍ ليکنه دوه ځله (يو شان) ثبت شوې وې. هغه مې ړنګې کړې.
hotak
16.02.2005
Wahid Mushwani Har Kala Raasha, Well Come, Khosh Amadeed, Marhaba, Manda Nabashi,Zderapstovoya, Pa Uzbaki aw German ki Ham darta har kalai wayam. Unfortuantely Zama da Computer na Pakhto windows virus Khuarali aw pa keyboard daira pakhto likal rata gran shi. Khu Sta da para dagha dai hagha zahmat hum pa zaan gaalam. :wink: No sa wakramm Naway mailma ya. Hasi Khabari khuara dairi di khu la bada margha Hagha da pakhto matal wayi sam shaghal raghay aw sam taazi ta ghual waraghlal. Sam chi zma shir jari sho Sam mi computer kaar prishod. Khair da stoonza ba nan wi ka saba hall kramm. aw bia ba khabari sara kawu ka khudai kawal. Da Aos la para hamdumra.
Naseer Hotak
Anonymous
17.02.2005
سلامونه مشواڼی صاحب !
يو مشواڼی خو مشهور دی چې دکنړ اوسېدونکی دی خودغه مشواڼی چې دکندز دی ما ونه پيژنده که یې راوپېژنئ مهرباني به مو وي
Anonymous
17.02.2005
ميلمه ګله !
زه تاته حيران پاتې يم ، وروره ولې دې په خپل کور (ټول افغان ) کې خپل ځان مېلمه
کړي دي او له مسؤ ليت څخه دې خپل ځان ايستلي دي ٠
په درنښت کوربه پتنګ
[quote:0e753e9d8c="Anonymous"]سلامونه مشواڼی صاحب !
يو مشواڼی خو مشهور دی چې دکنړ اوسېدونکی دی خودغه مشواڼی چې دکندز دی ما ونه پيژنده که یې راوپېژنئ مهرباني به مو وي[/quote:0e753e9d8c]
Anonymous
19.02.2005
--------------------------------------------------------------------------------
سلامونه مشواڼی صاحب !
يو مشواڼی خو مشهور دی چې دکنړ اوسېدونکی دی خودغه مشواڼی چې دکندز دی ما ونه پيژنده که یې راوپېژنئ مهرباني به مو وي
==================================================
ګران اومحترم نامعلوم ميلمه !
دسلام په رالېږلو درته کورودانې وايم ٠
ستاسو دپورته ذکر شوې پوښتنې په ځواب کی به وليکم چې کله دې پاڼې ته راغلم نو ما خپل ځای اوخپل نوم وښودل ٠ فکر کووم چې د پېژندګلو لپاره دغه کافي ده ٠ تاسو د کنړ دولايت د شاهي دورې د شورا د پخواني وکيل ښاغلي محمد هاشم مشواڼي يادوونه کړېده او دهغه محترم ياددی په خېر وي ، زما دکاکا په ځای دې اوددې اعزازهم لرم چې ښه يې پېژنم ٠ داهم بايد ذکر کړم چې په کنړ کی ډېر نور مخه ور هم پېژنم ٠
که خپل ځن يوڅه راوپېژنې نوډېر به خوښ شم
نور دې په لوی خدای سپارم
واحد مشواڼې
دکندز ولايت ، دارچي اولسوالي